Mar 30, 2010

رښتونی مینه

رښتونې مینه

شمشاد زمونږ د کلي اوسیدونکی ؤو، دی مامور وو، سحر به دفتر ته تلو او مازدیګر به واپس کور ته راتلو، یوه ورځ چې شمشاد له دفتر نه را رخصت شو، او کلي ته راغۍ نو ګړندی ګړندی د خپل کو رخوا ته تیریده ... چې ناڅاپه یې د سیدګل کاکا په لور نسرین، چې د خپل کور په وره کې د څه د پاره ولاړه وه، سترګې ولږیدلې ... د سترګو لیږیدل څه وو، چې نسرین سمدستي د هغه په زړه غشی اوټمبه، او ناڅاپي یې کلک ټکان وخوړ ... او چې د نسرین سترګې هم په شمشاد ولګیدې، نو، د هغې زړه هم په ټوپونو شو، او د مینې، څړیکې یې په رګ رګ کې یو خوږ څوب شو ... بې خوده اودریده، دواړه چپ چاپ ولاړ وو هیڅ یې نه ویل مګر په زړه کې یې د محبت دریاب موجونه وهل د مینې اور پرې بل شو، وار پار یې خطا شو او بس دواړو یو بل ته کتل او د سترګو په ککو کې یو بل ته د مینې هر کلی وایه، چې ناڅابه نسرین ته یو څه ور یاد شول ... او بې واکه یې منډه واخستله ...

)موزیک(

راوي: هغه ورځ شوه، او دا ورځ، د دوی زړونه ورځ په ورځ یو بل ته نیږدې کیدل، او څو څو وارې یې ناڅاپي، د یوه بل سره په کوڅه کې سترګې ولیږیدلې، او د سترګو په اشارو کې به یې یو بل ته مینه سوغات کوله چې یوه ورځ یې اوبه له ورخه تیرې شوې، نسرین ورو غوندې وویل:

نسرین: اوف شمشاده ته پدې خپل ښایست او ځوانۍ څومره غره یې ... ستا ښکلا او ځواني ستا نظر اسمان ته رسولی دی او هډو دې کوزې ځمکې ته ګورې هم نه.

شمشاد: (په مسکا کې) نو ته پوهه شوې ...؟!

نسرین: که ځمکې ته دې کتلی خو د ځمکې په مخ چې څوک اوسي په هغو به دې هم سترګې لګیدلې.

شمشاد: خو دا دی په تا مې سترګې لګي کنه ... لګي څه چې لګیدلي دي ... داسې لګیدلي ... چې اوس یې اړولی هم درنه نشم ...

نسرین: بس دی بس ... د خبرو مړنی یې ځکه ؟!

شمشاد: یواځې خبرې ندي ... د خبرو تر شا نور څه هم پټ دي.

نسرین: (په خندا کې) څه پټ دي غله خو به دې نه وي پټ کړي ...
شمشاد: د غلو خو خبره مه کوه ... که خبره رښتونې ته ووته نو اوس به درته در وښیم چې غل څوک دی؟

نسرین: (په خندا) نور اوښیه کنه ...؟ چې تا راته غل راوښوده زه به یې هم پولیس ته وسپارم.

شمشاد: بیا به داسې ونکړې نو؟!

نسرین: ولې به یې ونکړم ... ته به غل راښایې او زه به یې پولیس ته نه سپارم.

شمشاد: که داسې وي ... نو خیر هم دا خپل ځان دې پخپله پولیس ته وسپاره.

نسرین: (په کټ کټ خندا) ځان ؟!

شمشاد: هو!

نسرین: نو زه غله یم څه؟!

شمشاد: او کنه ؟!

نسرین: (خندا) څه غلا مې کړې ده ؟!

شمشاد: د چا بدبخت نه دې یو څه پټ کړیدي؟!

نسرین: څه ؟!

شمشاد: زړه

نسرین: (خندا) د چا نه ...؟!

شمشاد: (خندا) ته ګوره دې ته چې دا ځان نا نګاره کوي ... غلا خو هم داسې خوند کوي ... چې سړی هم غلا وکړي ... او هم منکر شي ... ټول ماهر غله هم داسې کوي ... تا ته ګناه نشته (خندا)

نسرین: ځه ! ځه! اوس ما پدې خبرو مه غولوه ... دا چالاکي دې بل ځای خرڅه کړه ...

شمشاد: دا چالاکي نه غواړي ... غل، او مدعي سره یو بل ته مخامخ ولاړ دي ... پدې کې د منکریدو څه سوال نه را پیدا کېږي ...

نسرین: (خندا) نو د غلا دعوه خو په ماده، ولې مدعي څوک دی؟

شمشاد: مدعي؟!

نسرین: هو!

شمشاد: زه یم، کنه بل څوک؟

نسرین : (په کټ کټ خاندي) څه وړیا دې بیا مونده

شمشاد: ولې نو مینه هم بیه لري ؟!

نسرین: د مینې بیه تر هرې بیې زیاته وي ... سړی چې بازار ته ځي نو اول یې ځان په نرخ خبروي ... بوله ...!

شمشاد: زه یې په نور ګرانښت نه پوهیږم ... خو سر مې ستا، او مال مې تالا ... او که تر دې هم زیاته بیه لري .. نو هغه یې ته راته ووایه!

نسرین: په خوله که په عمل ؟!

شمشاد: اوس په خوله ... بیا په عمل ...!

نسرین: ګوره شمشاده ... دا داسې وخت راغلی دی چې اول خلک په مینه کې، د سر د داؤ لاپې وهي، خو چې په رښتینی وخت راشي، نو خبره داسې د سر له داونه د پښو دو ته ورسېږي ... (خندا)

شمشاد: نسرین ... خانده راپورې مه ... پخوا تر وخته ته هیڅ حق نه لرې چې ماته پیغورونه راکړې که یو وار چرې په امتحان کې پاتې راغلم ... نو بیا هر څه چې وایې خوښه دې ... خو اوس ... به ډیرې سپکې سپورې نه وایې.

نسرین: (په ناز) وا، وا ... چې رښتیا یې واوریدل، نو ځان یې قار که ... زه ځکه دا خبرې کوم چې ... نارینه ډېر بې پروا وي.

شمشاد: او ښځې؟

نسرین: ښځې ... د پت او وفا ژوندۍ بیلګې ... وي ...

شمشاد: هر څوک هم دا وايي چې زما شړومبې خوږې دي ...

نسرین: ښه ده معلومه به شي ... ګورم به چې ... چیرته بله تر ما ښکلې ووینې ... او بیا دې هم دا مینه پاتې شي ...؟!

شمشاد: د سړي په سینه کې یو زړه وي ... سل او زر نه وي ... او دا یو زړه مې هم تاله در کړی په نوریې نه پوهیږم ...
نسرین: ښه خدای دې هم داسې وکړي ... ړوند له خدایه څه غواړي ... دوه سترګې ... نور څه غواړو ... بس یوه زړه مینه ... (خندا)

شمشاد: ډیره چالاکه یې!

نسرین: تر تا هم زیاته ... (خندا... منډه اخلي په کور ننوځي) ...
موزیک اوج اخلي

راوي: دواړو یو بل ته د زړه حالونه وویل او د عشق دردمند رازونه یې وسپړدل بس دغه وخت وه چې د دوی زړونه پکې غاړه غړی شول، او د مینې بلنې یې سره ومنلې ... څو څو واره چې دوی د یوه بل سره ولیدل ... شمشاد سوی لوی زوړند سر لکه د یو لیوني کور ته روان شو شمشاد به په لاره ته خو په بیا بیا به یې د نسرین تصویرونه مخې ته راتلل ... شمشاد چې کور ته ورسید، نو د تصور په عظیم دریاب لاهو شو ... خیالونو او فکرونو په مخه کړو، شمشاد داسې محسوسوله، لکه چې نسرین د ده سره په وړوکوالي د کلي د کوڅو په خړو خاورو کې خړپوڅې کړې وي او حقیقت هم دغه شان وو چې د نسرین پلار سیدګل هم د دې کلي اوسیدونکی وه پیدایش یې د دې ځای وو خو ډیره زمانه شوې وه چې د بې وسۍ په وجه یې د دې کلې نه کډه وړې وه او بل کلي ته تللی وو ... د نسرین پلار ډېر غریب وو که څه هم پوله پټی یې وو خو هغه ترینه هم تربورانو لاندې کړي وو تر څو چې دلته یې هیځ نه درلودل بس خپلو پردو به ور پورې خندل، تربورانو به هم ور پورې ټوکې کولې، د نسرین پلار مجبور شو او خپل کلی یې پریښود او بل کلي ته لاړو دغه شان زمانه تیریده، دې ته خبره راورسیده چې سیدګل کاکا هلته کار کسب شروع کړ، خپله ګذاره یې هم روانه وه او چې څه پیسې ټکې به ورله په ګوتو ورتلې نو هغه به یې بې ځایه نه لګولې داسې کسب او کار به یې پرې کولو چې هغه به زیاتیدې پدې شکل هغه دومره پیسې وګټلې چې ډېر مالدار شو او بیا به ورته خلکو خان وی په دې وخت کې ورته خپلې ښځې وویل چې پیسې دې وګټلې دومره پیسې کافي دي، اوس مناسب دی چې واپس کلي ته لاړ شو ... د نسرین پلار که هر څومره انکار وکړو ولې هیڅ ځای یې ونه نیولو ... تر څو چې ښځې مجبور کړو او واپس یې خپل زوړ کلي ته کډه راوړه نو د شمشاد خوب رښتونی وه ولې چې نسرین د هغه همزولې وه دواړو یو ځای لوبې کړې وې خو اوس چې واپس راغلل نو د نسرین حسن د ځوانۍ چپو نور هم زیات کړی و د نسرین جادو ګرو سترګو د شمشاد زړه یوړ او بس هم دغه یې ر وزګار شو چې د دفتر نه به راغی نو سایکل به یې کور اودرولو او بیا به د نسرین دوی په کوڅه کې ته او راته تر څو چې تېر ماسختن ناوخته به کور ته راغی، د شمشاد پلار د شمشاد په ناوخت راتلو ډېر خفه ؤ ولې شمشاد د پلار دغه یو ځوی ؤ، او ډېر نازبین ؤ په دې وجه ورته پلار هم څه نه وې خو یوه ورځ شمشاد ډېر ناوخته راغی که پلار ورته هر څومره صبر کولو خو اخر ورته په قهر شو ... او ډېر څه یې ورته وویل ... شمشاد له کوره ووت ... او غوښتل یې چې حجرې ته ولاړ شي ... او د همزولو سره خپل وخت واړوي، او د زړه بړاس هم هلته وباسي ولې دی لا حجرې ته نه وو رسیدلی، چې ناڅاپي په کلي کې د ټوپکو ډزې شوې ... شمشاد د وارخطا غوندې له یوه چا نه تپوس وکه .. دا ډزې د څه دي ... او چې هغه ورته وویل – چې نسرین یې د انورخان زوی اکبر ته ورکړه، نو د شمشاد له پښو نه ځمکه وتښتیدله ... او په ځای د دې چې حجرې ته ولاړ شي ... بل پلو یې مخه وکړه ... ډېر کلونه تېر شول ... خو شمشاد کلي ته رانغی ... او ټولو خپلو خپلوانو او د کلي خلکو هم داسې فکر کاوه چې شمشاد لکه چې له کوره مرور شوی دی ... خو هیڅوک هم نه وو خبر چې هغه د نسرین بیلتون له خپل کور کلي او خپلو خپلوانو نه لرې ویستلی وو ... او خدای خبر چې چېرته به یې لالهانده شپې ورځې سبا کولې ... هم دا وه چې پټه مینه هم داسې پټه پاتې شوه او د مینې خوږې هیلې، د بیلتون په ترخو یادونو او زورونو بدلې شوې ...

(یو تریخ ساز پورته کیږي د نیمې دقیقې د پاره اوج اخلي او هم داسې وروکښته کیږي، ورکیږي)



(پای)

No comments: