Apr 15, 2008

غیرتي میرمن لیکوال : ننګ یوسفزی

راوي: ډېر وخت تېر دی ... زمانې خپل ډېر پړاونونه وهلي ... او تاریخ په خپل زړه کې تر دې وروسته نورو زرګونو پېښو ته ځای ورکړی ... خوښې او خوږې خبرې نه هیریږي ... تل په یاد پاتې کېږي او د هر چا په خوله کې اوړي را اوړي।

(موزیک)

راوي: وائي چې د لوی افغانستان لوی امپراطور اعلیحضرت احمدشاه ابدالي چې د وطن د تاریخ یو ستر هیرو ... او د افتخاراتو شمله ده له ډېر لرې سفر نه ... فاتح او بریالی راستون شوی وو ... د ده فاتح لښکر په ډېر ویاړ ... د ګران هیواد په لور روان وو ... د شاه زلمو د غرور شملې جګې وې ... او زړونو په سینو کې له خ,ښۍ نه اټنونه اچولي وو ... د لوی افغانستان لو ی واړه د خپل نومیالي پاچا راتګ ته سترګې په لیاره وو ... خلک له خوښۍ نه په کالو کې نه ځایدل او د هر چا په تندي کې هم دا څرګندې نخښې بریښیدلې ...

بریالي به بیرته راشي د وطي زلمي میړونه
دوی ګټلي قام وطن ته په دلو افتخارونه

(د عسکرو د حرکت ایفکټ)
(حرکت دوام کوي او هم د دې په پس منظر کې)

راوي: د افغان بریالۍ اُ ردو ... په ډېره مینه د یوه عالم افتخاراتو سره د هیواد په لور پړاو په پړاو رالیږدیده او دلته په هیواد دننه د دې قهرمان پاچا او د ده د بریالي لښکر دروند هر کلي ته تودې مندې ترړې روانې وې ... تر څو چې دا لښکر د لوی افغانستان پخواني پای تخت کندهار ته چې د پښتني کهول د زوړ کلچر او ثقافت یو لوی ټاټوبی پاتې شوی رانږدې شو ...
(موزیک)

راوي: دغه وخت لمر په وروستیو غړ غړو وو ... او د تیارې د کاروان سر په ځمکه لګیدونکی وؤ وخت لږ پاتې وو او لیاره ډېره ... د فاتح پاچا بریالی لښکر نه شو کولی ... چې په رڼا کې دغه تاریخي او مرکزي ښار ته راننوځي او د خپلو وطنوالو تاوده احساسات او دروند هرکلي په رڼا کې وګوری او هم د دې د پاره ...

(د عسکرو حرکت دوام لري)

لوی احمدشاه: (په دروند غږ) سپه سالارا ...!

سپه سالار: د لوی در شل – تر واکمنه .

لوی احمدشاه: د دې د پاره چې وخت لږ پاتې دی ... هر پلو د تیارې لمن راخوره شوې او ښار لا څو فرنګه نور هم لرې دی ... مونږ نشو کولی چې په رڼا کې په ښار ورننوځو ... او د خپلو وروڼو سره ښه وګورو ... او د هغوی له مینې نه ډک هر کلي ته ښه ځواب ورکړو ... د دې د پاره لښکر ته امر ورکړه چې هم دلته پړاو واچوی او ګیځ له سبه ناري وروسته د ښار په لور روان شی تر څو چې د لمر په تنکی سر ... په ښار ور دننه شي ...

سپه سالار: د لوی درشل - د ستر واکمن امر په سر سترګو ...

(بیګل چې د توقف بیګل وهي ... لښکر ودریږي )
(د خلکو د خبرو ایفکټ بیا موزیک / پرده بدلوي)

عینو: (د ځان سره) او که خدای کول ... را به شي ... بریالی ... له خیره سره ولې به بریالی نه وي ... ننګیالی به وي او بریالی نه ... دا نو څنګه کیدای شي ... ننګیالي ... او توریالي هم داسې وي ... تل بریالی ... او نو چې توره نکړي نور به څه کړي ...
چې یې شودې د پښتنې رودلي وینه (په خندا)

زما لالی ... زما د سترګو تور ... زما د زړه سر زما سا ... زما ژوند، په رښتیا چې ننګیالی دی ... په رښتیا چې زړور او ګلالی دی ... د دغسې ښکلي او غړانګې ځوانی سره ... هم دغسې میړانه خوند کړي ... دغسې میړانه ... چې د وطن د سر لوړۍ او افتخاراتو شمله شي مګر سبا به یې زه په دومره لوی لښکر کې څنګه وپېژنم ... چې کوم دی ... نا ... نا ... هاغه چې په زرګونو کې روان وي ... جګ بریښي ... د هاغه دا چنار ځواني د پټیدو نه ده ... زه به یې له لرې وپیژنم ... په زرګونو خلکو کې به یې وپیژنم او موټی موټی غوښه به ورته له خوښی څخه واخلم ... ځکه چې مسافر یار به مې راغلی وي ... دی به راشي او زه به ورته په ډیر خوند خوند هم دا ووایم چې د ازادی د لارېزمساپره یاره په خیر راغلې.

زلمی: (دروازه وهي)

عینو: (ناڅاپي سندره قطع کوي په تعجب) چې دا به څوک يي ...

زلمی: (بیا دروازه وهي)

عینو: (ورو ورو روانیږي) څوک یې ...

زلمی: (نسبتاً ورو) زه یم ... زلمی ...

عینو: (په تعجب) کوم زلمی ...

زلمی: بل زلمی هم شته ...

عینو: اخر څوک یې ...

زلمی: زه زلمی ... ستا د ژوند ملګری ... ستا څښتن ...

عینو: مګر زما د ژوند ملګری ... خو د لوی احمدشاه د لښکر تورکښ دی ... او د لښکر سره دی.

زلمی: لښکر ښار ته نږدې پړاو اچولی ... سبا سهار راځي ولې زما زړه طاقت ونکړ که هر څومې په ځان زور واچاوه ... خو ونه شوه ... ستا یاد وزورولم او دغه دی چې له لښکر نه پټ راووتلم او راغلم ... چې تا په مړو سترو ووینم زړه به مې صبر شي ... بیا به شپه په شپه ... بېرته ولاړ شم .

عینو: مګر زه هیڅ باور نشم کولی چې ته دې زما میړه یې ځکه چې زما میړه ... ډېر ننګیالی زلمی دی ... هاغه هر ګز له لښکر نه پخوا او پټ نه راځي ... دا ته لکه چې بل څوک یې.

زلمی: ولې نو ته زما اواز نه پیژنې ...؟

عینو: اواز دې هم پیژنم او خوی خصلت دې هم ... اواز خودې خپل دی ... خو خوی دې د بل ...

زلمی: مګر په قسم چې زه زلمی یم ...

عینو: (لږ په جدي لهجه) زلمیه ... واوره ... ښه مې پیژندلی یې – مګر په رب چې نن شپه خو زما مخ په سترګو ونه وینې ... نن ستا کتل په ما حرام دي ... تا د خپل پاچا له امر نه سرکښي کړې ... ته له لښکره پټ راغلی یې ... ته زما په نظر کې هاغه زلمی نه یې چې وې ... ستا حیثیت د یوه بریالي تورکښ نه ... بلکې د یوه تښتیدونکی سپاهي دی او د پښتونولۍ په قانون داسې ځوانان په پښتنو نجونو حرام دي ... حیا دې په دې کې ده چې بیرته ستون شې او سهار د بریالي پاچا د فاتح لښکر سره سرلوړی په ښار راننوځې – هاغه وخت ته زما یې او زه ستا ... (موزیک).

(د موزیک په پس منظر کې)

راوي: تورکښ – زلمی ... په ډېر مات زړه چار ناچار شپه په شپه بېرته ستون شو او څنګه چې د لښکر په پړاو ور ننوت نو ... یوه پهره دار داسې ورته وویل!

پهره دار: څوک یې ...

زلمی: (غلی کېږي)

پهره دار: (لا په زوره) څوک یې ...

زلمی: زه یم ...

پهره دار: ته څوک یې ...

زلمی: (په لړزه) زه ... زلمی ... تورکښ ...

پهره دار: ودره ...

زلمی: ولاړ یم ...

پهره دار: رامخ کې شه او لاسونه پورته که ...!

زلمی: (څو قدمه اخلي)

پهره دار: (په غضب) چېر ته تللی وې ...؟

زلمی: ښار ته ...

پهره دار: د چا په اجازه ...؟

زلمی: پټ ...

پهره دار: د یوه سپاهي د پاره له لښکر پټ وتل څومره جرم دی.

زلمی: پوهېږم ... خو له ورخه تېرې اوبه بېرته نه راځي ...

پهره دار: ښه نو دلته تر سهاره کښینه ... تر څو چې سبا سلسله په سلسله د لوی درشل سترواکمن ته وړاندې کړی شې ... او د جرم سزا ومومې.

(موزیک عمجن کېږي)

راوي: دا چې شپه په تورکښ زلمي څنګه تېره شوه او په زړه یې د غم او خپګان څومره څپې واوښتې ... پدې پسې به نه ګرځو. مګر سهار چې لمر پلوشه وهله ... نو زلمی بیا له وخته سلسله په سلسله د لوی درشل ستر واکمن ته مخامخ کړ شوای وو ... لوی احمدشاه له تورکښ نه پوښتنه وکړه. او تورکښ د یوه زړور او رښتوني افغان په صفت ورته دا ټوله کیسه رښتیا رښتیا وکړه، لوی او ننګیالي احمدشاه د دې خبرې په اوریدلو ډېر خوښ شو او امر یې وکړ ... چې کندهار ته په رسیدلو دې ... دغه غیرتي میرمن عینو زما حضور ته راوغوښتلی شي.
(موزیک)
لوی احمدشاه: عینو ته یې ...

عینو: هو د ملت نامتو پلاره هم زه عینو او د زلمي د ژوند ملګرې یم.

لوی احمدشاه: زلمی چې څه وايي دا رښتیا دي ...

عینو: پاچا د قام پلار وي ... له پلار نه به سړی څه پټ کړي ...

احمدشاه: شاباس ... په رښتیا چې غیرتمنه پښتنه یې ... ته حق لرې چې ځان ته پښتنه بي بي ووایې ... عینو لورې زه ستا دې خبرو ډېر خوشحاله کړی یم ... زه چې هر څه کووم ستاسو د پاره یې کووم ... او هر قدم د قام او د وطن د عزت او سرلوړۍ د پاره اخلم ... عینو ...

عینو: ستر واکمنه ... امر وکړه.

احمدشاه: ته زما لور یې ... او تا ته مې یو کاریز ځمکه در وبخښله چې ته پرې ښه او ارام ژوند تېر کړې ...

ګڼ خلک: ژوند – ژوند – ژوند

راوي: زمانې تیرې شوې – پیړی واوښتې خو نن هم د پښتني بي بي عینو نوم ژوندی او دروند دی ... اوس هم دغه کاریز د عینو په نوم یادیږي.

(موزیک جګیږي)
یو اواز: (له لرې نه) نومیالي مړه سي او نومونه یې ژوندي پاتې شي – د توریالو د تورې نخښې ابدي پاتې شي.
(موزیک)

(پای)

No comments: