Mar 30, 2010

اختر

اختر
راډیو ډرام

اسد: (د لیرې نه) مکۍ او مکۍ ...

مکۍ: (د لیرې نه) هان ... باداره ... قربان دې شم دراغلم ...

اسد: مکۍ ... اوګۍ څه شوه ...؟

مکۍ: باداره ... بی بی اوګۍ ... خو د سنګار په کوټه کې ځان سنګار وي ...!

اسد: ښا ... ښا ... ما وې چې چیرته ده!

مکۍ: ور غږ کم باداره ...؟

اسد: نا ... پریږده چې ځان سنګار کړي ... اسې اوم میلمستیا ته روان یو ...!

مکۍ: څه وخت به ځئ باداره ...؟

اسد: څه وخت به ځو، په کار وو چې له وخته وتلي وی ... خو د اوګۍ ... سنګارېدل ... څه کم وخت نه غواړي ... ساعت څه چې ساعتونه ورته هیڅ دي ...!

توکلی: با ... با بادارجانه ...!

اسد: بیا څه دي توکلیه ...؟

توکلی: با ... با بادار ګول .... ګله ...!

اسد: (په خندا) زار دې شم بلبله ... خبره کوه غږیږه څه در پیښه ده ...

توکلی: (په چاړۍ ژبه) پیشه خو دا ... ده ... چې زما د اختر پیسې ...؟

اسد: او ګیځ چې مې شل افغانۍ درکړې هاغه جوړ د شو قدر پیسې وې …؟

توکلی: نا ... نا ... نا باداره ... په شلو ملو نه خلاصېږئ ... اغه خو لکه چې سبا ناری وي – د اختر په ورځو کې د ورځې شل روپۍ څه وي.

اسد: ښه چې نن نورې هم درکړم ... نو سبا ته به بیا غواړې ...؟

توکلی: (په خپله خاصه لهجه) نه ولې نه ولې ... اره ورځ ... ښه ... په نره بادار مې یې ... لتا قربان شم ...!

اسد: هان ... نو دا شل افغانۍ نورې واخله ... خو چې بیا مې ماغزه ونه خورې ... څنګه مکۍ ..؟

مکۍ: او باداره ...!

اسد: نه رښتیا تا له خو مې در نکړې ...!

مکۍ: زما خیر دی ... خو چې توکل خوشحاله شي.

اسد: نا ... دا څنګه کېدای شي ... ته هم پدې کاله کې حق لرې ... هان ... دا شل افغانۍ یې ستا ... خو ورشه ... اوګۍ ته وایه ... نیمه شپه شوه ... که سالو سینګار دې شوی وي راځه ... چې سرور دوی به خپه شي ...

مکۍ: په سترګو باداره (د پښو اواز لرې اوځي)

اسد: ښا توکلیه ... نور وایه کنه چې دنیا څو ډانګه ده ...؟

توکلی: (په خپله خاصه لهجه) باداره ... په کچ کولو کچ کولو یې پوزې ته راغلم ... خو تراوسه مې لا پوره نده کچ کړې ... لا ډېره پاتې ده ...!

اسد: (په خندا کې) ولې مېچ دې لنډ دی که ... دنیا لویه ده ...؟

توکلی: نه باداره نه مې میچ لنډ دی ... او نه دنیا لویه ده ... خو هواره کمه اوکندې او کپرې په کې ډېرې دي ... په ختو کوزېدو یې ستړی شم ... ځکه (خاندي)

اسد: (خاندي) بلا یې ... بلا ... هرې خبرې ته یو پرتوګ ضرور جوړوې ...!

توکلی: او قربان دې شم ... سمه وائې ... اخر پلار په نیکه در زیان یو ... چې دومره هم ونکړو نو ... څه به کوو (خاندي)

اسد: (بیا خاندي) ښه توکلیه ... یوه خبره درته کوم ... خو رښتیا رښتیا به راته وایې ...

توکلی: وايي ... باداره ګله ... دا ولې را باندې بدګمانه شوی یې ... زه او درواغ دا څنګه کیدای شي ... (مکث .... خندا)

اسد: ښه نو زړه دې چیرته بیللی دی کنه ...!

توکلی: (په هسی هسی خندا کې) نا باداره زړه د باللو شی دی ... زړه خو چې سړی وبایلي ... خومري ... زه خو شکر روغ رمټ غټ پټ در ته ولاړ یم ...!

اسد: ګوری ... چې شوخې به نه کوې ... خبره به پټوې نه چې بیا به دې وځوروم ما ته به سمه دمه خبره کی ... سمه دمه ...

توکلی: خبرې مې سمې دي باداره ... خو خوله ... مې لږه کږه ده سمې خبرې ورنه کږې خیژي ... څه وکړم (خندا)؟

اسد: (خاندي) مګر کږې خولې سوک سموي ...

توکلی: که داسې وي ... نو بیا ډاکټر ته څه ضرورت ... خو تاسو یې پخپله دا دی سمه کړۍ ... هان (خوله ور اخوا کوي).

اسد: ګوره بچو ... مانشې غولولی ... پاکه پاکه راته ووایه ... چې مینه دې کړې کنه ...!

توکلی: قربان دې شم ... باداره ... مینه خو ار څوک کوي ... بې مینې زړه خو د کدو وي کدو ... (خاندي)

اسد: (هم خندا کوي) اۍ شاباس دغسې سپینې سپینې چې ووایې ... نو زه به دې هم ملګری شم ...

توکلی: نه باداره ... په ار څه کې ... ملګرتیا او شراکت منم ... خو په مینه کې یې نور لا څه چې د پلار سره هم نه منم ...!

اسد: (خاندي) ساده ... ملګرتیا داسې چې واده به در ته وکړم واده ... (خندا)

توکلی: (ناڅاپي په مستی) واده ... واده ... (خندا) واده ... واده ... زما واده ... هاها ...ها .... واده ... واده ... زما واده .... زما واده .

اسد: (خاندي)

مکۍ: (راځي) دا څه کوئ ... دا ... لیوني شوۍ ... که څه بلا ...؟

توکلی: چپ شه لیونۍ ... بادار راته واده کوي ... واده ... (بیا په ګډا سر کېږي) واده زما واده ... زما واده ....!

مکۍ: اخلی ... میرات ... شې ... دا څه په غرونو سر شوې ...

اسد: (په خندا کې) مه مه ... ظالمې ... غریب په چرت کې راغلی ... او ته یې په نشه کې خار اچوې ...!

مکۍ: زه یې څه په بلا لګوم ... باداره ... خو اسې دا کچه کارونه مې بد ایسي ...

توکلی: لیونۍ ... وه لیونۍ ... اوس له چانه ویرېږې اوس به لا څوک ما او تا بیل کړي ...؟

اسد: (په خندا کې) خا دا ډمامی دې اړخ ته وهلی کیدی ... د دې کاسې لاندې ... دا نیم کاسه هم پټه وه ... هان ...؟
مکۍ: (په حیاناک اندار) نه باداره دا میرات مړی ... اسی لیونۍ شوی دی ...!

توکلی: ولې به لیونی یم ... ښه روغ جوړ ... په خیټه موړ یم ... واده ... واده ... زما واده .... زما واده ... په سره ډولۍ کې را واده شې ... چې د پلو پڅکې دې ورو پورته کمه ... واده زما واده ... زما واده ... واده ... واده .... زما واده ... زما واده ....!

ډاکټر اسد: (خندا)

مکۍ: (ښه زوره) وی میرات شې ... ته څه بلا یې چې نه شرم لرې نه حیا ... پوزه دې را پرې کړه ... کچه ...

ډاکټر اسد: مه کوه لیونۍ ... د لیوني مین زور دی ... څه ټوکه خو نه ده ...

مکۍ: (په حیاناک انداز ژاړي) دا لیونی دې خدای ورک کړي ... باداره کنه ... زما پوزه یې در ته پرې کړه ... کچه دی ... کچه باداره ... خدای دې دی میرات ... میرات کړي ... کچه!

ډاکتر اسد: چپ شه لیونۍ ... دا خو مونږ ټوکې کوو ... تا ته توکلی ندی معلوم څه ... چې سر تر ویخه مسخره دی ... اسی ... لږ زور وه مې ... تا ته مې مخکې ووې ... چې پیسې واخله ... تا وې چې ماڅه کوې توکلي ته یې ورکړئ ... چې ته لاړې ... نو توکلی مې راټینګ که ... چې مینه دې کړې کنه ...

مکۍ: (د سلګو اواز)

ډاکټر اسد: بس ... چې نور ویر ... ونکړې لیونۍ ... په ټوکو هم نه پوهیږې څه ...؟

توکلی: وینې باداره ... چې ما درته وې چې په زړونو ګوتې مه وهئ ... نو تاسو نه کراریدئ ... اوس مکۍ څوک پخلا کړي ... د دې دښمني خو د اوښ پتنه ده ...

ډاکټر اسد: زه ډاکتر یم زما کار هم په زړونو ګوتې وهل دي خو په زخمونو پټی لګوم ... مالګې پرې نه دوړوم ...

توکلی: (په مسخرۍ انداز) نا کنه ... بیا هم ...!

ډاکټر اسد: چپ چې نور ونه غږیږې ... د اختر شپه ده او ته مکۍ بیچاره ځوروې ... ځه ... مکۍ ورشه ... وګوره چې بي بي دې ... له ډول سینګاره وزګاره شویده کنه ... ناوخته شوه ... (په دې مینځ کې له لیرې نه د پښو اواز راځي).

ډاکټر اسد: (په زوره) اوګۍ؟

اوګۍ: هان دا دی راغلم ... تیاره تکړه ...

اسد: ایله په خوا رو ... دنیا دې ورانه کړې ... په دوه ساعته کې دې په خوار و زارو ځان سینګار که ... ژرکوه ... چې بیخي ناوخته شو ...!

اوګۍ: بس تیار په تیار ... ځه مکۍ چې ځو ...!

توکلی: (مسخرۍ غږ) دا تاسو ټول چې ځئ نو اخر دا توکلی بنده چېرته او چاته یواځې پرېږدی.

اوګۍ: ښا مسته زړه دې مزې غواړي تاته اوس مونږ پلټنی رسالې وساتو چې یواځې نه یې ... هان!

اسد: د عاجز د زړه دنیا ورانه ده څه وکړي ... چې مکۍ ترې بیلیږي ... پیریان پرې راځي ...!

اوګۍ: (خاندي)

توکلی: رښتیا دې ووی باداره ... شایران هم داسې خبرې کوي!

اسد: څنګه خبرې توکلیه ...؟

توکلی: او کنه باداره یو شایر وايي
ښکلي چې وینم ګبړۍ مې نیسي
مینه په ما باندې پیریان راولي
(خاندي ) او کنه باداره چې سر وي خولی ورته ضرور پیدا کېږي خو دا چه ده کنه ...!

مکۍ: (په خجالت امیزه لهجه) وینې کنه باداره اوس تاسو هم را پورې ملنډې کوئ ...

اوګۍ: بس دی بس ... دومره مکر ته دې اجت نشته ځه چې ځو ... (د پښو اواز) ګوره توکلیه چې کاله ته دې ښه پام وي که څه ورک شو نو پوټکی بدې وباسم ... د اختر شپې دې ... ښه بیدار اوسه ...؟

توکلی: (په غور) څه چې خدای ته منظوره وي ... نو ... له پېښې تیښته نه وي ...!

اسد: ښه د خدای په امان ...!

توکلی: (ژړغونی) د خدای په امان باداره .

(د پښو اواز لرې اوځي او د موټر اواز هم ورو ورو لرې اوځي)

توکلی: (په ژړغونې د ځان سره) لاړې ... مکۍ ...؟ ته هم ورسره لاړې ... زړه دې را باندې ونه سو ... ظالمې ... چالاکې ... اخر دا د بیلتانه لمبې دې په ما پیرزو وې ...(ناڅاپي خندا) نانا ... اوس به که خیر وي د بیلتون مخ تور شي. بادار مې راسره وعده کړې ... چې واده راته وکړي ... واده ... واده زما واده ... زما واده ... زما واده ... دا برګ یم زه برګ مې جانان ... برګ مې ارمان دی برګ به سوال ورته کومه ... واده ... واده ... واده ... زما واده .... (په زوره) کوم به زه واده کوم ... او کوم به زه واده او کوم به زه واده ... واده زما واده ... (یخ اسویلی وباسي) ... مګر څنګه به شي ... څنګه به شي ... زه به پدې خالي دامان کور کې ... چې مکۍ نه وي هغه ښکلې سترګې ... او دنګه غړۍ چې نه وي نو زه به څنګه سات تیروم ... څنګه به خوب راشي ... دا لیونۍ مینه خو به ما هیڅ خوب ته پرې نږدي ... دا به څنګه شی ... ها ... ۍ څنګه به وشي همداسې به شي چې زه به ښه د مزې اوده شم ... او ښه په مړه ګیډه به خوب وکړم ... ولې په ما څه شوي ... ټک له یوه لاسه نه خیږي ... مکۍ په میلمستیا ته ځي ... مېلې به کوي او زه به یې په یاد کې شپې رڼوم ... ولې په ما څه جبر ... (روانیږي) ای های ... دا دی دا دی ځم اوده کېږم ... د نر غوندې ... که دا مکۍ د نر لور وي نو د دې یاد به ما له خوبه وباسي ... ولې څه ټوکې دي څه (د پریوتلو حالت) ای های دا دی د نرغوندې په خپل کټ کې وغورځیدم ... مګر که غل راشي ... غل به څنګه راشي .. بهر په کوڅه کې ټوله شپه پولیس ګرځي ... او بله دا چې زه او وېره ... توبه ... توبه ... زه او وېره. سره دومره لرې یو ... دومره لیرې لکه زه او مکۍ (هیسی هیسی هیسی ) چې زه وویریږم ... نو دا نه ویرندوکی به څوک وي ... ویم ... دا چې ... توبه توبه زه او وېره ... زه وایم وېره پخپله لمانه ویرېږي. (پدې مینځ کې ناڅاپي په یوه ګوټ کې یو کړس کېږي).

توکلی: (د کړس سره غورځي په وارخطايي) څه یې ... ویم ځان راوښیه ... څه څیز یې چې ما ویروې ... (ژړغونی) او ولې مې ویروې ... څه ګنا مې کړې ... څه خطا رانه شوې ... (د ځان سره) غټې غټې خبرې مې کړي ځکه ... ځان یې زړه ور بللی ځکه که پدې راته په قهر یې او که هم ګناه مې وي نو لدې ګناه خو را تیر شه هره بلا چې یې لدې ګناه نه راتیر شه ... بیا چې ژوندی وم غټې غټې خبرې به نه کوم دا وړه خوله او غټې خبرې ... وړې وړې خبرې به کوم ښا ... او تر تا مې در جار کړې ... (بیا کړس کېږي) وینې کنه ... زما خبره نه منې ... بیا بیا مې ویروې اخر ولې مې ویروې ... مه مې ویره وه ... ګنې زړه به مې ټک وچوي ... ټک به وچوي ... او چې دی کنه (پدې منځ کې بیا کړس کېږي او د یو څه څیز ځغاست اواز غوږونو ته رسي).

توکلی: (له ځای نه دانګي) ښا ... دا ته یې ما ویل چې دا به ګوندې څه بلا وي ... دا ته اوس دومره شوې چې ما ویروې هان ته ګوره چې موږکان هم ما ویروي. دوی هم په ما خوند بیا موند ... ندي خبر چې د هر موږک علاج پیشو ده اوس پدې زه هم خوښ شوم ... ګوره چې څنګه دی ویروم ... (په مسخرۍ سندره کې )

که ته موږک یې زه پیشو یم تا ته په نخرو یمه
میاو میاو میاو
میاو میاو میاو

(خرهار اواز نیمه دقیقه دوام کوي ... هم ددې په پس منظر کې ... له لرې نه ټیپ ستا لیونۍ مینه مې خوب ته نه پریږدي ... لږ خبر مې واخله جانانا)

توکلی: (په وارخطايي) دا څه دي ... (اواز قطع کېږي)

توکلی: (تکراروي) ستا لیونۍ مینه مې خوب ته نه پریږدینه ... دا اواز د چا وؤ ... دا څوک وؤ دا خو ډېر خوږ اواز وؤ ... بیخي خوږ ... بیخي خوږ ... مګر دا یودم ورک څنګه شو ... کنه ما خوب لیده (خاندي) هو ... لکه چې خوب وو بیرته پریوځي/ وي به ... ار څه چې وي ... خپل کار به کوي ما له یې څه ... ولې ځان له خوبه وباسم ...!

(خرهار بیا شروع کېږي نیمه دقیقه دوام کوي ...
نیمه دقیقه وروسته هم د دې خرهار په پس منظر له لرې نه)
ستا لیونی مینه مې خوب ته نه پریږدینه – لیږ خبر مې واخله جانانه ... (د ټیپ اواز رخشانه ... ټیپ یوه دقیقه دوام کوي)

توکلی: (په وارخطايي باندې سپک پاڅي/ له کټه غورځي) دا څه وو دا څه شی وو ... دا څه دي ... خو چې سترګې پټوم ... په غوږونو کې مې انګازې کیږي (مسخره) ستا لیونۍ میه مې خوب ته نه پریږدينه ... رښتیا مې لیونۍ مینه خوب ته نه پریږدینه کنه ... څه وهم راخیستی یم ... زړه مې له ویرې چوي ... مرم ... مرم ... خیر خدایه ... خیر خیر .... خیر (د باندې نه هم پدې وخت کې د دروازې د ټکولو غږ راځي).

توکلی: (په وارخطايي ... او په ریږدیدونکي غږ) دراغلم ... ای دادی دراغلم ... صبر مو زده کنه ... (منډه اخلي) دراغلم ... (ور بیرته کوي) ... (په وارخطايي) سلام باداره!

ډاکټر اسد: ولې وارخطاه معلومېږې ... ویریدلی خونه یې ...؟

توکی: (نیمه خو خندا) زه ... او ویره ... توبه هۍ وي توبه ... چې زه وویریږم ... نو دا زړور به لا په دنیا کې څوک وي ... اسی لږ مخکې څه درب و دروب شو ... سم د لاسه مې چاړه راه واخیسته ... په ټول کور کې وګرځیدم ... اخر مې اواز وکه ... چې که غله مله یې نو ځانونه راښکاره کړی ... دخلاصیدو نه یی ... دلته توکلی دی توکلی ... څه ټوکی ندی ... خو باور دې وشه باداره که مچ به مې هم پیدا کړی وي ... بیا راغلم ښه په غځیدلو پښو ویده شوم ... بس همدا ستاسو د راتلو غږ و چې را ویښ یې کړم ... اورې باداره ... داسې درته وایم کنه ... او خدای شته ...

ډاکټراسد: ښا ... ښا اشنا مونږ خو دې بهادري منو خو دا مکۍ یې نه مني ... دا وايي ... چې توکلی د هګۍ له ډز نه هم ویریږي ... (اوګۍ او مکۍ دواړه خاندي)

توکلی: ګوره باداره کنه چې که بی بی مې خاندې خو حق لري ... مګر دا مکۍ سپیره زما غوندې مزدوره دې ولې په ما پورې وخاندي ... هان ...؟

مکۍ: وۍ ... میراته ... سپیره خو به ته یې ... او سپیره بدې اغه دغه وي ... ما ته څنګه سپیره وایې ...

اسد: ځه خیر دی ... له ټوکې اوس بوکه مه جوړه وی ... په زړونو کې دواړه سره ښه خواږه یئ هسې زمونږ په وړاندې ځانونه داسې تروه ترخه کوئ ...!

اوګۍ: (خاندي) ښا دا خبره هم ده.

اسد: لیونۍ ... په کاله درسره لوۍ شول ... او ته یې نه پیژنې ... دواړه په یو بل سره ورک لیوني دي ... څه خوږې خبرې کوي ...!

توکلی: یره باداره په خوله خو دې ګوړې شکرې شه ... ګوړې شکرې ...

مکۍ: او ستا په خوله دې زهر شي زهر ... څه سپینې سترګې لرې ...

ډاکټر اسد: بس بس ... اوس د جنګ وخت ندی ... ښا توکلیه ... څوک مریض رنخور خو به نه و راغلی ...

توکلی: (په خپله خاصه لهجه) نه باداره ... مریض رنځور مرګ غواړي چې په نیمه شپه او اغه اوم د اختر په شپه به راځي؟

ډاکتر اسد: نا خدای مکړه بې رحمه ... څنګه دې د چا د مرګ خبره خولې له درځي ... (په دې منځ کې بیا د دروازې ټکهار)

ډاکټر اسد: هله دو .... نه چې کوم رنځور نه وي ...!

توکلی: (مڼده اخلي ... ور بیرته کوي) څوک یې ...

یو پوخ سړی: داکټر صیب شته کنه. زه مریض لرم ...

توکلی: (ځان سره) څه ووایم چې شته که نشته ... شته شته ... نانا ... نیشته ... نیشته ... نا ... ناشته شته ... (بیرته منډه اخلي) باداره ... یو سړی مریض لري وايي ډاکټرصیب شته که نشته.

ډاکتر اسد: (په خوږه ژبه) هله زر وایه شته ... دغه دی درځم هله مکۍ ... زما بکس راکړه ...!

مکۍ: هان ... باداره ... (له کوره د وتلو اواز).

ډاکټر: ښه تاسو ارام وکړۍ ... زه مریض ګورم او ځم ... (د پښو د دروازې ګروپ) ... ته مریض لرې کاکا.

کاکا: او سیب ... خدای دې مه کمه وه ... ځوی مې مریض دی ...

ډاکټر: لرې دی که نږدې ... ؟

سړی: بس سیب د یو لسو دقیقو لار ده او بس ...

ډاکټر: ښه نو ځه چې ځو ... (روانیږي د پښو اواز شروع کېږي).

کاکا: زما خو هیڅ اُمید نه و ډاکټر سیب چې تاسو به زما غریب سره پدې وخت لاړ شی ...!

ډاکټر: کاکا ډاکټر وي هم ددې د پاره، البته د غریب د خدمت د پاره، مونږ زیات ترغیب شوي یو ... زه ... ډاکټر یم ... د جامعې خدمتګار ... که شتمن وي که خوار ... زما د پاره یو ډول دي.

کاکا: خدای دې در سره ښه وکړي زمونږ د لاسه خو نور هیڅ هم نه کېږي...!

ډاکټر: خیر بابا ته هیڅ فکر مه کوه ...!
(موزیک وخت تیروي)

ماشوم: بابا ... زما جامې ... زما کالي ... بابا ... بابا .... تا ماته کالي نه دي راوړي ... هلکان په ما پورې خاندي ... زما په کالو پورې ... نن یې ټوله ورځ خندل ... بیا نه ځم ... جامې ... نوې جامې ... زه د اختر په ورځ زړې جامې نورې نه اغوندم ... نه اغوندم ... نه اغوندم ...(ژاړي).

ډاکټر: بچیه ... ته راکه لاس ... بابا ته مه وارخطا کېږه دا سپې تبه ده .. ګډې وډې وايي نو رڅه نشته ... زه اوس دوا ورکوم ... خدای به یې ښه کړي ... مګر دا کله ناروغه شوی وو ...

کاکا: (یو سوی اسویلی کاږي) ډاکټرسیب څه به درته وایم ... د زړه کوم زخم به درته سپړم ... غریبي دې ورکه شي ... پخپله لوۍ مرض دی ... د ده مور مړه ده ... او پلار یې یو غریب زیارکښ دی ... غریب زیار کښ ...

ډاکټر: مګر تا خو وی چې زما زوی دی ...

کاکا: هو سیب زما زوی دی ... هم ددې بدبخته او سپیره پلار ځوی ...

ډاکټراسد : نو بیا ...

کاکا: بیا څه ... له څو ورځو یې راته ویل چې بابا ماته به اختر ته جامې کوې ... زه به غلی شوم ... ځکه چې ما د خپلې وعدې په پوره کولو باور نه لاره ... اختر هم راغی ... مګر د ده جامې هم لکه چې وې زړې پاتې شوې ... نوې نه شوې ... دا چې ما ته څومره ګرانه تمامه شوې ... زه پوهیږم ... او زما زړه اوس ... خو تر دې بده یې دا چې د دې بدبخته پلار غریب زوی چې نن کوڅې ته ووت ... نو ټولو وړو زړو نوي کالي اغوستي وو ... او ارچا چې به دی لیدي ... د زړو جامو پیغور به یې ورکاوه ... هماغه چې په ژړا ژړا را ننوت تر ماسخوتنه یې ژړل ... که هر څومې د لاسه کاوه ... ایڅ نه د لاسه کیده ... اخر هم دا چې تبې ونیوه ...

ډاکټر اسد: (سوی اسویلی کاږي) .... اُف خدایه ...!

کاکا: ډاکټر صیب ستا په زړه کې څه ونه ګرځي ... نن په ټول ژوند کې دیرش روپی لرم یا دا چې دیرش روپۍ زما ټول ژوند دی ... (اسویلی).

ډاکټر اسد: مګر ظالمه ... چې داسې وو ... خو ما ته به راغلی وای ... ما به درسره د یوه انسان په نوم کمک کړی وای ...

کاکا: ډاکټر صیب ... په ځوانۍ دې برکت شه ایڅ مې زړه نه مني چې د چا په خیر او خیرات ځان وساتم یا خپل ماشوم ځوی پدې ادت کړم ځکه ... ګڼې نو دا خو اسانه وه که تاسو نه یې نو یو بل چا خو به ضرور راسره مرسته کړې وای ... خو زړه مې نه منله ... پښتانه وايي غریب خدای کړې ... نو بې همته چا کړې ... (اسویلی).

ډاکټر اسد: کاکا څه سپق مبق دې ویلی دی ...؟

کاکا: (اسویلی) ... وی ډاکتر صیب که سبق مو ویلی وای ... نو څه کمی به مو لاره ...

ډاکټر اسد: (اسویلی) او ... رښتیا چې ډېر باهمته او شریف انسان یې ... پروا مه کوه ... هاغه – کسان چې د خپلو مټو په قوت ایمان او عقیده لري ... هغوی یقیناً د یوه ملت ډېره غوره اولاد وي ... او د هر ملت اولاد چې دومره باهمته او مړه خوا شي ... ارو مرو مخکې ځي ... مګر زه سره ددې ټولو خبرو ... ستا نه یو هیله کووم ... وبه یې منې ... کنه ...؟

کاکا: ولې نه ... په دواړو سترګو ... تا خو زما سره ډېر لوی احسان وکه ... زه به څنګه ستا خبرې نه منم.

ډاکټر اسد: دا مه وایه کاکا ... ما ستا سره هیڅ احسان ندی کړی ماخپله وظیفه په ځای کړې او بس ... خو ته زما یوه خبره ومنه ...
کاکا: په لیمو ډاکټر صیب ...

ډاکټر: زه یو څو جریبه ځمکه لرم ... ته به خپله زما سره د هاغې ... ناطري منې ... ته پوهه شه او هاغه ... او ستا پدې ماشوم به زه د خپل یو ځوی په ډول مکتب وایم ... وایه منظوره ده ...

کاکا: (غلی کېږي)

ډاکټر اسد: ولې غلی شوې ... پدې کې خو څه شرم نشته خو کار به کوې او مزد به اخلې ... څه سوال او ګډاګري خو نده ... بس ووایه ... چې منم ...

کاکا: ښه سیب په سترګو ... ما ومنله ... په سترګو مې ستاسو خبره ومنله ...

ډاکټر اسد: ښه نو اوس زه ځم ... سر له اوسه ستا ځوی ماپه خپل ځویتوب ونیوه ... اوس دا دوا ورکړی. تر سبا به دی بیخي که خیر وي روغ جوړ وي. ګیځ به ته سره له بچي زما کور ته راځې ... دی به زما سره پاتې کیږي بیا به یې پخپل وخت مکتب کې اچوم او تا به زه خپلو ځمکو ته ولیږم ... چې د هاغې څارنه کوې ... ښا ...!

کاکا: په لیمو ...!

ډاکټر اسد: (روانیږي) بس نور ودره ...

کاکا: تر یو ځای خو به درسره ولاړ شم ...

ډاکټر اسد: قطعاً نه ... دې ماشوم ته دا دوا ورکړه ... یوه دوه ساعته پس که تبه یې وشلیده نو بیا هم به دا دوا ورکړې ... تر ګیځه به انشاالله ښه وي ...!

کاکا: په خدای مو سپارلی یې ... خدای مو په ځواني برکت که ډاکټر صیب ...!

ډاکټر اسد: د خدای په امان (د پښو اواز لرې اوځي او هم پدې اثنا کې د شپې تیریدلو موزیک شروع کېږي او نیمه دقیقه دوام کوي)

ډاکټر اسد: (په کټ کې په ډډه اوړي ستوماني وباسي) مکۍ ... وه مکۍ ااا وه توکلیه ...!

توکلی: (له لیرې نه) او باداره ... دا دی راغلم ... (په لیارې ځان سره وايي) زما واده ... زما واده .

ډاکټر اسد: هو هو ستا واده ... بوتله شپه و ورځ د واده سودا راخیستی یې ...!

توکلی: (هیس هیس هیس) باداره ګله که واده نه کار وای ... نو بادار به مې ولې کولې (خندا)

ډاکټر اسد: (په قهقه خاندي) ښا ... ښا ... پویه شوم خو ته اوس چای راوړه ...

توکلی: په سترګو ... خو بیګا څه وخت راغلې ...

ډاکټر اسد: ډېر ناوخته بیخي چرګ بانګ ...

توکلی: نو ور درته جا بېرته کړ ...!

ډاکټر اسد: اغا ستا دغې ...

توکلی: زما څه ...

ډاکټر اسد: ستا ګل مکۍ ...

توکلی: (په قهقه خاندي) یره باداره خو په خوله دې خوږې ګوړې شه ګوړې ...!

ډاکټر اسد: ځه بس دی چای راوړه بیا تیاریږم ... ځم بازار ته چې ستا او د مکۍ د واده جوړه واخلم ...

توکلی: رښتیا باداره ...؟

ډاکټر اسد: ولې نو درواغ څه ... زه به جوړ ستا غوندې پوګه یم څه ...

توکلی: (په مسخرې او لیونۍ غوندې خندا کې) نا خدا یمکړه باداره ته خو ته یې (روانیږي چې لږ لرې اوځي نو بیا شروع کوي) واده ... واده ... زما واده ... زما واده ... ښه واده ... خوږ واده ... شرین واده ...

مکۍ: (له بلې خوا مکۍ راځي چې لوښي ورسره دي په لیاره کې ډغره خوري) ا ... خ ... په سترګو ړوند شې ... ړوند یې لیار نه وینې دا څه واده واده رمباړې وهې ... د چا سره دې واده دی ... لوښي دې مات کړل لارې ته نه ګورې ... بدبخته ...

توکلی: د چا سره ... ستا سره بل د چاسره ... واده زما واده.

مکۍ: (داسې قهر چې مینه ورنه څرګندیږي) ښه ودره بې شرمه چې زه دې کار وکړم (د لوښي ګوزار ورباندې کوي)

توکلی: (منډه اخلي) ... مه ...مه ... که داسې مه که اوس نه مو په لوښو لرګو ولې ... خو زما به کار وشي ... (منډه ) ... مه مه مه چې نور مې ونه ولې ...

مکۍ: (په خندا کې) واله که دې پریږدم ... (منډه اخلي ) ...

موزیک

ګڼ خلک: مبارک دې شه توکلیه واده دې مبارک شه ...!

توکلی: کور مو اباد ماته څله مبارکي راکوی ... ډاکټر بادار ته مې مبارکي ورکړۍ ... چې واده یې راته وکړ که ډاکټر صیب مهرباني نه وی کړې نو زما له وسه کله پوره وه چې واده وکړم.



(خوږه موسیقي پورته کېږي)



(پای)






No comments: