Aug 11, 2008

مینه او ژوند ....لیکوال رحیم الله بشارت

نوم: د (چم،كلى) په لړۍ کې ، مینه او ژندن
موضوع: ټولنيزه ډرامه
لیکوال : رحیم الله بشارت
نوټ: دا ډرامه دیوې داسې کورنۍ کیسه کوي چې یوه نا واده کړې ننګور یې ناروغه ده او په ناروغتیایې ګومان کېږي چې سرطان به وي. دکورنۍ مشران (مور او پلار ) وايي چې ناروغه ننګور کورته نشي راوستلی. او د دوی ځوی چې دناروغې جینۍ مېړه دی وايي چې که دمېرمن یې یوه ورځ ژوند هم پاتې همدایوه ورځ به ددوی په کور کې تېروي.
داډرامه دافغانستان لپاره دمطبوعاتي ملاتړ او ملګرتیاټولنې MSPA لپاره لیکل شوې ده چې دې ادارې د پنځوو دولس دقیقه ییزو لړونو په بڼه دهېواد له نږدې ټولو سیمه ییزو او د افغانستان له راډیو نه خپره کړې ده.
لوبغاړي:
شغله
پلوشه
دپلوشي پلار
ډيوه
ډاكټر
احمدخان
سرداردخان
د ډرامې دپیل موسیقي
شغله: پلوشې لورې! دې ږلۍ ته ډېره خپه يم.

پلوشه: ولې ځان په زوره خپه كوې مورې…هرڅوك ناروغه كېږي…ښه به شي.

شغله: رنگ يې ډېر زېړوه…چې دابه څه ناروغي وي.

پلوشه: ماترې پوښتنه وكړه...ويل يې چې ګېډه يې درد وى…روغه به شي.

دپلوشې پلار: يه ښځې څه زړه ورته خورې…هرڅوك ناروغه كېږي…ږلۍ ننږور به دې هم څه ناروغتيا لري روغه به شي.

شغله: خو څنګه به روغه شي...په كلي كې روغتون نشته ډاكټر نشته...

پلار: پلار يې ماته وويل چې ښارته يې روغتون ته بيايي.

پلوشه: ښه...بيا خوښه ده چې ډاكټر ته يې بوځې مالومات به يې هم وشي...

شغله: مالومات يې لاڅه كوې...چې روغه شي...مونږ خو په واده پسې راغلي وو...مونږ ويل دواده نېټه به وټاكو.

پلوشه: هو دناروغتيا له امله مونېټه ونه ټاكله...؟

شغله: هو...نو....

پلار: زه خو وايم بيا تركلى نشو راتللاى...نېټه به اوس و ټاكو...

پلوشه: پلاره...چې وريندار مې ناروغه وي نو څنګه نېټه ټاكۍ.

پلار: لورې...خو لږه لرې نېټه به وټاكو...تر هغوبه ورته مونږ هم ځان برابركړو او وريندار به دې هم خداى روغه كړي.

شغله: نه سړيه...رنځوران كورته نشم بيولى...څرك ځوى ته به مې څه ځواب وركوم...چې رنځوره ښځه مې درله كورته راوسته.
پلار: يه ښځې...داسې خو هرڅوك ناروغه وى...دګيډى درد خو زمونږ په وطن كې په هر چا راځي...يو څو ګولۍ وخورېي او ښه شي.

شغله: تا دهغې رنګ ونه ليد...هغه سره سپينه ږلۍ داسې زېړه شوې ده لكه كوركمند.

پلار: يه ښځې...ولې په زړه كې شكونوته ځاى وركوې...ناس ناستى رابوي...دتن اوبه يې كيږى...او رنګ يې ورسره و چې ډاكټر ته لاړه او روغه شوه...دخيره ډېره زربه بيرته هماغسې سره سپينه شي.

پلوشه: رښتيا مورې...پلارمې هم ښه وايې...كه نېټه ورسره اوږده وټاكۍ ترهغې به روغه شوې وي...بيابه واده وكړئ.

شغله: هغه يې لا ډاكټر ته نده بيولى اوتاسو وايئ چې نېټه ورسره وټاكۍ روغه به شي...يوځل خو يې ډاكټر وويني چې څه ورته وايي.

(د دروازې ګرب)

ډيوه: اسلام عليكم.

پلوشه: لويه شې ډېوي.

شغله: ډيوې لورې ستړې مشې.

ډيوه: خداى دې وبخښه ترور.

دپلوشې پلا: بچۍ ستړې مشې.

ډيوه: خېر يوسې كاكا.

پلوشه: ډيوه راځه دلته دې توشك ته كينه.

ډيوه: ښه ښوونكې صيب...(دكيناستو افكت)

پلوشه: څنګه راغلې ډيوې...خېر خوبه وي.

ډيوه: هو...خېر دې...خو ږلۍ خور بى بى ناروغه وه...پلار يې ښارته بوتله.

پلوشه: ښارته يې بوتله...؟

ډيوه: هو...مورې ماته وويل چې خپلى ښوونكې ته دې ووايه چې خبر شي.

ډيوه: ښه داخو ډېرښه وشول چې ډاكټر ته يې بوځي.

دپلوشې پلار: مادرته نه ويل چې پلار يې ماته ويلي دي چې نن سبا كې يې روغتون بيايم.

شغله: ښه داخو ډېر ښه وشول چې ناروغي يې مالومه شي...چې څه ورپيښ شوي.

ډيوه: هغه ډېره ناروغه وه...ويل يې چې هر وخت يې كولمې درد كوي...دومره به ترې په تكليف وه چې هر وخت به يې ترې سمې چيغې وهلې.

دپلوشې پلار: ښه وشه چې بويې تلا...هغه به هم روغه شي او زمونږ له زړونو نه به هم شك ووځي.

(موسيقي راځي او پرده اوړي)

ږلۍ: (لكه دناوغ په شان ) سلام عليكم ډاكټر صيب.

ډاكټر: وعليكم السلام خورې...راځئ...دلته ته كينئ...(دكنياسو افكت) همدغه شان .

ږلۍ: (ستړى اوسيلى) وۍ خدايه.

احمدخان: ډاكټرصيب...لور مې ډېره ناروغه ده...تاسو يې وګورئ چې څه ناروغي لري...

ډاكټر: كاكا...زمادنده همدغه ده...ښه خورې څه تكليف لرې...

ږلۍ: خېټه مې خوږېږي...داكټر صيب...كلمې مې ډېر دردكوي..

ډاكټر: ښه به شې...خو درد دې څنګه دى ډېر درد كوي...

احمدخان: درونده غوندى درد دى ډېر درد نه كوي...په خېټه يې دروند درد وي.

ډاكټر: كاكا درد پدې دى كه په تا.

احمدخان: په لور مې دى...زه خو روغ يم.

ډاكټر: نه ته يې له درده څه خبر شوې...كاكا ناروغ تل پرېږدئ چې خپلې ناروغۍ پخپله ووايي.

ږلۍ: پلار مې ښه وايي...تېز درد نه دى...داسې يو دروند غوندې درد دى...ورسره نا ارامه يم...ځوروي مې.

ډاكټر: اونور څه...ګېډه دې ورسره خرابه وي...؟

ږلۍ: هو...ډاكټر صيب.

ډاكټر: څومره وخت كېږي چې دا ناروغي درته پيداشوې...؟

ږلۍ: داسى پنځه مياشتې به كېږي...

ډاكټر: كاكا...پدې پنځه مياشتو كې دې ډاكټر ته نده بيولې...

احمدخان: يوه مياشت مخكې مې يو ډاكټر ته بيولې وه خودهغې سره روغه نشوه.

ډاكټر: خوركۍ...دخواړو سره څنګه يې...زړه ته دې كېږي .

ږلۍ: نه ډاكټرصيب...هيڅ مې هم زړه ته نه كېږي.

ډاكټر: (راپاڅي) ښه نو تاسو همداسې پدې چپركټ وغزېږئ كه خوښه مو وې زه به مو خېټه يو ځل وګورم.

احمدخان: ولې نه له ډاكټره خو پردې نه كېږي...لورې...داسې څمله.

ږلۍ: ښه پلاره...(او څملي)

ډاكټر: كاكا...زه به دوى وګورم او بيابه درته څه ازموينى وليكم.

احمدخان: ډاكټر صيب ازموينې به چرته كوو.

ډاكټر: همدلته نژدې....زما ترڅنګ لابراتوار دى....

احمدخان: بيابه بيرته تاسو له راځو.

ډاكټر: اودا...دردكوي.

ږلۍ: هو...د ازموينو له كتو وروسته معلوميږي چې ناروغي يې څه ده.

(موسيقي راځي اوپرده اوړي)
(دبازار ګڼه كوڼه دموټرو غرار اوهارنونه)

احمدخان: لورې...هغه دى خسر دې هم راغى.

ږلۍ: كوم دى.

احمدخان: هغه دى زمونږ په لورې را روان دى.

سرداردخان: (دقدم افكت) احمدخانه...السلام عليكم.
احمدخان: وعليكم سردراخانه...پخېر راغلې.

ږلۍ: كاكا سلام عليكم.

سردار: اباده اوسې لورې...اوس څنګه يې.

ږلۍ: ښه يم.

احمدخان: ډاكټر راته معاينې ليكلې وې هغه مو وكړې...اوس بيا ورځو چې څه دراو درمل ورته وليكى.

سردار: كوم ډاكټرته.

احمدخان: دامخامخ درملتون چې دى...پدې كې يې دننه كتنځاى دى.

سردار: ښه...داخويو څه پيژنم...مونږ هم خپل ناروغان همده ته راولو...راځئ چې ورشو.
(دقدم افكت)

سردار: لورې...تكليف خو به دې ډېر نه وي.

ږلۍ: نه دومره ډېر هم نه دى.

احمدخان: ښه راځئ نو...(دروازه پرانيزي) لورې مخكې شه (دقدم افكت)

سردار: لورې ته همدغلته دښځو پدې انتظار خونه كې كېنه مونږ به ډاكټر ته دا كاغذونه وښيو...بياكه يې راغوښتې...رابه شې.

ږلۍ: سمه ده.

سردار: (دروازه پرانيزي) ډاكټر صيب سلام عليكم.

ډاكټر: وعليكم السلام...سردارخان كاكا...څنګه يې...

سردار: ښه يم....ډاكټر صيب...خير يوسې.

ډاكټر: راځئ كينۍ...(دكيناستلو افكت) ښه دكاكا سره پيژنې...

سردار: هو...احمدخان مې له دوستانو څخه دى.

ډاكټر: ښه...ډېرښه ده...كاكامعاينې مو وكړې.

احمدخان: هو...صيب...دادي...واخلئ داكاغذونه...

ډاكټر: ښه...راكۍ (دكاغذ د اخستلو افكت) ښه...(له ځان سره غلي عوندې وايى)
Some undigested food was found a.......آء.....a meoplaste mass آء....ښه....آء.…….occult blood….آه......ښه دا بل

احمدخان: ډاكټر صيب...څنګه دى...كومه بده خبره خوبه نه وي.

ډاكټر: كاكا...داناروغۍ انسان له پيدادي...خو خېر...ډېره د انديښنې وړ خبره نشته...

سردار: ولې ډاكټر صيب...څه خبره ده.

ډاكټر: كاكا...اوس طب ډېر پرمخ تللى...د ډېرو نارغيو دراو كېږي.

احمدخان: ښه ډاكټر...كومه ناروغي ده.

ډاكټر: ناروغي يې يوڅه دغه ده...خوښه خبره داده چې په وخت مو راورسوله. اوپرې پوهه شو...اوس به خداى خيركړي.

سردار: ډاكټرصيب...لږ خو موپوه كړه چې څه ناروغي لري...

ډاكټر: زه ورته يو څه درمل ليكم...خو دنورو معاينو لپاره يې مركز ته بوځئ.

احمدخان: مركز ته...؟

ډاكټر: هو...كوم لوى روغتون ته...اوځينې داسې معاينې شته چې دلته پدې ښار كې نه كېږي.

سردار: ډاكټر صيب...نولږ خومو پوه كړه چې ناروغي يې څه ده .

ډاكټر: دناروغي يې سمه له نورو ازموينو وروسته معلوميداى شى .

احمد خان: (په وارخطايي) خداى مه كړه چرته سرطان خوبه يې نه وي

ډاكټر: دهمدې لپاره مو ښارته لېږم چې شكونه لرې كړو

(موسيقى دوارخطايي يو كړنګ)

احمدخان: (يو ستړى اوسيلى) سردارخانه....نو تاسو كورته لاړشئ او مونږ درنه ښارته روان شو.

ډاكټر: هوپدې ازموينو بيړه وكړئ

(موسيقي راځي او د ډرامې دا برخه پاى ته رسيږي)

دوهمه برخه
لوبغاړي
وړانګه
څرك
شغله
دڅرك پلار
پلوشه
زرغونه
لونګ (يو شل كلن هلك)

(دډرامې د پيل موسيقي)

وړانګه: وروره....پدې سره دبي كې څه شى دي...؟

څرك: ته يې پخپله وګوره...

وړانګه: داخو ګوته ده...دسروزرو ده.

څرك: هو...دسروزرو ده.

وړانګه: (په خوښۍ) مورې څرك لالامې وريندار له څومره ښايسته ګوته راوړې.

شغله: ته راكه....زه يې ووينم.

وړانګه: نه مورې زما په لاس كې يې ووينه...وګوره...څومره ځلېږي...دږلۍ وريندار په سپينو نرو ګوتو به څومره ښايسته ښكاري.

شغله: (په خندا) ته راكه ليونۍ...چې په ورور او وريندار سمه مړه يې...

وړانګه: نه مورې نه يې دركوم...دخپلې خوږې وريندار مې ده...زه يې ورله ساتم.

شغله: (په خندا) كه ستا وريندار ده...زماننږور ده...چې ته يې وينې نو زه به يې ولې نه وينم....؟

وړانګه: مورې وې وينه....خو بيرته يې راكړه چې په ډبي كې يې كېږدم....چې سوچه پاتې شي.

څرك: يه وړانګې ساده ګلې په كومو ټالو زانګې....سره زر خو وي سوچه.

وړانګه: لالاجانه....قربان له تانه...ته څه خبريې چې ناوو له څوك جوټه ګاڼې نه وړي...سوچه يې ساتي...

څرك: خورې...ږلۍ درته ډېره ګرانه ده.

وړانګه: (په خندا) دومره ډېره خو راته ګرانه هم نده.

شغله: دا څه وايې...نده درته ګرانه.

وړانګه: (په خندا) لالا ته به مې ګرانه وي زه يې څه كوم...چې ځانته يې ګرانوم.

څرك: ښه رښتيا ووايه څومره درته ګرانه ده...؟

وړانګه: همدومره لكه څرك لالا چې مې راته ګران دى.

شغله: ليونۍ...زه دې حېرانه كړم...چې خورته...او د ورور ميرمن دې نه وي ګرانه... داسې كله كېږي...ماته خو مې خپلى وريندار يانې له ځانه هم خوږې وې.

وړانګه: (په خندا) خو ماته له ځانه نه دي خوږي...دلالا هومره راته خوږې دي.

څرك: او زه درته څومره ګران يم.

وړانګه: همدومره لكه خورته چې ورور ګران وي.

څرك: خورته ورور څومره ګران وي.

وړانګه: دومره چې هر وخت د ورور د واده ارمان كوي.

څرك: ښا....(په خندا) نوته هم دا ارمان كوې.
شغله: (په خندا) پدغه ارمان خويې زمونږ غوږونه وخوړل...سهار او ماښام يې همدا خبره وي چې د لالا واده به مې كله وي.

وړانګه: خو مورې لكه چې نورمې دخېره دغه ارمان پوره كېدونكى دى.

شغله: هو...دخېره...(دكلادلويې دروازې ګرب) هغه دى پلار دى راغى (دټولو دپاڅېدلو افكت او ورپسې)

وړانګه: پلاره ستړى مشې.

پلار: ښاده شې لورې.

څرك: دا داپه خېر راغلې.

پلار: نيك مرغه شې.

شغله: دڅرك پلاره ستړى مشې.

پلار: خداى دې وبخښه.

شغله: وړانگې...پلارته دې لږې اوبه راوړه....مزل يې كړى تږى به وي.

څرك: پلاره خېر خودى...څنګه ستړى مالومېږې.....؟

پلار: هو...خېر دى...خو مزل سړى ستړى كوي.

شغله: ږلۍ څنګه وه...؟

پلار: ښه وه..
شغله: ډاكټر ورته څه وويل چې څه ناروغه ده

پلار: ډاكټر هم شكمنې خبرې كولى ډاډه نه وه...لوى روغتون ته يې ولېږل (د وار خطايې يو كړنګ)

شغله: وۍ خدايه خېر راپېښ كړې...چرته په كوم لوى مصيبت اخته نشو.

پلار: بس له خداي خېر غواړئ دعا ورته كوئ.

شغله: تاله ډاكټر نه ونه پوښتل چې څه شك پرې لرې.

پلار: ګومان كوم چې هغه پرې دسرطان شك لرلو (د وارخطاكولو يو كړنګ)

شغله: دسرطان...؟

(موسييقي راځي او پرده اوړي)

زرغونه: پلوشې خورې...خداى دې وكړي چې سرطان نه وي.

پلوشه: هو...زرغونې خورې...ږلۍ پيغله جينۍ ده...او ورور به مې هم ورپسې مړشي.

زرغونه: خداى دې خېركړي...لا تراوسه خو خبره په شك كې ده.

پلوشه: هو...په شك كې ده...ډاكټر هم ورته شكمنه خبره كړې ده.

زرغونه: زمونږه يوبله خپلوانه وه...چې په هغې هم ډاكټر همداسې څه شك كړى و، خو...چې نورې ازموينې يې وكړې...بيايې بله ناروغي وه.

پلوشه: خداى دې خېركړي...خورې دعاورته كوئ چې دغه بده ناروغي نه وي...كنه خداى مه كړه يواځې وريندار به له لاسه نه وركوم...له وروره به مې هم ژوند پاتې شي.

زرغونه: ورور دې پرې ډېر خپه كېږي.

پلوشه: هو...مور مې دومره انديښمنه وه...چې ويل يې څرك يې له ناروغۍ نشم خبرولى.

زرغونه: هغه به دواده په تمه و.

پلوشه: هو...مونږ ټولو غوښتل چې واده وكړو...مور اوپلار مې هم دواده نېټې ټاكلوله راغلي وو.

زرغونه: نوبيا مو نېټه دږلۍ دناروغتيا له امله ونه ټاكله.

پلوشه: هو...مونږ ويل چې لږه روغه شي...خو د خداى له كړو څه خبرو.

زرغونه: ځه...ښه ده چې نېټه مو نده ټاكلې...كنه اوس به موڅه كول.

پلوشه: خورې...نواوس څه وكړو.

زرغونه: خورې...خداى دې وكړي چې روغه شي...خوكه خداى مه كړه رښتيا يې دغه ناروغي وي...نو په واده به يې څه وكړئ.

پلوشه: نه پوهېږم...چې څه به كوو...پدې به مې مور او پلار پوهېږي...خوماته مې د ورور مالومات شته چې ډېر به خپه وي.

زرغونه: زه د ږلۍ دوى كورته هم ورغلې ووم...د ږلۍ پوښتنې ته...ماويل ږلۍ نشته خو مور ته به يې څه ډاډ وركړم.

پلوشه: دهغې خواركۍ څه حال و.

زرغونه: بس هغه هم همدغسې خپه وه...دا څومره ګرانه ده...چې دچاپيغله په واده ولاړه لور دې پداسې بدې ناروغۍ اخته شي.

پلوشه: هو...دا وړوكى غم نه دى.

زرغونه: موريې ډېر ژړل...پلوشې خورې كله ته هم ورشه لږ ډاډ به وركړې.

پلوشه: ولې نه...زرځله به ورشم...خو زما په ډاډ به څه وشي.

زرغونه: مور يې ورله واده له ډېر شيان ګنډلي وو...بړستنې توشكونه او نور شيان...دومره خپه وه...چې په ژړا، ژړايې ټول ماله راواخستل ويل يې چې كه خداى مه كړه په لوريې څه وشي نو پدې به څه كوي...؟

پلوشه: هو...دغه ټول شيان د ژوند لپاره دي او چې ژوندنه وي نوڅه پرې

زرغونه: ته ډېره مه خپه كيږه...په ګډه به ورته دعا كوو...اوكه وس دې كېږي....لږ ختم، او څه صدقه وركړه چې خداى وكړي...ناروغي يې اسانه شي.

پلوشه: ولې نه...مونږ په ښوونځي كې هر سهار ماشومان يوځاى ودروو تلاوت پرې كوو...لمونځ كليمى او نورې ديني لارښوونې ورته كوو...اوداڅو سهاره له خپلو زده كوونكوغواړم چې د وريندار په هكله مې دعا وكړي.

(موسيقي راځي او پرده اوړي)
څرك: (په خپګان) لونګه وروره: دعا راته كوه...خداى مه كړه كه په ميرمن مې څه وشى نو ګڼه چې ورور دې هم نور له ژونده لاس وينځي.

لونګ: څركه! ژوند په حوصله كېږي...زما زړه ته نه لوېږي چې د وريندار ناروغي دې دغومره د انديښنې وړ وي.

څرك: (په ژړغونې خندا) پوهېږې دا زړه مې راته څه وايي.

لونګ: څه درته وايي...؟

څرك: داچې ږلۍ رانه ناروغي نشي بيلولى...هغه زماده او كه خداى كول زما به وي.

لونګ: څركه...څومره وخت كېږي چې زه اوته سره كينو پاڅو...

څرك: له لسو كالو ډېر وشول.

لونګ: په تيرو لسو كالو كې چې هر وخت تاته ياماته كومه ستونزه راپېښه شوې....زما زړه يو ترك غوندې كړى...خو داځل مې زړه ډاډه دى...اوځكه فكر كوم چې كه خداى كول داسې څه به نه پېښېږي چې خداى مه كړه ...ستا ژوند ته زيان ورسوي.

څرك: خداى دې وكړي...چې ستاخبره سمه وي...خوكه دږلۍ رښتيا هم سرطان وي نو بيابه څه كوو...؟

لونګ: داسې مه وايه څركه...پوهېږم چې تاته به د ږلۍ وريندار نه پرته ژوند ډېرګران وي.

څرك: خو كه خداى مه كړه وي نوبيا...؟

لونګ: دغه داسې ناروغي ده چې له ډاكټر مې اورېدلې تراوسه يې داسې د ډاډ وړ درمل نشته چې پرې روغه شي.

څرك: نو څه ډول درمل يې شته.

لونګ: زما ملګري ډاكټر ويل چې پدې كې هم ډولونه دى او هر ډول يې بيا پړاونه لري.

څرك: نو يو ډول يې هم نه ښه كېږي...؟

لونګ: هغه ډېره د ډاډ وړ خبره نه كوله...او روښانه يې هم نه ويل چې دكوم يې دارو كېږي او دكوم نه...خو ويل يې چې ځينې ناروغان په درو، درملو تر اوږده مهاله ژوندي پاتې كيداى شي.

څرك: تراوږده مهاله...؟

لونګ: هو...دكال د وو اوياله دې هم د لږ څه ډېر وخت لپاره.

څرك: نو لونګه...بيا خو داسې كوم چې...(ټكنى كېږي) (ستړى اوسېلى) خدايه نه پوهېږم څه وكړم.

لونګ: څه دې ويل...؟

څرك: خو دابه ښه وي...ډېره بده خوبه نه وي...؟

لونګ: څركه...په كلاره...څه خبره چې وي لومړى مې پوه كړه...چې په څه فكر كوې.

څرك: لونګه...وايم كه هرڅه وي...كه يوه ورځ هم ژوندي يو...دغه يوه ورځ به په ګډه تېروو.
لونګ: يانې غواړې واده وكړې...؟

څرك: هو...خوته څه فكر كوې.

لونګ: دڅه په هكله...؟

څرك: پدې هكله چې ږلۍ به خپله څه فكر كوي...داسې خوبه نه وايي چې زه په څه اخته يم اوته رانه څه غواړې...؟

لونګ: (په فكرمندۍ) نه داسې فكر خوبه نه كوي...ځكه چې دهغې به هم همداهيله وي...څنګه چې ته غواړې دهغې سره ګډ ژوندوكړي...كيداى شي هغه هم همداهيله ولرى خو ...

څرك: نوبيا پكې خو څه ده...؟

لونګ: دا خويې ډېر اړخونه لري...؟

څرك: داچې دهغې كورنۍ به ددې اجازه رانه كړي...

لونګ: هغه ناروغه ده...كېداى شي مور اوپلار يې هم ونه غواړي چې رنځوره لور واده كړي....خو دا لويه ستونزه نده.

څرك: ته څه وايې چې دهغې كورنۍ به واده ته غاړه كېږدي.

لونګ: كه ناروغي يې لږه اوږده وي...نوهغوى به غاړه كېږدي.

څرك: نوبياپكې ستونزه څه ده...زه خو په هرحال غواړم چې د ژوند څوشيبې په ګډه تېرې كړو...يو بل ته وژاړو...په خپلو هيلو پسې وخاندو...خپل اوږده، اوږده فكرونه يو بل ته ووايو.

لونګ: ستونزه داده چې دابه درسره ستامور او پلار ونه مني.

څرك: زما مور او پلار...

لونګ: هو....ستا مور او پلار....

څرك: نوبيازه دا اوس ځم اودهغوى سره خبرې كوم.

لونګ: ...مور اوپلار سره اود واده په هكله خبرې...

څرك: هو....پوهېږم چې دودنه دى...دحيانه مونږ داسې نه كوو...خو ځينې وختونه دوديز نه وي...او ځينې څه داسې وي چې قرباني غواړي...زه به خامخا دهغوى سره خبرې كوم.
(د ډرامې د پاى موسيقي)

دریمه برخه
لوبغاړي:
څرك
شغله
وړانګه
سردارخان
احمدخان
زرڅانګه
ږلۍ

(دډرامې دپيل موسيقي)

څرك: مورې...همدا زما وروستۍ خبرده ده..

شغله: ځويه...لږ صبر خو وكړه چې مالومه شي ناروغي يې څه ده...روغه به شي اوكه خداى مه كړه..

څرك: (پداسې خندا چې سترګوله يې اوښكي راځي او يو ستړى اوسيلى كوي) مورې! وايي...د ژوند په هره ساه كې مرګ پنهان...دا څه مالومه ده چې هغه مخكې مري او كه ځه...؟

شغله: وۍ...ځويه داڅه وايې...خداى دې درباندې توده سيلۍ هم نه رالوزوي...

وړانګه: (په خپګان او بېزارۍ) لالا داسې خبرې مه كوه...وريندار به خداى روغه كړي.

څرك: مورې...كه دهغې يوه ورځ ژوند هم پاتې وي...هغه يوه ورځ به هم په همدې كوركې تېروي.

شغله: ځويه...لومړى دې خداى هغه روغه كړي...خو انسان مرګ له پيدادى ....

څرك: مورې...داسې مه وايه...انسان مرګ له نه دى...ژوند له پيدا دى...چې كله مري مرګ له ورځي...ژوند له مرګ نه مخكې دى...او زه هم غواړم چې له مرګه مخكې ژوند وكړم.

وړانګه: مورې...لالامې رښتيا وايي...واده به ورله وكړو...خداى مهربانه دى....خداى به يې روغه كړي.

شغله: غلې شه...په تا چاخبرې كړي.
څرك: مورې...غوسه كېږه مه...خو درته ومې ويل دامې وروستۍ خبره ده...كه ږلۍ ژوند كوي هم په همدې كوركې به يې كوي...اوكه مري هم دلته به مري.

شغله: دهغې مور اوپلار به درسره داومني...چې ناروغه لور در واده كړي.

څرك: خامخا به يې مني...ځكه چې هغوى به نه غواړي چې له ږلۍ نه مخكې زه مړشم.

شغله: هغوى تا څه كوي...كه مرې كه پاتې كېږې.

څرك: هغوى زماخواښې او خسر دى خواښې اوخسرخو دموراوخو دپلار ځاى لري.

وړانګه: مورې...هغوى خومې په لالا ډېر خپه كېږي.

شغله: (په غوسه) په لالا دې ډېر خپه كېږي...خو دخپلې لور دپاره...چې لور يې نه وي...نو بيادې په لالا څه كوي.

څرك: اوس خويې لورشته...اوس خوبه راباندې خپه كېږي.

شغله: وايم نه يې دركوي...دسرطان ناروغه چې ډېر ژوندى وي خويو څومياشتې ...ديوڅو مياشتو لپاره نه څوك خپله لور واده كوي اونه څوك خپل ځوى ته واده كوي.

څرك: مورې...مادرته وويل چې چا دمرګ مرۍ په غاړه كړې...چې نه به مري... مياشتې اوكلونه پرېږده...چې ديوې شېبې څوك ډاډ وركولى شي چې زه به ژوندى يم.

شغله: ځويه له تانه قربان شم...ولې ځان هم خپه كوې اومونږه هم.... داسې به وكړو چې يو څو مياشتې به صبر وكړو...دږلۍ دناروغۍ به هم مالومات وشي اوهيله خداى ته صبر ښه وي.

څرك: مورې يوه ورځ هم صبر نشم كولى.

شغله: نو څه كوې...؟

څرك: ژه ژوند غواړم..

شغله: اوس ژوندى نه يې...؟

څرك: نه دا لاڅه ژونددى...دسوځېدو ژوند...هره ساه راته دژوند وروستۍ ساه ده.

وړانګه: (په ژړاكېږي) مورې...ولې مې وروركړوئ....واده ورته وكړئ چې داپرې خوشحاله دى...نوته پرې ولې خپه يې.

شغله: (په غوسه) داپه خپله ښه، بده څه پوهېږي...زه به ناروغه ننږور را ودووم... داخلك به څه وايي.....؟

وړانګه: پدې كې دخلكو څه كار دى...؟

شغله: خلك د نورو په كارونو كې خامخا كار لري.

څرك: دخلكو يې زماله واده سره څه.

شغله: نو پلار به دې ومني څه.

څرك: پلاربه مې ولې نه مني.
شغله: دڅو ورځو دپاره به څوك دومره خرڅ كوى.

څرك: پوهېدم چې ستاسو سره همدغه دخرڅ فكر دى....چې خرڅ پرې ونشي.

(موسيقي راځي او پرده اوړي)

احمدخان: كه هر څومره خرڅ پرې وشي كېږي به...خوخداى دې وكړي چې دغه بدمرغه ناروغي نه وي.

زرڅانګه: نو ډاكټر څه ويل.

احمدخان: هغه ډاكټر هم ورته څه ازموينې وليكلې...يوې ازموينې وخت غوښتو... نوماوويل ږلۍ به كورته ورسووم زه به ازموينو پسې بيا راشم.

زرڅانګه: خدايه...ته خوپرې خپل رحم وكړې...ځوانه، جانه لور مې ده....په واده ولاړه ...رښتيا سړيه...كه خداى مه كړه ناروغي يې سخته وي....نو د واده سره به يې څه كوو....؟

احمدخان: ته يې دواده غم اخستې يې...دروغتيا غم يې كوه...خداى دې روغه كړي...دواده سره به يې څه كوو.

زرڅانګه: هسې مې ويل...له سرطان نه خو بېرته روغېدل ګران دى كنه.

احمدخان: خداى دې نه كړي چې سرطان وي...هغه ډاكټر ويل چې دى اوس هيڅ نشي ويلى.

زرڅانګه: اونور يې څه ويل.

احمدخان: ويل يې چې د څو ناروغو نښې همدغه ډول دي.

زرڅانګه: نو بيا ددې مالومات څنګه كېږي.

احمدخان: يه ښځې...خو درته ومې ويل...چې له ازموينې وروسته

زرڅانګه: دږلۍ پلاره ...دى واده ته مې ورله ډېره سودا ده.

احمدخان: درته وايم د روغتيا سوال يې كوه.

زرڅانګه: ما خو اورېدلي كه خداى مه كړه دچا دغه ناروغي هم وي...څوكاله يې دارو، درمل كېږي.

احمدخان: يه ښځې...څوك ناروغي ښځې خپلو كورونو ته نه بيايي....څرك به كله دې ته جوړشي چې ناروغه ښځه كورته بوځي او سردارخان به كله دې خرڅ ته غاړه كېږدي.

زرڅانګه: څه خرڅ كېږي...ولور به ترې مونږ نه غواړو.

احمدخان: له ولوره يې تېر...بياهم يوڅه خرڅ خو كېږي.

زرڅانګه: (په ژړا) ګنې ږلۍ به نه واده كېږي.

احمدخان: ښځې صبر كوه...او د روغتيا دعايې كوه...مونږ په كومو فكرونو كې ډوب يو...اوته كومې ببولالې غږوې.

زرڅانګه: (په ژړا) نوڅه وكړم.

احمدخان: همدغه ژړا وكړه ...(پاڅېږي)
زرڅانګه: (په ژړا) نو ته چرته ځې چې پاڅېدې.

احمدخان: زه به لاړشم...په پټو به لږ وګرځم...(په خپګان ) نو زه څه وكړم زما هم لورده ...همدغسې پرې زما هم زړه خوږېږي...خوله پېښې خوتېښته نشته...(د در وازې ګړب) هغه ده لور دې هم راغله...ژاړه مه...هسې يې مه خپه كوه....تاسو دواړه كېنئ او زه به درنه لاړشم...(د در وازې او قدم افكت)

ږلۍ: (دمور ترڅنګ كيني) مورې...ولې ژاړې.

زرڅانګه: هسې لورې...دا شېطان كافر مې زړه ته سل اندېښنې راچوي.

ږلۍ: اندېښنى مه كوه مورې...ته صبر...چې زه دې اوښكې په خپل پلو پاكې كړم.

زرڅانګه: له پلوه دې ځارشم لورې..(او ژاړي)

ږلۍ: څه انديښنې كوې مورې...څه چې دخداى خوښه وى په هغې به خوښ اوسو.

زرڅانګه: بې شكه چې خداى لوى ذات دى خو...داپلار دې هم ما كړوي.

ږلۍ: ولې دې كړوي...څه يې درته ويل.

زرڅانګه: ويل يې څرك به اوس واده ته تيارنشي.

ږلۍ: مورې...د هغوى غم مه كوه...څنګه چې ته خپه يې داسې په هغوى هم خپه وي.

(موسيقي راځي او پرده اوړي)

سردارخان: اوس زمونږ اودهغوى خوښئ او خپګانونه سره يودي ما هم ډېر فكرونه وكړل...خوكومه پرېكړه مې ونشوه كړاى...كه مونږ ځواب وركړو...د احمدخان كورنۍ به پسې لاخپه شي.

شغله: نو زمونږ سره خوهم بله لار نشته...څه به وكړو...رنځوره ښځه خوكورته نشو راوستلاى.

سردارخان: نوڅه فكر كوې چې څه وكړو...؟

شغله: نور به څه وكړو...خو ځواب به وركړو...ورته ووايه چې مونږ دې ته تيارنه يو چې ږلۍ واده كړو.

وړانګه: مورې نوڅرك لالا به دا مني.

شغله: ته په خبروكې مه رالوېږه...چې چانه وې ګړولې خبرې مه كوه.

سردارخان: خو وړانګه ښه وايي...څرك به دې ته غاړه كېږدي.

شغله: (لږ په ارام اودچل غوندې) يه سړيه...څرك خو هلك دى په خپل ښه اوبد څه پوهېږي ...اوس خو دغه خبرې كوي...خو تمه يې پرې كړه...چې هغه خواركى هم لږه په خوشحالۍ ساه واخلي...او ږلۍ خو هسې هم د روغېدو نه ده...خداى مه كړه چې سباخپه كېږي دهغې نه نن خپه ښه دى.

سردارخان: ښځې زه خو وايم يوځل به ترې بيا پوښتنه وكړو...چې څه وايي...؟

شغله: له هغه نه لا څله پوښتنه كوې...په خپل بچي دچابده پيرزو كېږي...مونږ چې ژاړو خوهم دهغه لپاره.

وړانګه: مورې...يو ځل دلالا نه پوښتنه وكړئ...بياچې هره پرېكړه كوئ...بياستاسو كاردى.

شغله: درته وايم غلې شه...لالا دې له پلاره ښه نه پوهېږي وړوكى هلك دى...ښه او بد څه پيژني.

سردارخان: نوبيابه داسې وكړو چې يو څو ورځې به صبروكړو چې د ږلۍ ناروغي سمه مالومه شي.

شغله: ناروغي خويې مالومه ده...ډاكټر چې لوى روغتون ته لېږله خو ښكاره خبره ده چې سرطان ده.

وړانګه: نوبيا صبرولې نه كوئ.

شغله: په صبر، صبرنه پوهېږم...زه مې نورخپل نازولى ځوى...په بې ځايه انديښنوكې ډوب نشم ساتلى.

سردارخان: يه ښځې...نوكه دغه نازولى ځوى دې خپله ځان له دغو انديښنو نه خلاصوي...نو مونږ به يې ترې څه خلاص كړو.

شغله: دڅرك پلاره....ته هم عجيبه خبرې كوې...درته ومې ويل...كه هغه نه پوهېږي نوته خوپوهېږي...زه خو پوهېږم څرك به ځان په سيند لاهو كوي نومونږ به ورته ګورو...

وړانګه: مورې زه هم درته وايم چې لومړى څرك لالا خبركړئ...بيا چې هرڅه كوئ هغه وكړئ.

شغله: وړانګې: درته ومې ويل چې دمشرانو په خبروكې خبرې مه كوه.

وړانګه: ښه نه به يې كووم...څه چې مو خوښه وي هغه وكړئ...خو زه به مې لالا خبرووم.

سردارخان: ښه نوته غواړې چې څه وكړم...پسې لارشم خو څنګه به دغه خبره له خولې راوباسم.

شغله: پسې مه ځه...ليك ورته وليكه...اوپه ليك كې ورته وليكه چې ږلۍ نوره زمونږ ننږورنه ده.

(موسيقي راځي او پرده اوړي)





څلورمه برخه

لوبغاړي:
تاويزګله
ږلۍ
زرڅانګه
احمدخان
سردارخان
شغله
څرك
وړانګه

(د ډرامې دپيل موسيقى)

تاويزګله: (د دروازې ډبول) څوك شته.

ږلۍ: ولې نشته...تاويزګلې ترور راځه.

تاويزګله: (د ور دخلاصولو افكت)يه لورې...لوګى دې شم...څنګه يې...

ږلۍ: ښه يم ترورې.

تاويزګله: ښه ده چې ښه يې...پوهېږې څه مې راوړي.

ږلۍ: څه دې راوړي ترورې.

تاويزګله: ماندى راوړې....زوم مې له ښاره راغى هغه راوړي

ږلۍ: (په ناروغه خندا) نو ترورې ته خو ووايه چې څه دي.

تاويزګله: دادى..داوينې دا پاكټ...وايي..(په خندا) (په سندريز غږ) ليك مې راغلى دجانان دى
څه يې درته ليكلي دى
چاته نه وايم حالونه دې كې چل دى.

ږلۍ: ترورې...داليك دچادى.

تاويزګله: خسر خېلو دې راليږلى...او چې ومې ليده ډېره خوشحاله شوم...ماويل لوګى شم ترې...ږلۍ لور به مې دخيره ښه وي...ځكه يې پسى خسرخيل ليكونه رالېږي....چې دواده تا بيا ونيسي.

ږلۍ: ترورې....دننه په كوټه كې مې مور او پلار ناست دي ليك هغوى له وركړه.

تاويزګله: په دواړو سترګو....دادى ورغلم. (دقدمو افكټ)

زرڅانګه: (لومړى دروازه خلاصوى) تاويزګلې ترور پخېر راغلې.

تاويزګله: خيردې په نصيب شه...دزوم كورنى دې داليك رالېږي.

زرڅانګه: ښا....ته راكه.

تاويزګله: هه....واخله....او زه به درنه لاړه شم.

زرڅانګه: نه....چرته ځې....راځه....لږه دمه وكړه...چاى وڅكه بيابه ځې.

تاويزګله: نه لورې....كمه نه يې.....خو زوم مې په كور كې دى...ورته ويل مې چې بيرته ډېره زر راځم.

زرڅانګه: ډېر زربه درله چاى دم كړم.

تاوېزګله: ښاده اوسې.....درنه لارم.

زرڅانګه: چې نه پاتې كېږې نو په مخه دې ښه.

تاوېزګله: خوشحاله شى.

زرڅانګه: (دقدمو افكت) (د دروازې كړب ) به سړيه تاويزګلې ترور دا ليك راووړ.

احمدخان: ته راكه....داچا رالېږلى.

زرڅانګه: څرك دوى رالېږى دى.

احمدخان: ښا....چې څه به يې ليكلي وي.

زرڅانګه: ته يې زر، زر وګوره....د واده خبره خو به يې نه وي كړې.

احمدخان: (ستړى اوسيلې) خداى خبر چې څه به وي.

زرڅانګه: ولې سړيه...خو زريې پاكټ وشلوه...زر، زر يې وګوره...ولې دې پرې زړه نه كېږي...خو دواده خبره به يې ليكلې وي...ږلۍ به خداى ښه كړي.

احمدخان: دادى وبه يې شلووم....(دكاغذ دڅېرولو افكت) (بيا ستړى اوسيلى) وګورو چې څه يې ليكلي دي.

دسردارخان په غږ: (داليك به انګۍكېږي)
ګرانه وروره! احمدخانه .....السلام عليكم
وروره! ژوند عجيب دى....سړى نه پوهېږي چې دانسان خوله تركومه دده په واك خوځېږي اوتركومه دي خپلو خبروته ژمن پاتې كېداى شي او همدا لامل دى چې كله كله انسان داسى څه ويلو ته اړوزي چې پخوا يې كله په خيال كې هم نه راتله چې يوه ورځ به داسې خبرې هم كووم...اونن زه تاته همدغه خبره كوم نه پوهېږم څنګه يې وكړم...اوله كومه يې پيل كړم...خو لنډه يې داچې ږلۍ ناروغه ده...دواده وړنده او زما ځوى ځلمى دى كه دې خوښه وي زه به نور د څرك د ژوندغم وخورم....بل واده به ورته وكړم. دږلۍ د روغتيا دعا كوم.

(موسيقي راځي او پرده اوړي)

څرك: له دعا دې قربان مورې...خو زه نور په خيالونو كې ژوند نشم كولى....زه خپله كوژمنه نوره هلته نشم پرېښودى.

شغله: يه ځويه...ته ولې...په خپله ګټه تاوان نه پوهېږې د موراو پلار كله په بچي بدپيرزو كېږي.

څرك: مورې پوهېږم چې ستا سو كله هم په مابد نه پيرزو كېږي...او چې هرڅه كوئ..ستاسو په فكر زما د ښولپاره دى...خو زه دغه شان فكر نه كوم...زه پوهېږم چې څه تاسو ماله ښه ګڼۍ....هغه ښه نه دى. تاسو له مانه ژوند اخلئ.

شغله: (په غوسه) مونږ درنه ژوندنه اخلو...ژوند درله اخلو....

څرك: ښه زماله خبرولو پرته مو ولې د ږلۍ پلار ته ليك ليكه.

شغله: ځكه چې هغه نوره ددې نه ده چې د چاناوې شي .

څرك: (په زړغونې غږ) مورې....داسې مه وايه چې زړه مې ډوبېږي...كه غواړې چې ژوندى پاتې شم نو چې بيا دغه خبره ونه كړې....ږلۍ به ناوې جوړېږي ....ږلۍ به ننږور وي...او هم ستا ننږور به وي.

وړانګه: مورې...لالامې ښه وايي...مادرته نه ويل چې ليك ورته مه ليكئ.

شغله: نو څه مو كړى واى.

وړانګه: ما خو درته ويل چې لومړى مې لالا خبر كړئ.

شغله: غلې شه....څو ځل مې درته ويلي چې چا درنه پوښتنه نه وي كړې مه غږېږه.

څرك: ولې مورې....وړانګه دخبرو حق نه لري.....؟

شغله: دمشرانو په خبرو كې د رادانګلو حق نه لري...

څرك: سمه خبره كوي مورې...دچاپه خبرو كې نه رادانګي...زما خور ده...او په ورور دخورنه ډېره څوك دردېږي...خو.....د دوى ښې خبرې هم مونږه دنورو په خبرو كې را دانګل ګڼو.

شغله: چې دادې خور ده نو زه دې څه يم.

څرك: ته مې موريې...هغه مور چې خپل بچي د زړه په وينو پالي...او زه دې هم همدغه شان روزلى يم.

شغله: چې دومره ښه پوهېږې...نو بيا مې ولې خبره نه منې .

څرك: مورې دلته يواځې دومره خبره ده...چې زما او ستافكرونه سره جلادي...ته هم زما بدنه غواړې...زمادښه ژوند فكر درسره دى...خو زه په ځان پوهېږم چې څه زما دپاره ښه دى او څه بد.

شغله: خو ځويه..داهم ومنه...چې پلار دې له تا مشر دى....له تايې ډېرې دژوند تودې سړې ليدلي...له تابه ښه پوهېږي.

څرك: مورې پدې كې شك نشته چې پلار مې له ماښه پوهېږي خو دا خبره دپوهېدو اونه پوهېدونه ده...تاسو ولې زماپه خبره فكر نه كوئ...مورې ولې....؟

احمدخان: (دروازه خلاصوي) څه خبره ده ځويه.

څرك: څه خبره نشته پلاره.....(او روانېږي)

احمدخان: چرته لاړې ځويه...

څرك: چرته نه ځم...حجرې ته ځم.

احمدخان: څرك څه وايي.

شغله: څه به وايي هلك دى نه پوهېږي.

وړانګه: وايي ولې مو ليك لېږلى دى...او زه موترې نه يم خبركړى.

احمدخان: نو هغه څه وايي چې څه به موكړى واى.

شغله: هغه وايي په هر ډول چې وي زه واده كوم.

احمدخان: هغه خبره خو هسې هم تېره شوه...لاړه شه بله ښايسته جينۍ ورته وګوره.

شغله: زه هم همدا وايم درې جينكۍ مې ورته خوښې كړ ې دي.

وړانګه: نه پلاره هغه وايي د بل چا سره واده نه كووم همدغه به راودووم.

احمدخان: دانو په هغه كار پورې نښلي چې نه كېږي. دخپل ژوند سره لوبې كوي....او د ژوند سره لوبې نه دي پكار

(موسيقي راځي او پرده اوړي)

څرك: (په سندريز خو په ژړغوني غږ)
ژونده تاكـــــه در پــه دركړم
خو خاموشه دې زه نه كـــړم
كه دې جام پسې جام راكــه
خو بې هوشه دې زه نه كړم
اوس سكوت له مانه تښتى
يو شرر مې زړه كې ناڅـــــــي
مقدس خــــــــوبونه وينــــــــــم
الهامــــونه ترينه پاڅــــــــــــي

رېږدېدلې پښې مې پرې كړې
دقدم ښكالــــــــوته ځيرشـــــــــه
نور دې وس دلته تمـــــــــام دى
اوس پـخپــــله ځانته ويرشـــــه

صادق صيــــادې ګــــوره
د رڼا پلوشـــې راغلـــــــى
دتيارو ټغر به ټول كــــړم
دتحريك كرشمې راغلې
دتحريك كرشمې...څركه خو ژوند څه دى...ولې ژوند همدادى چې ځانته نور لوګى كړې... دخپلې خندا او خوشحالۍ دپاره نور واخلې....ږلۍ به څه وايي... همداكنه چې څركه ماخو ګڼل چې مرګ به هم راته تاجلانه كړي...يوې وړې ناروغى رانه يوړې ...پلاره...او خوږې مورې! تاسو ولې ماته تل دټولنې د ارزښتونو خبرې كولې ....داخو مو راته ويل كنه چې زمونږ ولس...زمونږ ټولنه...ولې دښځو پرېښودل زمونږ دولس دود دى څه....كه ږلۍ ناروغه ده...خداى مه كړه لامړه خوښه ده... زما په ژوند تاسو څومره ډاډايئ...زه به تركومه ژوندى يم...مورې..(په ژړا) يه مورې...يه زما خوږې مورې...ته ولې زما هيلې نه وينې...ولې زمانه ډېر زما دژوند ليواله يې ...ولې پدې فكر نه كوې چې ښه ژوندزه دهغه چا سره تېرولى شم...چې زه يې غواړم...چې ما غواړي...مورې هغه څومره خوږمرګ وي چې سړى يو بل ته كيسې كوي....خپلى هيلې او ارزوګانې ورته څرګندوي...او مرګ راشي...پاتې شوى پسې په بړق، بړق وژاړى...نيمزالو هيلو ته يې وګوري.او دهغو هيلو پوره كولو هوډ دې د دنيا له خاورو او دوړو ډكو كو څوكې ورك كړي...و لې پلاره ...تاسو ولې نه غواړئ چې زه دخپلوارمانواوهيلوسپړل شوې ګل غوټۍ ووينم ....دا ژوند خو په هيلو ژونددى...چې هيله نه وي....ارمان نه وي...نو ژوند به چرته وي...او كه وي څه ژوند به وي...د مرګ په شمېر ژوند....نه به پكې هڅه وي...نه پكې تلوسه او نه لېوالتيا....پلاره دا شعر دې اورېدلى
دغه ژوند په هېلـو ژوند دى
ددې ژوند ښكلاوې هيلــــې
د اميد په ځل كــــــــــې ګورم
د زړګي خندانـــــــې هيلــــــې
(په ژړا) پلاره...نو تاسو زما هيلې وژنۍ...او زه بې هيلو ژوند نشم كولۍ ما د ږلۍ دپاره ډېرې ښكلې ارزوګانې لرلې...ږلۍ لاژوندۍده...او زه به يې هيلې او ارزوګانې وژنم...نه داسې زه چرته هم نه كوم...زه به ځان ووژنم...ځكه چې هيلې زما په زړه كې دي...له ماسره يو ځاى به مړې شي اوبيا به راپسې ږلۍمري....نو هيلې مخكې او ږلۍ ورپسې...پلاره تاراته ويل دخوب ګولۍ مه خوره...له هغې وروسته ماهم ونه خوړې...اوښه مې وكړه چې ومې نه خوړې كنه اوس به خلاصې شوې وې.(ورځي له المارۍ نه دګولو بوتل راخلي) دادي....(بوتل كړنګوي) پدې بوتل كې...پوره شل لااوس هم پاتې دي....او داشل ګولۍ زما دهيلو ويده كولوله بس دى...ترڅو چې پدې دنيا ژوند وي...نه به زه سر را اوچت كړم اونه به مې هيلې راپاڅي (دبوتل سر خلاصوى او بوتل كړنګېږي)
(د ډرامې دپاى موسيقي)
پنځمه برخه


لوبغاړي:
څرك
سرداخان
لونګ
شغله
پلوشه
زرڅانګه
اتل خان
احمدخان

(د ډرامې دپيل موسيقي)

(د بوتل دسر خلاصولو افكت چې ګولۍ پكې كړنكېږي او ورپسې له جګ څخه په ګيلاس كې د اوبو راړولو افكت)

لونګ: (دروازه خلاصوي په وار خطايي) څركه څه كوې...تا خوسمه لپه د ګولو نه ډكه كړې .

څرك: (په غوسه چې غاښونه چيچي) په څومره بد وخت كې راغلې.... لونګه ور بند كړه چې رانشې.

لونګ: اخ.....څركه .....څه كوې.....ځان وژنې....ځان دوزخي كوې ځان مه ساده كوه...راكه ګولۍ.

څرك: غلى شه ...له دې دوزخه خوبه ښه وي.

لونګ: نو ځان وژنې.....په مرګ ترې ځان خلاصوې .

څرك: هو ځان وژنم....بل شان ترې نه خلاصېږم.

لونګ: ښه اوس دا ګولى ماله راكړه بيابه خبرې كوو.

څرك: چې لاس را نه وړې ځه ووځه...

لونګ: راكه درته وايم...(لاس ورسره اچوي)

څرك: (له لاسه يې ګولۍ اوبوتل غورزېږي د اوبو ګيلاس ترې هم ماتېږي) (په غوسه) مه كوه ګولۍ دې رانه و غورزولې.

سرداخان: (ورخلاصوي) څه چل دى....هلكه ....څركه (بيا لږتم كېږي) پرېږدئ لونګه ولې څه خبره ده...دا ګولۍڅنګه خورې، ورې پرتې دي.

لونګ: كاكا څرك ګولۍ خوړلې...

سردارخان: (په حيرانتيا) دا دومره ګولۍ يې په يو ځل خوړلې...

لونګ: هو ځان يې واژه.

سردارخان: ځان يې واژه....؟

لونګ: هو....ستاسو د لاسه.

سردارخان: (په ژړا) لونګه ځويه...(ورغاړه وځي) ښه دى چې ته راغلې...كنه مابه څه كول....اوس به د زلمي ځوى مړي ته ناست ووم.

(موسيقي راځي او پرده اوړي)

لونګ: اوس ستونزه اواره كړئ مونږ خوبه هر وخت له څرك سره نه يو خداى مه كړه سبا بيا په ځان څه ونه كړي.

سردارخان: لونګه...مور او پلار هڅه كوي چې خپل بچى خوښ وساتي...بچى يې ارام وي...هوساوي....او ماهم چې څه كول....دهمدې لپاره مې كول...

لونګ: خو كاكا...كله كله فكرونه سره جلاوي...هغه څه چې ته يې دخپل بچي دښه ژوند لپاره كوې...كيداى شي هغه په هغه ډول خوښ اونيكمرغه ژوند تېر نشي كړاى...داد ژوند خبره ده ولى يې ده ته نه پرېږدى څه وړوكى خو نه دى غټ پټ سړى دى.

سردارخان: ښه نو څه وكړم.

لونګ: كاكا دڅرك خبره ومنئ هغه د ږلۍ سره واده كول غواړي.

شغله: د څو ورځو واده....

سردارخان: نوته خوښه پوهېږې چې هغه ناروغه ده....او داسې ناروغه چې د رغېدو اميد يې نشته.

لونګ: خو كاكا....څرك وايي...كه ژوندى وي هم دلته پدې كوركې دې وي..اوكه ګورله ځي هم له دې كوره دې لاړه شي.

شغله: (په ژړا) ما خو چې څه ويل د ږلۍ او څرك دپاره....او چې د دوى داسې خوښه ده زمونږ ورسره سل ځله خوښه ده.

سردارخان: چې څرك داسې غواړي نو مونږ به پسې هم دااوس روان شم...او دواده تابيابه يې ونيسم.

(موسيقي راځي او پرده اوړي)

پلوشه: ترورې.....دواده نېټې له راغلي يو.

زرڅانګه: دواده نېټې له.....؟

شغله: هو....خورې....

زرڅانګه: تاسو له هغه ليك نه خبر يئ.

پلوشه: ولې نه

شغله: هغه مونږ د ږلۍ او څرك دواړو دژوند لپاره فكر كوو....ماويل چې ږلۍ ته به څه په ناروغۍ كې لاپسې كړاو وركوو.

پلوشه: او نن ترې زه هم خبره شوم...مورمې راته پخپله وويل.

زرڅانګه: نو بيا څنګه واده له راځئ.

پلوشه: ترورې....ته پدې خبره د فكر پرځاى پدې فكر وكړه چې ولې تاسو ته دغه ليك وليكل شو...او پوهېږې چې دالويه نادوده ده...زمونږ ولس او دخپلى كوژمنې له واده نه سر اړول ....دا څومره ګرانه ده...او دوى دغسى ګرانې ته غاړه كېښوده.

زرڅانګه: هو...لورې زه هم همدغه وايم.

پلوشه: خو دغومره ګرانه خبره كول چې څومره ګران دي له دغې راګرځېدل هم هغومره ګران دى خو دوى بيا دغه ګرانه هم ومنله.

زرڅانګه: زه هم همدغه فكر كوم لورې.

پلوشه: خو ترورې پدې دې فكر كړى چې ولې دوى له دومره ګرانو خبرو سره مخ شول.

زرڅانګه: نه لورې...پدې مې سرندى خلاص شوې

پلوشه: دا ځكه چې د دې ګرانې پرېكړې كول د څرك او ږلۍ حق ؤ...او هر څوك دا حق لري چې د خپل ژوند پرېكړې پخپله وكړي.

زرڅانګه: ولې پدغه ليك څرك نه وخبر.

پلوشه: نه ترورې...څرك ترې نه و خبر...او چې كله خبر شو نو ويل يې چې كه د ږلۍ يوه ورځ ژوند هم پاتې وي....پدې كوركې به يې تېروي.

زرڅانګه: پلاې يې ښارته تلى دى چې راشي نو...

پلوشه: ښار ته څه پسې......

زرځانګه: ( په ساړه اسويلي ) ډاكټر ورته ويلي وو چې په ځينو ازموينو پسې وروسته راشه....خداى دې خيركړي چې څه به كېږي.

شغله: ( په ساړه اسويلي ) خو ږلۍ چرته ده هغه ترې خبرده.

زرڅانګه: دلته به چرته وي. خوپه دى ورځو كى دناستى ولاړې پريوتې

شغله: ولې.

زرڅانګه: چې ستاسو له ليك نه خبر شوې...له هغې وروسته نه دچاسره خبرې كوي او نه له خونې راووځي.

پلوشه: ښانو چې زه پسې ورشم.

زرڅانګه: ځه زه به هم درسره ملګرې شم.

(دروازه خلاصوي)

زرڅانګه: هغه دى پلار يې هم راغى

(موسيقي راځي او پرده اوړي)

سردارخان: احمدخانه...دا راته وايه چې ډاكټر څه ويل...چې ناروغي به يې څنګه شي.

احمدخان: سردارخانه ډاكټر ويل چې مونږ په څه شمكن و....هغه ناروغي نه ده.

اتل خان: (لږ په حيرت ) ښه ! كاكا نو څه يې ويل چې څه ناروغي ده؟

احمدخان: ويل يې د ږلۍ نرى رنځ دى.

اتل خان: (په حيرت ) نرى رنځ؟؟

احمدخان: هو...دكولمو نرى رنځ خودايي هم ويل چې ددې ناروغۍ در ملنه كېږي.


سردارخان: شكردى خدايه ډير شكر دى احمدخانه

احمد خان: خوډاكټر وويل چې درمل به پوره خوري اودڅو مياشتو دپاره به يې خوري.

سردارخان: خيردى كلونه، كلونه دارو دې وخوري خو چې خداى يې روغه كړي.

احمدخان: ډاكټر ډيرخوشحاله و ځكه چې هغه ويل مونږ خو پرې يو شك دسرطان هم كړى و او...اوس نرى رنځ وخوت..

اتل خان: هو.....كاكا....دخداى ډېر شكر پكاردى...ځكه چې درملنه يې كېږي.

سردارخان: اودادرمنله به يې ځما په كور وشي ځما بچئ ده اواوس به كه خداى كوله خپل كورته شي.

احمدخان: ولى تاخو ليك رالېږلى وه چې تاسو يې واده كول نه غواړئ.

سردارخان: (په پښيمانۍ) هو داگناه رانه شوې خواوس يى كفارې له راغلى يم.

احمد خان: څه مطلب؟

سردارخان: واده درنه غواړو...... نيټه يې راته وټاكه.

اتل خان: اوپدى كه به نه نه كوى .ځكه چې ليك درته كاكاراليږلى و نه ترې زه خبرووم اونه ترې څرك.

احمدخان: اتل خانه...هو ..... خو .....

اتل خان: بس كاكا داخبرى پريږده. خو دا راته ووايه چې له خېره....واده به كله كوو...

احمدخان: گوره اتل خانه دومره توده به يى نه خوروپريږده چې يو څه درملنه يى وشي.

اتل خان: كاكا داخو احمد خان كاكاپه كور هم كېږي

احمد خان: ځئ گوروبه خو چې زه مې پرې دكډي سره لږي خبرى وكړم.

(موسيقي راځي او ډرامه پاى ته رسېږي)



No comments: