Mar 30, 2010

نوم ورکی شپون


نوم ورکی شپون
یا
نامتو تورکښ شهید
راډیو ډرامه

(د یوې عمومي مقبرې په پس منظر کې د مرغیو چغار)

شاعر : (په لیارې روان دی د ځانه سره وايي) دا زړه مې غواړي چې چېرته یخ سوري ته کښینم او یو ښه شعر ولیکم ... خو چېرته به کښینم ...؟؟
ځه خو په هاغه ګورستان کې به د هاغه دنګ چنارد لاندې یوه شیبه دمه وکړم ... که وشوه څه به ولیکم ... که نه، نو لږ دمه خو به شم.

(د پښو اواز، او د مرغیو چغار سره یو بل ته تر شاته نیږدې کیږي ...)

شاعر: هم دا ځای ښه دی ... دلته به کښینم ... څه ښه سوری دی ... دا خوږه هوا ... او دا دچرچوڼو سندرې، ډېرې ښې لږي ... مخامخ دا لوړ غر ... څومره لوی ښکاري ... د قدرت هر څه ډېر ښایسته دي ... په رښتیا چې د کائناتو په هر موجود کې، د قدرت د لویۍ او عظمت راز پروت دی ...
یواځې ... د دې هدیرې دا بڼ څومره ښکلی دی ... څه چُپه چُپتیا ده ... ژوند دلته په دروند خوب ویده پروت دی ... نه شر شته نه شور ... نه دعوې شته ... نه نښتې ... پدې کاله کې نه کینه شته او نه کرکه ... دلته ... د امن او سکون څه پر کیفه عالم دی ... په یوه موټي خاوره کې، د انسان هاغه ټولې هڅې، حرصونه، او غرورونه ځای شوي دي چې یو وخت د لوی خدای په دې لویه دنیا کې نه ځائیدل ... هاغه هوس چې په ډېرو ځمکو یې سود نه کېده، دلته په دوه ګزه ځمکه کې را ټول شوی دی، ... او هاغه ګېډې چې په ډېر څه نه مړیدي اوس په یوه موټي خاورو، وخت اړ وي ... هاغه سرونه چې د غرونو سره به یې ډغرې وهلې ... او اسمان ته به یې ویل – دنګه اسمانه هومره نور پورته شه، په تا مې سر دارادو ماتیږي – اوس د یوه بیل خاورو نه سر نشي راپورته کولی ... او د بې وسۍ په ابدي څاکې لوئیدلي دي ... هو، دلته هیڅ څیز، او هیڅوک د چا سره مرسته او ملګرتیا نشي کولی، پرته له دې چې انسان په خپل ژوند کې ښه کړې وي ... د خدای د مخلوق په کار شوی وی ... او د قام او وطن په لیار کې یې ګامونه اخستي وي ... د یتیم اوښکې یې وچې کړې وی ... د مظلوم په اه پورې یې خندلي نه وی ... او د چا د درد، دوا او د لاس امسا شوي وی (سکوت) ... مګر ... دا بڼ په رښتیا چې ډېر ښکلی دی ... دلته خو څه بل ډول کیف محسوسوم ... داسې بریښي لکه چې دا هره خازه ... د چا د لوی ... او معنوي غرور شمله وي ... دا ګورستان تر نورو هدیرو څه بل ډول دی ...
دلته په اکثرو قبرونو سره بیرغونه ولاړ دي ... ګمان کوم چې اکثره یې شهیدان وي ... مګر کوم شهیدان ... هاغه شهیدان چې بې ګناه د خپلو وروڼو عزیزانو د بې رحمیو او ظلمونو ښکار شوي وي او په یوه لویشت خاوره او وړه خبره وژل شوي وي ... او که هغه شهیدان چې د قام، او وطن له عزت نه یې ځانونه قربان کړي وي ... او د ازادۍ په مقدسه شمعه ایرې شوي وي ...

شین خالۍ (پدې منځ کې له لرې نه ورو ورو د شین خالۍ د ژړا اواز راځي پر له پسې سلګۍ).

شاعر: (ټکان خوري) لکه چې د چا د ژړا اواز دی ... (خاموشي) ...

شین خالۍ: (ژړا لږه په زوره کوي – د مرغیو اواز او ژړا ګډګا ډېره کېږي)

شاعر: (په تعجب) هو ژړا ده خو پدې ژړا کې یو خوږ درد پروت دی ... ته ودرېږه زه غوږ ونیسم ... (غلی کېږي او بیا یې په ژړغونې اواز کې ورو ورو دا سندره را پورته کېږي).

د قام وطن په ننګ شهیده
سترګې که پورته شین خالۍ راغلې ده نه
وه زما شرینه، زما شرینه
د زړه سره له تورو خاورو سر را پورته که چې مرمه
زما شرینه ...
د کوڅو تور ویښتان مې سپین شو
د سترګو تور مې په ژړا سپین شومینه
وه زما شرینه، زما شرینه
د زړه سره ... له تورو خاورو سر را پورته که چې مرمه
زما شرینه ...
د قام وطن په ننګ شهیده
سترګې که پورته شین خالۍ راغلې ده نه
وا زما شرینه
زړه مې له سرو وینو نه ډک دی
په وینو سرې جامې چې ستا راسره دینه
وه زما شرینه، زما شرینه
د زړه سره له تورو خاورو سر راپورته که چې مرمه
د قام وطن په ننګ شهیده

ستا د شپیلۍ اواز را نغی، ستا د سلګو اواز مې تل په غوږ کې وینه وه
زما شرینه، زما شرینه
د زړه سره، له تورو خاورو سر راپورته که چې مرمه
زما شرینه ...
د قام وطن په ننګ شهیده –
سترګې که پورته شین خالۍ راغلې ده نه ...
زما شرینه.

شاعر: (چې ورو ورو وړاندې ورځي نو د پښو کښار یې سات تر ساته زیاتیږي)

شین خالۍ: (په دې وخت کې سندره ختمه کړې وي، او چې د شاعر د پښو اواز اوري نو یو دم غورځي) څوک یې؟؟

شاعر: (په ملایم غږ) زه یم خورې!

شین خالۍ: ته څوک یې؟؟

شاعر: زه، زه یو ولسي شاعر ...

شین خالۍ: ستا کور چېرته دی؟

شاعر: د ستورو او سپوږمۍ په دنیا کې!!

شین خالۍ: لیونی خو نه یې؟

شاعر: د ډېرو په نېز د هم داسې یم!!

شین خالۍ: چېرته درومې؟؟

شاعر: د مینې دنیا ته !!

شین خالۍ: په څه پسې؟؟

شاعر: په خپله ورکه پسې !!

شین خالۍ: څه درنه ورک دي؟؟

شاعر: یو سپیڅلی زړه ... چې د قام مینه د وطن پت، او د بې وسو وګړو سره، د خواخوږۍ ملغلرې په کې خوندي وي!!

شین خالۍ: ګمان کووم، لکه چې په سد نه یې؟؟

شاعر: سرګردانه هم ځکه یم ...

شین خالۍ: مین خو نه یې؟؟

شاعر: یم !

شین خالۍ: په چا!

شاعر: د وطن په سپېرو ډاګونو، لوړو غرونو، او څپانده سیندونو ... د قام په عظمت او لويی. د غریب په څیرې ګریوان، د مزدور په تودو خولو ... د بزګر په ستړې ځان، د یتم په تړمو اوښکو او د کونډو په سوو آهونو ... او اسولیو ...

شین خالۍ: دا ستا مینه څه بل ډول ده لکه چې ډېر درد لري !!!

شاعر: هو زه هم پدې ښه پوه یم ... خو له دې درده خوند اخلم !!!

شین خالۍ: په رشتیا چې ستا په زړه کې د وطن د پاره ډېر لوی ځای دی؟؟

شاعر: هو ... ولې سره د دې هم، زه پدې وطن کې هیڅ کور او ځای نلرم ... (په خندا) ځکه خو ان د ستورو او سپوږمۍ دنیا ته مې کډه وړې ده!!!

شین خالۍ: دا ستا دنیا به لکه چې ډېره ښکلې وي؟؟

شاعر: هو، ډیره ښکلې، دومره ښکلې لکه چې د کاینات ټول ښایست ورکې راغونډ شوی وي ...

شین خالۍ: ستا خبرې چې څومره خوږې دي ژوند دې لکه چې هم دومره تریخ وي ...

شاعر: ته سمه وایې ... د ګل ګاونډ تل د اغزو سره وي

شین خالۍ: ته بچي لرې؟؟؟

شاعر: ولې نه ... په سو نو څه چې په زرګونو ...

شین خالۍ: (په خندا) چېرته دي؟؟

شاعر: هم دلته زما په ترخ کې !!

شین خالۍ: (په خندا) ستا په ترخ کې خو له یو زوړ کتابه پرته نور څه نه ښکاري!!!

شاعر: ټول بچي مې هم په دې کې دي!!!

شین خالۍ: دا د څه کتاب دی؟؟

شاعر: دا زما د شعرونو کتاب دی!!!

شین خالۍ: مګر ستا بچي چېرته دي؟؟

شاعر: د شاعر بچي هم د هغه شعرونه وي!!!

شین خالۍ: ښه پوه شوم ... خو اوس چېرته درومې؟؟

شاعر: درته خومې ووې چې پخپله ورکه پسې؟

شین خالۍ: په دومره اوږدو سفرونو کې هم بې ملګري ګرځې؟؟

شاعر: نه ملګری لرم

شین خالۍ: چېرته دی؟؟

شاعر: زما د زړه په تل کې!

شین خالۍ: دومره واړه دي چې هلته ځای شوی دی؟

شاعر: ډېر لوی دی ... له دې دنیا نه هم لوی!!

شین خالۍ: نو زه یې څنګه نشم لید لی؟

شاعر: زما په سترګو کې سترګې واچوه ... ضرور به یې ووینې!!

شین خالۍ: اخر نوم یې څه دی؟؟

شاعر: د شاعر احساسات ...

شین خالۍ: بیخي راته عجیبه غوندې ښکاري ... بیخی سودایي یې ...

شاعر: هو ... د اکثرو هم داسې خیال دی!!

شین خالۍ: نو ټول خلک تاته لیونی وايي؟؟
شاعر: نه ... ځنې راته شاعر هم وايي!

شین خالۍ: په رښتیا چې حیرت درته وړې یم!

شاعر: مګر تر تا زیات ... زه تاته تعجب کووم!

شین خالۍ: ما ته څنګه؟؟

شاعر: ته دلته څه کوې؟؟

شین خالۍ: دې قبر ته ناسته یم؟

شاعر: دا د چا قبر دی؟

شین خالۍ: دا ... د یوه نوم ورکي غریب شهید شپانه قبر دی!

شاعر: نو ستا یې پرې څه؟؟

شین خالۍ: ولې نه دلته، زما د ژوند خزانه پرته ده!

شاعر: پوهه نه شوم

شین خالۍ: دلته زما مینه، او د چا ښکلې ځواني، دواړه غبرګ تر خاورو لاندې شوي دي، څار یې کووم، چې څوک یې رانه پټ نکړي.

شاعر: دا څوک دی؟

شین خالۍ: در ته خو مې وویل، چې یو نوم ورکی غریب شهید شپونکی دی!

شاعر: دی کله مړ دی؟؟

شین خالۍ: د وطن د خپلواکۍ د جګړې په کال!

شاعر: نو دی شهید دی؟؟

شین خالۍ: هو!

شاعر: دی د وطن په جنګ کې مړ دی؟؟

شین خالۍ: هو!

شاعر: او دا نور قبرونه د چا دي؟

شین خالۍ: دا هم د وطن د شهیدانو دي!!

شاعر: مګر په هغو ټولو خو سره بیرغونه ولاړ دي، او قبرونه یې هم ډېر ښکلي دي، دا د ده قبر ولې داسې وران ویجاړ، او د خاورو يو ډیرکی ښکاري.

شین خالۍ: هغوی د نوم خاوندان وؤ او دی بې نومه وؤ!

شاعر: دی ستا څه کېږي؟

شین خالۍ: (خاموشي یې په سلګو کې بدلیږي)

شاعر: ولې خپه شوې ... زما خبره در باندې بده ولیږېده ... ما خو هسې دا پوښتنه وکړه، چې دی ستا څه وو؟

شین خالۍ: دی زما مین وؤ ...

شاعر: تا او ده چېرته لیدلي وؤ؟؟

شین خالۍ: دی زما د پلار شپونکی وؤ –

شاعر: نو څنګه دې ورسره مینه پیدا شوه؟

شین خالۍ: ده به ډېره خوږه شپلۍ وهله – او چې ما به دله ډوډۍ ویووړه ... نو تر ډېره ساعته به د ده شپلۍ ته ناسته وم.

شاعر: نو بیا ؟

شین خالۍ: بیا خو دا چې دی ډېر ښکلی هم وؤ، او چې شپیلۍ به یې وهله، نو په ما به لاښکلی او خوږ لګیده، او ده به هم همیشه ماته ډیر خواږه خواږه کتل – او ما به هم ... خو په دې نه پوهیدو، چې مینه څه وي ... وخت ډیر ژر واوښت ... زما او د ده مینه ډیره توده شوه ... او پخه هم ،خو بیلتون دوه زوړونه چېرته پیوند پریږدي، تر څو چې مونږ په مینې او د مین په خوند پوهیدلو ... بیا پخوا تقدیر له یوه او بل نه ډیر لرې ویشتلي وو.

(سلګۍ بیا شروع کېږي – د رباب ترنګ پرده اړوي – او وخت په شا ځي)
(د ګډو بزو اوازونه ... کله نا کله، د مرغو اوازونه، د لرې نه، د خوږې شپلۍ اواز، ورو ورو جګیږي)

شین خالۍ: (د لرې نه) وا ځمرکه!

ځمرک: (شپیلۍ بس کوي په زوره) دلې یم راځه ...!

شین خالۍ: درځم، خو شپیلۍ مه بس کوه ...

ځمرک: نه یې بس کوم راځه!
(د شپلۍ اواز بیا پورته کېږي – د پښو اوازونه ورو ورو نژدې کېږي)

شین خالۍ: اخ ... ډېره ستړې شوم (کښني)

ځمرک: (شپیلۍ بس کوي په خندا) دا ته چې هره ورځ راځې، هم داسې ستړې کېږې ... چې پښې دې دومره ستړې وي، نو د زړه به دې څه حال وي؟؟

شین خالۍ: زړه مې نه ستړی کېږي ... خو د پښو مې مه پوښته؟

ځمرک: شین خالۍ ته ډېره ښکلې نه یې؟

شین خالۍ: تر تا هم زیاته ؟؟

ځمرک: هو!

شین خالۍ: هسی تا ته په سترګو کې ښه درځم ځکه!!

ځمرک: شین خالۍ ... چې تا ووینم دا زړه مې لکه د مست وري ... داسې وتریږي، او په ټوپونو سر شي ...

شین خالۍ: ولې ... زه څه لیوه ګۍ یم چې ستا د زړه وری رانه تور خوري؟

ځمرک: نه ګلې ... هسې دا سترګې دې کله کله راته روې او سړی خورې غوندې ښکاره شي ... وایم لکه چې ما خوري؟

شین خالۍ: نو ولې زه شیشکه یم؟

ځمرک: نه ګلې خداې دې نکړي ... ته او شیشکه ... دا سترګې خو دې لکه د غرڅنۍ هوسۍ هسې دي !!!

شین خالۍ: دروغ خو به نه وایې؟

ځمرک: دروغ لا څه وي ... ما ته داسې خبرې مه کوه خپه کېږم! –

شین خالۍ: مه خپه کېږه خیر دی تر تامې ځار کړې، که خپه ... شوې ... بیا به دې من او پخلا کړم ...

ځمرک: او هو، په ما پورې دې ملنډې کيږي ...

شین خالۍ: په ژوند پورې مې دې ملنډې وشي ... تا پورې به څنګه ملنډې وکړم ...

ځمرک: شین خالۍ، ته په ما ګرانه یې که زه په تا؟
شین خالۍ: پړک له یوه لاسه نه خیژي ...!

ځمرک: وګوره ... ګرانې ... پریږدې خو به مې نه؟

شین خالۍ: څنګه پریښول

(ځمرک غلی کېږي)

شین خالۍ: ولې ... غلی شوې؟؟

ځمرک: زه خوار شپون ... او ستا د پلار مزدور یم ... او ته ... نو، زما او ستا به څنګه وشي ... که پلار دې خبر شو له وهلو به مې ځغلول ډېر وي ...

شین خالۍ: پروا مکوه ... ما يو ځل تا ته لاس در کړی دی ... شپون څه چې جاروکښ هم شې ... زما د سر سوری هم ته یې ... چې ځمکه پورته لاړه شي ... او اسمان سر په ځوړی شي هم به زما لاس ستا تر لاسه څوک بیل نکړی شي ... پښتنې پیغلې یوه ژبه او یو سر لري ... او هغه مې ته یې ... تر دې ... که خدای مکړه له ما نه د مخه شوې ... نو هم دا تور ویښته به لکه سپین غاښونه درته سپین کړم.

ځمرک: په رښتیا؟

شین خالۍ: هو!

ځمرک: (د شپونکي په هغه رندانه انداز لرګي له سره تاووي) ها ...ی ... تر تا مې در ځار کړې ...

شین خالۍ: (خاندي) دومره زر مستۍ واخستې؟

ځمرک: (په لوړ اواز) ها – ها – ها - ی ...

شین خالۍ: ښه، بس که نوره مستي ... راځه ډوډۍ وخوره!

ځمرک: (د ډوډۍ د خوراک حالت) ښه شین خالۍ نور څه دي ... په کلي کې څه حال وو کومه پېښه خو نه وه ...

شین خالۍ: خبر نه یې؟

ځمرک: نه کنه؟

شین خالۍ: نن خو په ټول کلي کې، خلکو ځانونه تیاره ول – ډولونه غږیدل ...

ځمرک: ولې؟

شین خالۍ: ویل یې ... چې په وطن جنګ را روان دی زړو، ځوانانو ملاګانې تړلی یا به تللي وي، یا به روان ... وي –

ځمرک: (نمړۍ یې په مرۍ کې نښلي) ... ها .. ن؟؟

شین خالۍ: هو!

ځمرک: نو ما ته دې له وخته ولې نه ویلې !؟

شین خالۍ: تا له یې څه ... خپله رمه ... څروه ...

ځمرک: (په غضب) شین خالۍ ولې زه پښتون نه یم څه ... زړوکي مې زاړه دي - خو هډوکي مې اوس هم درانه دي ... که غریب یم ... هم له بوټي نه یم پیدا ... ورور – تر بور لرم ... نور به د هیواد د خپلواکۍ جنګ له ځي او زه به رمې پیایم ... په رب که مې په ناړیؤ هم را ټینګ کړې!

شین خالۍ: نو څه کوې؟

ځمرک: زه هم ورځم ... هر ځای چې مې غازیان لاندې کړه ... ورسره به ملګری شم ...

شین خالۍ: بس دی بس ... ملنډې مه کوه –
ځمرک: زه په دومره خبرو نه پوهیږم

شین خالۍ: نو، دا رمه به څوک پیايي؟

ځمرک: ته پوه شه، او رمه دې ... تر مخه یې کړه ... کور ته یې بوځه ... خو زه ځم ...

شین خالۍ: (شین خالۍ غلې کیږي)

ځمرک: ولې ځواب نه وایې؟

شین خالۍ: (په تاثیر) چې ځې په رب دې سپارم، د وطن له جنګه به دې څنګه راوګرځوم ... اخر، زه خو هم پښتنه یم ...

ځمرک: (په زوره باندې) نو دا دی ولاړم، ای ... های، های – های ... (منډه اخلي) ... های ... های ... (اواز یې ورو ورو لرې وځي).

(د موزیک ترنګ – د خلکو زوږ شور، د یا چاریار نارې)
(پرده اړوي)
ګڼ خلک: افغانستان ژوند، ژوند، ژوند

(ګڼ خلک د افغانستان د ژوند ژوند چیغې، او د جنګ توده صحنه ... ډزې ... جنګ تودی ډزې او د دې ډزو په منځ منځ کې د زخمیانو ځګیروی ...)

ځمرک: (ناڅاپي) .. ای های ... های ... های ... (ناڅاپي) اخ ... شین خالۍ ته به اوس چېرته یې ... شین خالۍ ... شین خالۍ ... شین خالۍ ... ستا په مینه د وطن مینه درنه وختله ... (اواز یې ورو ورو کښیني) اخ ... شین خالۍ، ګرانې شین خالۍ ... ستا د هوسۍ په شان ... ښکلې سترګې مې تر سترګو سترګو کېږي ... اخ ... اخ ... الا ... (ساه ورکوي)
(مري)

(د خواشینۍ موزیک بیرته پرده بیرته را اړوي)

شاعر: (په تاثیر سره) پوه شوم ... چې ستا مین، د وطن ننګیالی شهید دی ... ته حق لرې چې دې موټی خاورو ته، ژوند نذرانه کړي ... په رښتیا چې پښتنه یې ... په رښتیا چې د پت او وفا فرښته یې!

شین خالۍ: هو، په دې جګړه کې ... ډېر سرونه پریوتل ... او ډیرو پکې .. مېړانه او زړورتوب وښود خو زما تر مین زیات نه وو، ولې د دغو ټولو نومونه په لویو دروازو ښکل شول ... او وروسته تر مرګه د ژوند په اسمان وځلیدل ... یواځې ... زما مین ځمرک زړور ځمرک ... زما د مینې ملغلره، ځمرک چې هم هغه تر تورو خاورو لاندې شوی، نه یې بیا چا نوم په خوله واخیست او نه یې چا میړانه وستایله ! (اسویلی)

شاعر: پوهېږم ... ستا خبرې ټولې سمې دي ... په رښتیا چې ډېر ځلې د فطرت ملغلرې د غربت په سپېرو ایرو کې پټی پاتې کېږي ... ولې ته مه خفه کیږه ... دا نوم ورکی شپونکی به زه وروسته تر دې ... یو نامتو تورکښ او د قهرمانانو د تاریخ د اسمان یو ځلانده ستوری کړم ... زه به د ده حق ادا کړم ... زه به دی وځلوم ... داسې به یې وځلوم لکه د اسمان ستوری، دغه ... چې رڼا به یې تر ابده روښانه پاتې شي ... دی اوس زما د تخیل د دنیا یو ښکلی او زړور د ملت قهرمان، اتل، او هیرو دی. زه به اوس دی په خپلو سندرو کې دومره وستایم څومره چې د ده سره ښايي ...
(په خوږ اواز دا شعر ویل شروع کوې، چې اواز یې ورو، لرې اوځي)
د دې سپیری دښتې سپیرو خاورو کې
د اسمانونـــــــو کهکشان پــــــــروت دی
چې د غیرت شمله یې هسک ته رسی
دلته هـــاغه ننګیالی ځوان پروت دی
دا د وطــــــــــن د ازادۍ په ډیـــــــــــــــــوه
نوم ورکی شپون لکه پتنګ سوی دی

دا په رښتیا د شازلمو شا زلــــــــــــمی
چې د قومي غیرت په ننګ سوی دی

د ده په پښو کې عظمتونه لوګـــی
د ده له سره زما مینه لوګــــــــــــــــی
د ده له عزمه مې عزمونه جار شه
د ده له جوشه زما وینه لوګـــــــی
دی اُوس شپون نه دی قهرمان د ازادۍ د میدان
څـــــــــــــــه که غریب دی خو غیرت یې د خـــــــان
ده ته سلام، زما سلام ډېر احترم دی زمــــــا
د ده په هکله قام اولس ته دا پیغام دی زما
د ده د قبر خاورې واخلۍ په لیمو پور ې کړۍ
د خپلو وینو نذرانې یې په خازو پورې کـــړۍ

(پای)

No comments: