Apr 20, 2008

داستاد بېنواپه قلم دښاغلي ننګ یوسفزي ژوندلیک


ښاغلی ننګ یوسفزی
ښاغلی فاتح الملک ننګ یوسفزی د پښتو ژبې پوخ نثر لیکونکی او ښه شاعر دی، په تېره بیا په ډرامو او کیسو لیکلو کې لوی لاس او خاص ذوق لري. د ده څو ډرامې د کابل د پوهنې نندارې په سټیج ښودلی شوي او ډېر و راډیويي ډرامو نه یې د افغانستان راډیو کې تمثیل اورول شوی دی چې د پښتنو اوریدونکو زیاته مینه او دلچسپي یې ځانته جلب کړې ده.

ښاغلی ننګ خنده رویه، خو په عین حال کې جدي او فعال زلمی دی، د پښتو او پښتنولۍ د ساتلو لیوال ښکاري او د دې لیوالتوب د ضرورت د پاره ځانته پښتني فلسفه لري چې د پښتنوالی په ائین دستاینی وړ دی.
د ده لیکنې او شعرونه زیات د پښتو د اجتماعي او سیاسي ژوند په شاوخوا کې دي، چې زیاتره یې په پښتني اخبارو، مجلو او د افغانستان په راډیو کې خپاره شوي دي.
هغه وخت چې ما د ښاغلي ننګ څخه د ده د ژوند حالات او د لیکنو نمونه وغوښته ده په جواب کې داسې راته ولیکل:

”ګران، او پوه بېنوا صاحب!
له غم نه لیرې، تاسو له مانه زما ځینې اثار، او د ژوند حالات غوښتي وو، نه پوهېږم چې ولې د خلکو د ژوند په زړووهو را سپړدلو خپل سر خوږی زیاتوې؟ زما په ژوند کې خواږه نشته. بس د زهرو یو څو ترخې ایندې وې چې تیرې شوي ... خدای خبر چې نور به لاتر څو په دې شومکی شخوند وهم؟
بارو دې وشه چې هیڅ داسې څه نه لرم چې یا ستاسو د کتاب پوزه شي، یا زما د پګړۍ ګل ... بس داسې یې وګڼه چې زما ژوند د هلو ځلو، او بې ډبه غورځو پرځو یوه کړکیچنه ړنده ډرامه ده، او زه د دې ډرامې، یو زوریدلی، ړوند هیرو ..
بله دا چې ځینې مجبوریتونه لرم، او نشم کولای چې هر څه بیس په بیس یا زور له زېر ولیکم، او دا هسې اوتې بوتې، یا تیری پاتې مې نه په ځان پیرزو شي او نه مې ستا په دغه ښکلي دروند کتاب لوریږي. پاتې شوې د شعر او نثر نمونې، نو دا دی، دا پنریو څو غونډاري درولم، که سم ولګیدل نو په خپل کتاب کې به ځای ورکړې، کنه نو ردی ټوکړۍ خو مو هسې هم تل تر څنګه پرته وي.“

بیا نو د خپل ژوند په بابا داسې لیکي:
لمړنۍ زده کړې مې په کلي کې کړي او بیا مې په منظم ډول مکتب کې ګډون کړی، تر اووم صنفه مې په منظة ډول لوستلی. او په اتم صنف کې مې له مکتبه لاس اخستی دی. د قوم او وطن څنګه چې هر بشر ته په میراث کې پاتې کیږي هم دا ډول زما د پاره ددی لرل، کومه نوې خبره نه ده.
دا لیونی هوښیارتوب زما سره له اول نه مل دی، او دی زما په ژوند باندې، اثر وپازه لرلی ده. زه په خپل واړه زړه کې د لوی پښتون اولس د پاره د یوې لوی دنیا، ارزوګانې روزم. او هم دې ارزوګانو زه له تورو غرونو او ډکو سیندونو بیا بیا واړولم راواړتم، چا څه ښه ویلي:

د خیر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کې افغان یو دی
په کابل کې، د قبایلو د مستقل ریاست د تبلیغاتو عضو، او د کابل راډیو او د مطبوعاتو د مستقل ریاست قلمي ملګری پاتې شوی یم. په ۱۹۷۵ ع کې د مطبوعاتو د مستقل ریاست، له خوا د ال انډیا راډیو د پښتو څانګې د پاره د نطاق او ادبي سپروازر په حیث وټاکلی شوم، او هند ته ولاړم څلور کاله په ډلي کې د پاتې کیدو نه وروسته په ۱۹۶۱ کې د ال انډیا راډیو سره د ځینو اُصولي اختلافاتو په بناء باندې چې زما اجتماعي، او انفرادي وقار ته یې ټکان ورکاوه استعفا ورکولو ته اړشوم، او هم داوه چې ګران هیواد ته بېر ته راستون شوم. که هم څو میاشتې وروسته بیا د هند حکومت د ال انډیا راډیو د پښتو پروګرام د پاره بېرته او دوباره زما خدمات د افغانستان له حکومت نه وغوښتل خو ما هند ته له بېرته تللو نه انکار وکړ ...
تر اوسه به د هیواد په ورځپاڼو، او مجلو کې او هم دا ډول له کابل راډیو، او ال انډیا راډیو نه، زما په سونو، مضامین، اشعار، افسانې، فیچرونه او ډرامې خپاره شوي وي او اوس د خپلو ماتو کوډو اشعارو یو دیوان اود ”شپول“ په نوم یو ناول د چاپ د پاره په لاس لرم، نور به ګورو سره! “

د شعرونو نمونې:
څوک او څه یم؟
د تاریخ له سوی زړه نه، راوتلی واویلایم
یا د لوړو لوړو غرونو، غریو نیولې تمنا یم
یا مړ ژواندی شانله هیله د مات زړه په دردانه کې
یا ساماتي حوصله شي دلیارورکی په سینه کې
لوغړن للو په اه شيو تسنس شوې په فضا کې
یا دیاس ډکه نداشی لالهنده په سحرا کې
یا ارزو شي ژړغونې ګبیړنۍ ارادې شي
یا چې پورته وهوا ته په خاښو کې پس بادی شي
یا هاغه د یتیم اوښکې چې په خپل ګریوان وچیږي
با د کونډې بې اسرې اه چې ایله تروره رسیږي
یا د تېر کاروان جرس چې ازانګه وي په بیدیا کې
یا نامراد شان صدا وي زنګوله شي په هوا کې
یا اټکنه سا نیولې چې نعمه شي په پړدو کې
یا ژوند ریزه خوږه تپڼه چې ړنده شي په ګردو کې
یا بهیر د هیلو هڅو تالا کړی زمانې وي
یا ناکامه محبت شي بیا عنوان د افسانې وي
یا بې ربطه زیروبم شي درباب په تش ګوګل کې
یا رقیقه الوداع شي، په سلګو د نیم بسمل کې
یا هاغه د سردرو بار چې یې دام تر غاړې ورشي
هر اندام یې شي بې ژواکه مړڅپن یې هر نظر شي
یا دروند پایه سمندر چې پښه نیولې شي پخپله
خپل ډېر ژواک ورته بلا شي، زړه یې شین شي له ساحله
یا طوفان وي پورته شوی له بیدیا و بیابان نه
بې هدفه الوګړ شي، ځان یې ورک شي له خپل ځان نه
زه چې څه یم هم دغه یم هــــــــم دغه زمــــا ژونــــــــدن دی
دا چې نوم مې د پښتون دی دا چې نوم مې د پښتون دی
*****


سره او شنه

څوک تخیل د بوډۍ ټال ته خیژۍ
د ماشوممانو ځنګول غواړي
څوک د ارزو د تقدس په شمع
تاندې ځوانۍ لوګۍ کول غواړي
څوک د ساقي په یوه موسکه خندا
د اسمان ستوري نڅول غواړي
څوک د مظلوم د سوی اه په خاطر
غرونه رغونه لړزول غواړي
څوک د پسرلي د رنګ و بو په اوږو
زنګینې هیلې بارول غواړي
څوک د زیار کښ د اوږو بار کوزوی
د غریب پیټي سپکول غواړي
څوک په سپید ګرځي کوکۍ ټولوي
د چا وربل سینګارول غواړي
څوک د نیمزالی له اغزنو حڼو
په بار خو غنی اڼول غواړي
څوک د پاولو د شرنګا شرونګ لیونی
ځان پدې لوبو غولول غواړي
څوک په جیلونو کې د قام د پاره
د ځنځیرونو ماتول غواړي
څوک د اغزن فکر په کر کر ونده
د اولس لیارې شاړول غواړي
څوک د پلار مړی ځوی تنکو پاپو له
په بڼو لار جارو کول غواړي
څوک د رحمان په ځمکه اور بلوي
سمسورې دښتې سوزول غواړي
څوک د رحمت د اباسین په اوبو
وچې میرې خړوبول غواړي
څوک بو الوهوس د شګو پړی غړی
ځان کهکشان ته رسول غواړي
څوک مټور د لوړو غرو شاه زلمی
د غلامۍ کړۍ شلول غواړي
څوک تشتور خان راته اوس خان خان کېږي
زما د سر سودا کول غواړي
څوک په رښتونې خان زما له سره
خپل سر و مال قربانول غواړي
څوک خو د غرض اوبه په ډانګ بیلوي
نوک له اورۍ جدا کول غواړي
څوک ببر څڼۍ په یو والی مین
څیرې ګریوان پیوندول غواړي
څوک د مجهول تقدیر په لومو ښکیل ته
نوی دامونه جوړول غواړي
څوک ننګیالی د ”ننګ“ سندرې وايي
ویده پښتون راویښول غواړي

*****

ژړا
د ماشوم په لاس کې پریوته پښتو مې
ملغلره د ړندې د غاړې هار شوه
شین پسرلی مې په خزان باندې بدل شو
سپیر کوټې وه چې په برخه د مالیاره شوه
د ژوندون هیلې د زړه له کوره لیږدې
ډیوګۍ مې د طوفان د سترګو ښکار شوه
هره څړیکه د هر رګ مې د زړه څوب شوه
تنسته د ژوندانه مې تار په تار شوه
نو - ما به کومه ګرمه کړي وي څیښتنه!
چې غوټۍ په غوړیدو کې راته خار شوه

*****

د نثر نمونه:

ضمیر

راډیو فیچر
”د نیمې شپې ماحول د ۱۲ بجو ډګریال پرله پسې اواز“
اسلم – (په کټ کې اوړي او د ځان سره وايي) اوف ... دولس بجې شوې خدای خبر چې نن ولې خوب له مانه لیرې ګرځي ... دا پسته تلتکه جوړ راته بیخي د زوزانو پوړ او پولۍ شوه نه پوهېږم چې دا نن په ما څه شوي دي. کومه نامعلومه تلوسه ده چې په مخه مې سکونډي ... (بیا په ډډه اوړي).
اخ څنګه وکم ... هسی مې سترګې مرغۍ مرغۍ کیږي، خو سترګه را باندې متره شوی دی. دا په څه روحی اضطراب اخته شوی یم ”له کټه پورته کیږي“ ځم چې لږ د باندې وګرځم ګوندې یوه سترګه خوب راشي.
”په مخه ګرځي او د ځان سره وايي“ اسمان نن څومره ښکلی ښکاري ... کاینات څنګه په غزیدلو پښو ویده دي ... دا دنیا لا ډیر دردیلي زړونه ډېر سوي اسویلي ... ډېرې لندې سترګې، پړسیدلي پښې، یتیمې اوښکې نیمزالې ارزوګانې ... کونډې هیلې او بې وزلې لوږې تندې لري ... چې خوب به یې عنقا شوی وي ... خدای خبر اوس به څومره نور زما غوندې د خوب په لټه کې د ستورو بهیرونه څاري او د پښو ښکالو به یې د شپې په چپه چپتیا چکونه لګوي ... څومره به دب یلتانه په ځور کې شپې روڼوي او د تللو په یاد به زاړي رښتیا چې ژوند د مسلسلو ځورونو یو نه شلیدونکی ځینځیر دی.

”لږه سکته“ ای تروری او سرایله سپوږمۍ ته په دې توره شپه په چاپسې لالهنده ګرځي ... د چا مینه دې ځوروي او څه درنه ورک شوي ... اخلی ... ستا په دې سپین زړه دا تور سوی داغونه چا ایښي ... ایا دا د بیلتانه بیلګې دي که د چا د مظلومو اهونو سوی نقشونه ...؟
... خدای (ج) پوهېږي چې ته به د چا په غم غمجنه او درد، دردیدلې یې ... د کوم مین په لوغړنه مینه کې د بې وزلو په تړمو اوښکو ...
”د لرې نه د شپیلۍ اواز پورته کېږي چې ورو ورو نژدې کیږي، او هم په دې پس منظر کې اسلم ګرځي او د ځان سره وايي“
اسلم – اوه ... دا د کراری شومې شپیلۍ څومره خوږ درد لري ... داسې بریښي چې بین مار د خپل موږمن زړه دردونه، نور د فضا په امواجو څټه کول او د خپل دروند بارسپکول غواړي ... (سکته) ای بین ماره ... لږ رانژدې شه چې ستا شونډې ښکل کړم ... ستا د شپیلۍ هر سر زما د احساس ژورو ته کوژیږي او زما د زړه خوبولی څوب په څړیکو او ټوپونو راولي ... راځه چې خپل دردونه سره ګډ کړو او په ګډه سره د ژوند کړاونو ته اوږده ورکړو ... راشه را نژدې ... زر رانژدې شه، د شپې لښکرې اوس په ماتیدودي ... او د تیارې لمن ټولیدونکې ده ... اه ... دغه دی چې د سبا ستوری د اسمان په لمنو کې وځلیده او اوس به د رنګ ساعت له د رڼا د کاروان سرولګی ... لمر به په خپلو زرینو وړانګو له کایناتو د تیارې توربخن تپی او داغونه ووینځي ...
”د سپیدو چاود وخت، د چرګانو بانګونه“
ای ... زما دشپې د ناکرارۍ خوږو ملګرو ستورو، تاسو هم ولاړی او زه مو یوازې پریښودلم ... ستاسو زړونه هم را باندې ونه سول ... ځکه چې زه درد لرم او ستاسو څخه مې غوښتل چې زما سره دردونه شریک کړی...
دا ځکه چې ما د نورو سره د هغوی دردونه، نه دي وېشلي، د نورو په غم نه یم غمجن شوی د بل په ویرمې نه دی ژړلي ... او د چا د اسویلو تسل او ډاډګیرنه مې نه ده کړې، د چا اوښکې مې نهدي وچې کړي ... په رښتیا که ما د نورو سره د هغوی غمومه وېشلي وای نو نن به ولې د اسمان ستورو هم له مانه تیښته کولای او زه به یې د بې خوبۍ او روحي تلوسو دې دروند بار ته یوازې پریښودلی ... هم دا پرون مې د خپل سر نابالغه خبرې واوریدلې او له خپلې دروازې مې د سرې میاشتې غړی په بدرنګ وشړل ... هغوی خو زما دښمنان نه وو ... له مانه یې څه غوښتل ... بس یو څو روپۍ او هغه هم د وطن د مصیبت ځپلو او بې وزلو خویندو وروڼو د پاره ولې ما هغوی ودګل، ومې رټل، ومې شړل خپله دروازه مې سپکه کړه ... خپل ضمیر ته مې سر تیټ کړ، د خپل انساني کرامت سره مې لوبې وکړې او دا هر څه د دې د پاره چې زما له جیبه یو څو روپۍ ونه وځي او زما په قارونی پانګه کې کمی رانه شي ... اوف ... لکه چې د ندامت هم دغه احساس ما تراوسه ځوروي او لکه چې هم دې احساس په روحی اضطراب اخته کړی یم چې ځمکه له سره ځای نه راکوي.
”یو مهیج موزیک چې د ده د جذباتو طوفاني حالت ترسیموي“
اسلم – ”په وارخطايي او ریږدیدونکي غږ“
نانا ... هر ګز نا ... اوس به زه خپل حق ادا کړم، د خپل ویښ ضمیر سترګو ته به نورې خاورې ایرې نه نولم څه به وشي که ما د پنځو زرو روپو قالین له پښو لاندې نه کړ ... که زما دوه پښې نارامې شي ... مګر د دې پر ځای به زما د سوونو وروڼو سرونه پټ شي ... تر پښو سر ډېر قیمت لري ... بې پښو ژوند کیږي ولې بې سره ناممکن دی.
”روانیږي“ ځم چې پنځه زره افغانۍ دا اوس له صندوقه راوباسم او په سوړ ګهیځ یې د سرې میاشتې ټولنې ته وسپارم.
”د کلیانو شرنګار د پښو اواز“ ”له پس منظر نه په دروند، ولې ملایم غږ“ دا نیکه او غوره اراده دې مبارک شه ... زه تا ته په دې ښه کار شاباسی وایم ... زه ستا زړه یم ... زړه او په داسې کولو زښت خوښېږم هله زرکوه، دا پنځه زره افغانۍ یوسه ... هم په دې کې ستا سعادت دی هم دا ستا شان لوړوی او عزت دې زیاتوي.
سر: ”په دروند مهیب غږ“ زه ستا سر یم، د عقل او شعور کور ... زه ستا رهنمایم پام خبردار ... روپۍ ورنکړې ... که لغړ وي ... وي دې، که مری، مری به تاله یې څه ستا کوم د ابۍ ورنکړې دادار اوړی دی ... دا دومره خلک نور لږ دي ... هیڅوک هم ورته څه نه ورکوي یوازې تا دا توده تبۍ په سر ایښې ده ... ته له کومه د خاتم طایی د تره زوی یا د زیدی سخی ارسلاخان یې ... پام چې روپۍ ورنکړې ... پنځه زره افغانۍ کم شی نه دی، په خوله بادیږي.

زړه: ”په خپل زوړ انداز“ ګوره چې د سر خبره وانه وری ... دماغ انسان ته چل ... فریب چالاکی او خود غرضی ښیی او زه د مینی محبت او هم دردۍ کور یم زه ستا غوره رهنمایی کولای شم ...
هم دا د انسانیت اخلاقو او شرافت لار ده ... دا روپۍ په بیړه سرې میاشتې ته وسپاره چې ستا د مصیبت ځپلو وروڼو د پاره یې په خیر ښیګڼه کړي.

سر: هر ګز نه زه ستا عقل او پوهه یم ... زه ستا د ممیزې قوت او د ښو بدو د تمیز طاقت یم ...
زه تاله ګړنګونو روغ جوړ اړوم او په سمو لارو دې سموم ... زما خبره واوره د زړه خبره مه اوره زړه صرف جذبات لري ... تش جذبات بې د سر د لارښوونې جذبات یوشان اس وی چې سړی له ګړنګونو غورځوي ... پام چې د زړه خبره ونه منې لاس راکاږه دا روپۍ بېرته خوندي که یوه نه یوه ورځ به دې ضرور پکار شي.
زړه: ”په زوړ انداز“ دا ستا د امتحان وخت دی، د انساني ضمیر د امتحان وخت، ګوره چې پاتې رانشې ستا څخه دولت دی ... شته دي ... خدای ډېر څه درکړي ... ولې ستا دغه مصیبت ځپلي وروڼه نن هیڅ هم نه لري که هم داحال ستا وي نو تا به له نورو وروڼو څومره توقع درلودله زرشه په ښه کار کې بیړه کوه ... بیړه دې په خیر او ځنډ دې په شر تمامیږي ... شاباس هله.

سر: پام کوه د زړه خبره ونه منې ... د ده بنګلو خبرې چې چا منلي ... د چړ او خیرات کنډولي ته ناست دی او زما پیروان ... د ښکلو موټرو او ډېرو ډېرو شتو خاوندان دي ... پام کوه چې ونه ښویږې ګنی بیا به ارمان کوې ... وخت به درنه تېر وي.

زړه: ”په زړه انداز“ دا هوسناک سر د مادیت ایجنټ او بړیڅی دی ... د ده د پیروانو ژوند ډېر لنډ وي او ما د حاتم طایی ... د زیدی د سخی ارسلاخان او د سوات د شاهپور د سخي سرورخان او سخي بازیرخان نومونه لا تراوسه ژوندي، درانه او خوندي ساتلي دي ... د ده له خبرو د سرمایه دارانه ذهنیت بوی خیژي او زما د ترحم جذبې او د روادارۍ احساس انسان ته د مساواتو عظیم نعمت وربخښلی دی ... ګوره چې د مغزو خبرې وانه وری دی تاله نیکۍ اوخیر نه لرې باسي.

سر: ‍”په زوړ انداز“ زړه په هیڅ هم نه پوهېږي او زما په غیږ کې جمال الدین افغان، اقبال او حمید، حمزه، رحمان، خوشحال، الفت، حافظ، ارستو، سقراط، ګویتی، شیکسپیر،شیدا خټک، ټیګور لوی شوي دي ... او هم زه ... د دوی د فلسفې او اشعارو روح روان یم ... ولې د نړۍ تباه کوونکی خونړی او وحشتناک قوتونه هم د دې زړه د لاس غونډاری پاته شوی دی ...

زړه: ”په زوړ انداز“ تر څو چې زه د فلسفې د لارې لیټ او د شاعر د احساس څوب یم تر هغې دا دواړه د انسان د عظمت او لویۍ ترانې وایی خو چې زما له لاسه ووځي او یوازې د سر پر سترګو روان شي ... نو بیا (قهقه) عقل د سالار د جنګ نقشه او شعر د سپاهی په شونډو د وحتش یوه خونړۍ ترانه شي ...

”د عسکري مهماتو او عسکرو حرکت“
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
وینې تویول غواړو سور اوربلول غواړو خونې ورانول غواړو
نور تباه کول غواړو
مونږ زړوریو زاړه څه چې ماشومان وژنو کونډې یتمان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
مونږه جنګیالي ځوانان مونږه توریالي ځوانان تل یو بریالي ځوانان
مونږ یو د میدان زمریان
سترګې موسرې شوي د پردو سره خپلوان وژنو مونږ زاړه ځوانان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
ځو د غلیم کور لوټو دغه کور په زور لوټو کور لاڅه چې ګور لوټو
اوس یې پسې نور لوټو
مونږ د وحشت په نشته مست یو انسانان وژنو وروڼه عزیزان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو

”د جنګ ترانه، یوه دقیقه د جنګ د منظر ډزې او په مخه زګیوری اول په زوره او بیا ورو وروو چې په همدې پس منظر کې سر په وارخطايي ډول خپلې خبرې جاري ساتي“

سر: ”د ډزو د اواز په پس منظر کې په وارخطايي“ د زړه خبرې یوه تشه جذباتي پروپاګنده ده ... دی لکه دچندخ د ګوګل په څا کې لوی شوی دی ...
دی ړوند دی د جذباتو ړوند ... چې زه ورسره نه یم نو یو پل تګ هم ورته د همالیه او هندوکش سرکول ښکاري ... او زه د جزلایتجزا د کلیی جوړونکی او هم زه یې ماتوونکی یم ما انسان ته د سیانسی نعمتونو بې بها سوغات وربخښلی دی او هم زه د ایټم او هایدروجن د عظیم طاقت کشاف او خالق یم ...پام کوه چې د زړه خبرې وانه ورې ... دی په ګټلو نه پوهېږي ولې څټلو ته یې شین زمری دی ... د ده پرې څه ځي ... که ځوریږم خو زه ځوریږم ... ده له یې څه ... دی خو لکه د ټاکری د شیخانو د پردو سنډاګانو خیرات کولو ته تیار ناست دی - اوری که نه ... په خلاصو غوږونو واوره ... پام کوه .. خبردار ... چې د خپلو وینو خولو محصول او ګټه د نورو له سره لوګی نه کړې ...

زړه: ”په دروند غږ“ دا په خپله اواره ګردۍ او ایله ګشتۍ نازیدونکی دا چې په اټوم او هایدروجن ویاړي ... دا د ساینس کشاف او د ګټی خاوند سر، زما په عظمت او لوی سترګې پټوي ... دی لکه د ښاپیرک د حقیقت لمر هم نه ویني ...
زه زړه یم ... د انسانی شرف او فضلیت کور ... زه د انسان د پاره مینه محبت او درد پالم ... زه د قربانۍ جذبی او د عزت النفس احساس ته پرورش او وده ورکوم ... هم زما له ژورو نه د امن پیغام راوځی، هم زه یم چې یو انسان د انسانیت د خیر د پاره سر ښندلو ته اماده کوم ... او هم زه د امن او انسانی ښیګڼې بنیادي عناصر رحم او عاطفه پالم ... زه منم چې دی د ساینس کشاف او د توپ، ټانک او وسلو موجددیو ولی که زه نه وای نو تراوسه به د جنګ لمبې همداسې پسې بلې او ژب غړاندی پاتی وای.

”د بمبارۍ ریکارډ په پس منظر کې“
زړه: ودی لیدې د سر، کارنامې او ... دا یې لاڅه کوې دا د اټم مخترع دا د مادې هوس په نیلی سپور سر چې د اټم په ایجاد دومره ویاړی او فخر کوی ... هم ده په تېر لوی جنګ کې د ۲۲ ملیونو انسانانو ۷۵ ملیونو کیلو وینې توی کړې او که چیرې ماد ده واګي نه وای راټینګې کړې نو نن به دنیا ذرې ذرې لکه د هیروشیما او ناګساکی د حال په ژبه د خپلې بربادۍ داسې ویر ژړلی ... (د اتوم بم د اواز او د خلکو د چیغو او فریادونو په پس منظر کې)

زړه: ولې دا زمه ومه ... چې زه د انسان په رګ رګ کې له جنګ نه ویره او کرکه شوم هم دا زه وم چې د انسانی وحشت د حوصلې تانګونه مې پرې کړل ... او یو ځل بیا د انسانیت په شونډو د مینې او امن یوه خوږه ترانه شوم.
د امن ترانه.
”ترانه د مارش د ترانې په پس منظر کې په جګ اواز باندې زړه خپله وینا جاری ساتی“
جوړه ورورولی زمونږ مونږه انسانان یو
خپله خپلولې زمونږ ټول بنیادمان یو

بس دی یو په بل تېری زیاتی ظلمونه نه کوو
نور جنګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو
نور جنګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو

بس دی یو په بل تیری زیاتی ظلمونه نه کوو
نور مونږ محبت کوو ژوند په اخوت کوو
مینه مروت کوو نه چې به وحشت کوو
پس له دې به مونږ خدایږو ناحق مرګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو
نور جنګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو
نور جنګونه نه کوو نور جنګونه نه کوو

بس دی یو په بل تیری زیاتی ظلمونه نه کوو
جوړه ورور ولی زمونږ مونږ انسانان یو
خپله خپلولی زمونږ ټول بنیادمان یو

زړه: او هم دا زه یمه چې هاغه اټم چې د هیروشیما او ناګاسکی د زرګونو انسانانو په وژلو یې انسانیت ته مخ تور شوی ؤ ما د مینې او محبت په اوبو ووینځه او اوس ورو په ورو په روڼ مخ د انسان ... د خیر او خدمت د پاره ... د اټم د برق په شکل هاغه برق چې صنعتی فابریکې چلوی ... زراعتی بندونه جوړوی ځمکې اوبه کوي ... ښارونه روښانه کوي او د انسان د سعادت د پاره غرونه سوري کوي ... میدان ته د راتللو هڅه او کوښښ کوي ..

(په ایټمی قوت د چلیدونکې برېښناکوټ اواز په پس منظر کې)
زړه: هم ما د انسان په رګ رګ کې د امن خواهش او د انسانی اخوت احساس پیدا کړ او هم زه د وسلو ورکولو او د مغزو د دې زهرژنو اختراعاتو او کشفیاتو د مخ نیوي د پاره د انسان په څېر لکه څړیکه کې یوه خوږه تلوسه او د وخت په شونډو د امن یو مؤثر دروند او خوږ اواز شوم ...

یو اواز: (په زوره باندې) د انسانی سعادت یو زرې بیدو او یوازنی ضامن

ګڼ خلک: (ګڼ خلک په زوره او جمعه سره) امن ... امن ... امن ... (خوږه موسیقی ورو ورو جګیږي او بیا ورو کښته کېږي چې په هم ې پس منظر کې)

زړه: ودې لیده زما عظمت او لویی ... که لا اوس هم پکې شک ګڼې ګوره زه انسان خدای ته نژدې کوم ... زما په لاره راشه ... د سرداد غرور نه ډکې حارصانه خبرې مه اوره ... د سر خبرې ده تل د خپلې تباهۍ اسباب په خپله برابر کړی ... دی تا د انسانی عالی هدف او منزل له لارې اړوی ته زما خبره واوره اسلمه ... زما خبره ... د مغزو خبرې مه اوره ... دی له تا قارون جوړول غواړي او زه ستا نه سخی حاتم کای جوړوم او تا د انسانیت معراج ته دې رسول غواړم ... دا لغړ وږی او مصیبت ځپلی هم ستا وروڼه دي ... په تا حق لري.
د قارونی ذهنیت دا بې خونده خبرې مه منه دا د مادیت درس دی ... راشه لږ معنوی خوند هم واخله ... دا خوند د خلکو په خدمت، محبت، خواخوږۍ او د نورو د پاره په قربانۍ کې دی، ځه ورمخکې شه په ویاړه اراده او پاک نیت دا پنځه زره افغانۍ په بیړه سرې میاشتې ته وسپاره تر څو چې د رحمت پرښتې ستا نوم د خدای د غوره بندګانو او مورخین د انسانیت او د وطن دوستانو په پاڼه کې ښکل او ثبت کړی شاباس زر هله زر ...

”د موزیک غږ مهیج کېږي“
سر – ګوره زه ستا سر یم ... تا ته به ښه لیار ښیم پام چې روپۍ ورنکړې ...
زړه – زر هله زر چې پر شا را نشې ...
سر – پام خبر دار ...
زړه – شابه هله زر ...
سر – ګوره چې خراب به شې تاواني به شې ...
زړه – خی راو برکت به دې په نصیب شي ...
سر – هسی غولوی دی .. دا زړه ټګ دی پیسې درنه اخلي ...
زړه – زه دې د ګټې ابدي ګټې او خیر پلو بیایم – زر هله زر ... اسلمه زر کوه ... فیصله وکړه ... او د خیر او برکت خاوند شه ...
اسلم – (د ځان سره) زما فیصله ... زما فیصله هم دا ده چې زه هو! زه د زړه خبره منم ... د ضمیر خبره ... هو! ... د ضمیر چې د خدای کور دی.
زړه – (د خوښۍ نه په ډک غږ) شاباس افرین مور دې کښینی او داسې زوی دې راوړي .. لکه ته.
ته نن د خپل ضمیر په امتحان کې پوره وختی ... نن دې د سړی توب پوزه کښیښوده نن تا د انسانی شرف پت وساته او د اشرفالمخلوقات د لوړ ویاړ او فخر حق دې پر ځای کړ ... شاباس، افرین، افرین ژوندی دی وي ضمیر تل دې وی ضمیر تل دی وي انسانی اخوت او کرامت ... همیشه دې وی امن او سعادت ..

ډیره خوږه او پسته موسیقی د نیمې دقیقې د پاره پورته او بیا ورو ورو کښته کېږي


یادونه: دا لیکنه د ارواښاد استاد عبدالروف ”بېنوا“ له کتاب اوسنی لیکوال له درم ټوک ۱۳۴۶ نه اخستی شویده.
*****








No comments: