Apr 5, 2010

فاتح الملك ننګ يوسفزى نامتو ډرامه ليكوال

اميرجان وحيد احمدزى
فاتح الملك ننګ يوسفزى نامتو ډرامه ليكوال

ډرامه د ادب او هنر د كاله هغه خورلڼه ده چې د هر كاله ورونه يې بې بلنې په مخ پرانيستي دي. د خپل رنګ، خوند او پند له بركته ګڼ مينه وال لري، خو په افغانستان كې يې لا اوس هم ډېر د خوند او لږ د پند لپاره اوري او ننداره كوي. ډرامه د خوند تر څنګ پرېمانه پند هم لري، خو نه پوهېږم چې دې اړخ ته لږ پام د خلكو ملامتيا ده او كه د ليكوالو نيمګړتيا.
له ښه مرغه په هېواد كې د وروستيو بدلونونو راهسيې ګڼو دولتي او نادولتي رسنيو د ډرامو د پند لورته پام ډېر كړى دى، ځكه دوی دا درک کړې چې ډرامه د فكرونو، تجربو او احساساتو د لېږدولو او شريكولو اغېزمنه لاره ده. له همدې امله ډېرى دولتي او نادولتي ادارې د ډرامې پر مټ د خلكو د خويونو د بدلولو، د فکرونو جوړولو او كړو وړو د سمولو كوښښ كوي. د ډرامو پر مټ د ګڼو ادارو له لوري د عامه پوهاوي هڅې د ډرامې د ارزښت څرګند ثبوت دى.
هغه ارزښت کوم چې ښاغلي ننګ يوسفزي څو لسيزې پخوا په تنکي زلميتوب کې درك كړى وو، ځكه په ۱۹۵۱ عيسوي كال يې د ذهنونو د روڼولو، د ناسموكړنو د غندلو او سمو هغو ته د خلكو د هڅولو په موخه ډرامه ليكنې ته مخه كړه. دغه مهال د سرحداتو د مستقل رياست د تبليغاتو غړى و.
ښاغلی ننګ يوسفزی د خپلې لومړنۍ ډرامې مات کنډول د ليکلو پرمهال د شلو کالو وو. له تنکي زلميتوبه نيولې ان تر سپين ږيرتوبه پورې څه كم شپېته كاله يې د ډرامې هنر د فکر په خوږو، فطري مينه او د زړه په وينه وپاله.
مات كنډول سټيج ډرامه يې د پښتونستان په هكله ليکلې چې د خوشال خان لېسې زده كوونكو درې ساعته پرلپسې د پوهنې نندارې په سټېج ډېره ښه ولوبوله. نندارچيانو هم په تودو چکچکو بدرګه کړه.
دقبايلو مستقل رياست د دغې ډرامې نندارې ته د كابينې غړي، لوړپوړي چارواكي، ادبي او علمي شخصيتونه لكه مولانا قيام الدين خادم، ستر ليكوال استاد بېنوا، د پښتو ژبې فيلسوف شاعر او ليكوال ګل پاچا الفت، استاد صديق الله رښتين، پياوړى شاعر او ليكوال سيد شمس الدين مجروح چې دغه وخت د قبايلو د مستقل رياست ريس وو، تكړه ليكوال محمد ارسلان سليمي وردګ ، استاد خليل الله خليلي او ډېر قومي مشران رابللي وو.
دغزل بابا استاد امير حمزه خان شينوارى چې د وخت حكومت د افغانستان د خپلواكۍ د جشن په خوښيو كې د ګډون لپاره رابللى وو هم د مات كنډول ډرامې نندارچي وو.
ننګ صيب وايي: د ډرامې د پايته رسېدو نه وروسته ډېرو درنو نندارچيانو ماته مباركي وويله او استاد خليلي راته وويل چې ننګ صيب! ”چند قطره اشك خوبه ما ميماندى.“
د غزل بابا حمزه صيب په خوا پورې ونيولم او ويې ويل: ”زلميه زموږ د ټولوسترګې دې اوچتې كړې. بختور شه. ډېر بختور.“
علامه قيام الدين خادم د اصلاح دولتي ورځپاڼې مشر چلوونكي د دغې ورځپاڼې د سنبلې د لسمې نېټې په ګڼه كې ډېره ښكلې سرمقاله وليكله. په هغه كې يې د افغانستان له حكومت نه په ټينګه له مات كنډول ډرامې څخه د فلم جوړولو غوښتنه كړې وه.
ننګ صيب ته خداى تعالى دومره نرم، ژړه غونی او عاطفي زړه وركړى چې د خپلو ډرامو ډېرو صحنو ته يې هم اوښكې او سلګۍ نه دي تمې شوي. د نوميالي واكمن شېرشاه سوري په هكله د ليكل شوې ډرامې ځينې صحنې. لکه د افغان شېرشاه له لوري د هند تر سوبې او د مغل پاچا همايون تر تېښتې وروسته چې کله د همايون ملكه په اوښلنو سترګو د پښتون پاچا شېرشاه سوري دربار ته ور وستول کېږي.
د ملکې په ليدو دغه نوميالی پاچا د پښتني دروند دود له مخې د خپلې غاړې د هغه وخت د درې سووه زرو روپيو ارزښت لرونكى د ملغلرو امېل د همايون ملكې ته د پړوني په توګه وركوي او تر څنګ يې د نه ژړا دلاساينه او سپارښتنه ورته كوي. ورته وايي: ” بس نوره مه ژاړه، ځكه زه وېرېږم چې ستا د اوښكو په سېلاب كې د پښتنو دا ګټلى تاج او تخت لاهونه شي.“
دغه نوميالی واکمن دا هم ورته وايي چې:”كه غواړې زه به د هندوستان د پاچا هۍ دا ګټلى تاج او تخت بېرته تاته په پړوني كې دركړم.“
د همايون ملكې خپلې اوښكې په پلو وچوي او وايي: ”ما ځكه ژړل چې فكر مې كاوه ګوندې د لوى هندوستان په تخت او تاج د كوم غله غدۍ پرېوته، خو اوس پوه شوم چې نا داسې نده. يوه شهنشاه له بل شهنشاه نه د هندوستان تاج او تخت د مټ او تورې په زور اخيستى دى، نو دا دى اوس خپلې اوښكې وچوم. نوره نه ژاړم، خو تاسو اعلحضرت ته دومره وايم چې زه تاسو نه د هندوستان پاچاهي د خير په كاسه كې نه غواړم. كه زما په خاوند همايون كې ستاسو نه زيات اهليت او صلاحيت وو، نو بېرته به هم دا تاج او تخت تا نه د تورې په زور واخلي.“
د ملكې د دې خبرې له اورېدلو وروسته مدبر واکمن شېرشاه سوري خپل زوى شهزاده عادل شاه را غواړي او ورته وايي: ” دې بي بي ته زما د خور او د خپلې ترور په نظر وګوره. د وسلوالو په بدرګه يې په پوره درناوي خپلې کورنۍ ته ورسوه.“
عادل شاه د پلار په لارښوونه ملکه د ايران تر پولې رسوي. ايران ته ورتښتېدلی همايون هغه ځای ته ور غواړي او په ډېر عزت او درناوي د هغه ملكه ورسپاري
د ډرامې په همدغو صحنو کې د پښتون پاچا دغه پښتني شرافت ، دروندوالي او عظمت د ښاغلي ننګ يوسفزي له سترګو ډېرې اوښلنې مرغلرې څڅولې دي.
ډرامه ليكنه لږ كسبي او ډېره فطري چاره ده. ځانګړې وړتيا او ذوق غواړي. دغه ځانګړې وړتيا او ذوق هغه د بخت مرغه دى چې په سلو او زرو كې د ښاغلي ننګ يوسفزي په څېر ايله د يو نيم بختور په سر كېني.
هو ځکه د ډرامې هنر پالنه غواړي. ښه پالنه. د ښاغلي ننګ يوسفزي په څېر پالنه. لوړ تخيل، پنځونکی ذهن، نوښتګر فکر، ولسي پوهه او د کليموخوږلني د دغې پالنې لويې برخې دي.
ننګ صيب هم د ډرامه ليكنې لپاره تخيل، په ژبه د مټ بروالى، د خپلو ولسي، ټولنيزو، تاريخي او نورو موضوعاتو په هكله معلومات، له دودونو او د خپلو نندارچيانو د پوهې دكچې سره بلدتيا اړينه ګڼي.
ننګ صيب ډرامه د انساني او په تېره د پښتنو د ټولينز ژوند د تياره اړخونو د روڼولو ، د كږو لارو د نېغولو او د وګړو د تېروتنو د سمون او اصلاح ګټوره او اغېزمنه وسيله بولي او وايي: ”كه زما وس كېدى، نو ما به د تكړه هنرمندانو او لوبغاړو له لارې د ډېرو ليرې ليرې پښتون مېشتو سيمو ګوټ ګوټ ته د ډېرو غښتلو ډرامه ليكونكو اصلاحي ډرامې رسولې واى او په دې ډول به مې د خپل ولس د ژوند د تورو ګوټونو د روڼولو پرلپسې هڅې كړې واى.“
انساني ژوند د ډرامه ليكنې تر ټولو لوى پلاټ او ډګر دى. له دغه ډګر څخه د ډرامې د موضوعاتو او سوژو انتخاب د يو ليكوال په خوښه، وړتيا او برلاسي پورې اړه لري.
ځينې ډرامې له تخيل نه الهام اخلي او ځينې بيا د ژوند او تاريخي پېښو پر بنسټونو ولاړې وي چې د ښاغلي ننګ يوسفزي په ډرامو كې د دواړو ډولونو پرېمانه غوره بېلګې شته.
ننګ صيب وايي:” ليكوال ته پكار دى چې په يوه موضوع تر ليكلو دمخه خپل ځان وتلي. دا معلومه كړي چې د معلوماتو له مخې او عملاً په موضوع څومره برلاسى دى؟ ليدونكي، اورېدونكي او كتونكي يې د فكر او افاقي معلوماتو له مخې د كومې كچې او كوم معيار دي؟ كه هغه څه چې غواړي يې په هغه يې مټ بر وي، نو بيا واه، واه، خو كه داسې نه وي، نو بيا د داسې يوې موضوع د څېړلو اوليكلو هڅه بې له دې چې د يوه ليكوال د غاړې غور شي بله هيڅ ترې نه جوړېږي.
شاعر وايي:
چې د اوسپنې زنځير شلوي په ګوتو
هغه دېو په اومه تار د احسان نښلي
د ډرامې پسته مسته ژبه هم د احسان له اومه تاره كمه نه ده، ځكه دا ځواك لري چې ډېر زورور دېوان رام كړي. د يوې نادودې مخه ډب كړي. د ظالم لاس له ظلمه ونيسي. ويده ولسونه را ويښ كړي، بې لارې خلک په لاره او خپلو تېرو کړنو پښېمانه کړي، خو په دې شرط چې ډرامه ليكوال د ډرامې له هنر سره انصاف وكړي. د ډرامې ليكلو او د خپل پيغام د سكڼلو پر مهال د ډرامه ليكنې ارونو او د خپلو مخاطبينو فكر، پوهې، غوښتنې، اړتياو او نورو ته پام وكړي. يانې نه بايد له يوې مخې نصحيتونه وكړي او نه هم نګه طنز او ټوكې. د سمون په موخه د ليكل كېدونكو ډرامو هڅه او موخه ښايي تل پوهنيزه وي.
ننګ صيب د ډرامې په زړه راښکوونکي پيل او فکر تخڼونکي پای ټينګار کوي. داسې چې ليدونكي، اورېدونكي او لوستونكي د ډرامې د پايلې په هكله فكر كولو ته وهڅوي. همدارنګه په زړه پورې تفريحي اړخ د غوره ډرامو ځانګړنه او د سمون په موخه په اغېزمنه توګه د طنز او خوند له رنګينيو سره ملې د پخو، ګټورو او منطقي خبرو رسول د يوه ليكوال غښتلتوب او كمال ګڼي.
پيغام هم د ډرامو د پام وړ برخه ده. ځينې ځوان ډرامه ليكوال په همدغه برخه كې ستونزه لري. ستونزه يې دا وي چې اصل پيغام د ډرامې له هنر سره نه شي پخلا كولى. ژبه يې وچه، پيكه او نصيحتي وي. ځينې د اصل پيغام پر ځاى د كليمو رنګينيو ته زيات پام كوي.
يو شمېر بيا په ډرامه كې د څو پيغامونو د راوړلو هڅه کوي. دا چاره د ګټې پر ځای تاوان کوي، ځكه اورېدونكي سربداله كوي. كله ناكله ان د ډرامې مسير بېخي كاواكه كوي. ننګ صيب هم په ډرامه کې يو پيغام غوره بولي او وايي:
” ډرامه ليكلى كېږي هم د يوه پيغام او مقصد رسولو لپاره. دا بيا د ليكونكي كمال دى چې څنګه په يوه مركزي خيال او پيغام كې نور ملګري او ضمني خيالونه داسې ورګډ كړي چې د مركزي تصور مركزيت ورنه ژوبل نه شي او ليدونكى، اورېدونكى او كتونكى په دې كړكېچ اخته نه كړي چې پوهه يې د لويو او وړو پيغامونو تر منځ خپله لاره وركه كړي.“
ننګ صيب د ډرامې د ژبې ډول د ليكوال خوښې ته پرېږدي او وايي: ”راځئ دا خبره يوه ليكوال ته پرېږدو چې هغه د خپلو نندارچيانو ذهن او فكر ته د خپلې ليكنې مقاصد د ژبې د كوم ډول په خپلولو په زيات اغېزمن ډول رسولى شي او كه يوليكوال په دې هم نه پوهېږي چې دخپلې ليكنې مقاصد په كومه وړ او مناسبه طريقه د خپلو وګړو ذهنونو ته ورسوي، نوبيا خو دې خداى مل شي.“
ننګ صيب د ډرامه ليكنې په برخه کې نه د چا شاګردي كړې ، نه يې د چا سلا او مشوره اخيستې او نه يې خپلې ډرامې چاته د كتلو او لارښوونې لپاره ورښودلي دي . يواځې په لومړيو كې به لوى مدير يا د راډيو ريس ، دسياسي او خپرنيزې پاليسۍ له مخې د هغه ډرامې كتلې. د فن له مخې يې په كې لاس نه واهه.
ننګ صيب په اردو ژبه د ښه پوهېدو له برکته د اردو ژبې ګټور اثار لوستي. داسې اثار چې د فکر نوې لارې او کړکۍ يې ورته پرانيستې دي. ننګ صيب وايي. زه په اردو ژبه ښه پوهېږم. د افسانو او ناولونو لوستلوسره مې زياته مينه درلودله. د هند د نامتوليكوال منشي پريم چند يو څو ناولونه لكه ګوډان، سيوا سدن، پريم چوپړه او ځينې نور چې اوس يې نومونه رانه هېر دي ما په ډېره مينه لوستلي وو او له هغو مې د افسانې او ناول ليكلو فكري او فني الهام اخيستى وو، نو كه د چا د ليكلو په لوستلو له هغې نه په الهام اخيستلو او د ډرامې او ناول د ليكلو په ډول او طريقه زده كولو باندې هم څوك د چا شاګرد كېدلى شي، نو بيا خو زه په زغرده دا ويلى شم چې منشي پريم چند زما استاد وو او دى.
ښاغلى ننګ دا هم مني چې د پښتو د نامتو ليكوال سيد راحت ذاخېلي ځينو ليكنو او د ماسټر عبدالكريم سپور د پرېو تو دى، بي بي بله خړه، د خان مېښې اوځينې نوروليكنو يې ذهن روښانه كړى دى..
د ډرامې په برخه کې د ننګ صيب د زده کوونکو کيسه د ده په وينا په زړه پورې ده.کيسه داسې ده چې هغه مهال د وخت د حكومت د پرېكړې له مخې به د پوهنتون فارغ محصلين تر درې مياشتني عملي كار وروسته د رسمي مامورينو په توګه منل كېدل. د همدغې پرېكړې له مخې د پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي څوارلس تنه پښتانه ځوانان د مطبوعاتو مستقل رياست ته ورغلي وو.
د دغو محصلينوله ډلې يې ځينې د ډرامو په برخه كې د عملي زده كړو لپاره د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو مديريت يانې ښاغلي ننګ صيب ته ور وپېژندل، خو كله چې دوى ته معلومه شوه چې ننګ يوسفزي ايله تر اتم ټولګي پورې ښوونځى لوستى، نو د مطبوعاتو مستقل رياست ته يې شكايت وكړ. دوى دا ويل چې موږ د پوهنتون فارغان او ننګ صيب د اتم ټولګي لوستى دى.
دغه وخت دمطبوعاتو مستقل ريس سيدقاسم رښتيا وو. رښتيا صيب ورته ويلي وو چې ننګ يوسفزى وزارت په پټو سترګو ندى ګومارلى. ښۀ په غور او فكر يې دا كار كړى دى. د ننګ يوسفزي د زده كړې او تعليم درجه په تاسو پورې هيڅ تعلق نه لري. نوموړی همدا اوس د راډيو د هنر او ادبياتو مدير او د راډيو د دې اړخ يوه ډېره لويه برخه په بريالي ډول چلوي.
ښاغلي رښتيا زياته كړه: ”ننګ صيب داسې يو پياوړى ليكوال دى چې زما په ګډون يې ګڼ نور پوهان هم ليكنې او ډرامې خوښوي او درناوى ورته لري. كه ما په خپله د ډرامې په برخه كې عملاً څه زده كولى، نو باور وكړئ چې دا زده كړه به ما له ننګ صيب نه كړې واى، نو كه غواړئ چې عملاً يو څه زده كړئ او ښه يې زده كړئ نو هغه ته ورشئ.“
ننګ صيب وايي كله چې درې مياشتې وروسته دغه ځوانان له ما څخه رخصتېدل، نو د دوى د عملي زده كړې په هكله مې مقاماتو ته ډېر ښه تصديقي مكتوب وليكه او خداى شته چې دوى په خپله هم ډېر اهل او قابل زلميان وو.
په وروستۍ ورځ يې زما لاسونه ښكل كړل او د لومړۍ ورځې د كړنو په اړه يې بښنه غوښتله. راته يې وويل چې موږ ستاسو په پېژندلو كې تېروتي وو. ما ورته وويل كه ستاسو پر ځاى زه واى نو مابه هم كټ مټ كړي واى.
ښاغلي ننګ يوسفزي د افغانستان پر ملي راديو سربېره د ال انډيا د پښتو پروګرام لپاره هم ډرامې ليكلي، ځكه هغه مهال د هند د رسمي غوښتنې سره سم د دريو كالو لپاره د افغانستان حكومت د ده خدمتونه د هند حكومت ته وركړل چې بيا يې د ځينو لاملونو له مخې استعفا وركړه او بېرته ګران هېواد ته راستون شوو.
ننګ صيب دولس كاله د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو د مدير په توګه دنده ترسره كړې. ننګ صيب وايي:” هغه مهال په راډيو كې كوم پښتو ډرامه ليكونكى نه وو. البته يو ځلي استاد محمد اكبر پامير او ښاغلي روشندل خان روشن وردګ راډيو ته يوه يوه ډرامه رالېږلې وه چې دواړه له افغانستان راډيو نه خپرې شوې، خو زما د بيا بيا هيلو سره دوى نورې ډرامې راونه لېږلې او يو ځلي لكه چې عبدالوكيل صداقت د مصر د استاد توفيق الحكيم د يوې ډرامې ترجمه چې په كوم عسكري شاه زلمي منصبدار باندې ليكل شوې وه او كه زما حافظه زما سره لږ پت وپالي او تربګني راسره ونه كړي، نو د دغې ډرامې عنوان وو قهرمان مړشو او قهرمان وزېږېد. دا ډارمه هم خپره شوې وه.“
ننګ صيب وايي ګهيځ او څاښت مهال مې ذهن ډرامه ليكنې ته ښه جوړ وي. هره ډرامه او د ډرامې هره برخه چې زياته په زړه پورې وليكم، نو هومره ځان ډېر ارام محسوسوم.
ننګ صيب دا هم وايي چې ټولې ډرامې يې په يوه ناسته كې ليكلې دي. كله چې مې په يوه ناسته كې ډرامه نيمګړې پريښې، نو د دغې ډرامې تخيلي پرلپسېتوب او تسلسل شلېدلى او دې ته اړ شوى يم چې له سره بيابله ډرامه وليكم.
دا چې ننګ صيب ته په خپلو ډرامو کې کومه يوه ډېره په زړه پورې ده په دې هکله وايي:” د بچو په څېر په خپلو ډرامو كې هم د ښو او ناښو انتخاب راته ګران دى، خو بيا هم په مات كنډول، زرغون ټال، ځانګو او ضمير باندې مې زړه زياتې اوبه څښلي دي.“
د خټګر په نوم د ننګ صيب يوې ډرامې د مطبوعاتو وزارت د رحمان بابا دويمه جايزه هم اخيستې ده.
د سپېڅلي پوليس په نوم دقاچاق په خلاف ليكلې ډرامه يې هم اورېدونكو ډېره خوښه كړې. تر دې چې د راډيو د رياست او د مطبوعاتو د وزارت په لارښوونه څلور وارې له راډيو افغانستان نه خپره شوه، خوځينو منفي ذهنو كسانو د دغې ډرامې د ناسم تعبير هڅه كوله. هغوى غوښتل چې تاوتريخوالى پيدا كړي. دا چې دغه بدغوني څوك وو او ولې يې دېته لمن وهله؟
ښاغلى ننګ يوسفزى وايي اوس د دې په هكله ترڅه ويلو نه ويل ښه دي، خو دا ژمنه كوي چې كه ژوند ورسره وفا وكړي، نو په دې هكله به له ډېرو رازونو پرده پورته كړي او د ډېرو دوه رنګۍ او بدرنګۍ به ولس ته ډاګيزه كړي.
ښاغلى ننګ يوسفزى د ډرامې ليكلو په څېر د ډرامې لوبول هم ارزښتناك ګڼي. ښه غږ ، د لهجې صراحت اوكره توب، د ژبې رواني او مورنۍ ژبه د ډرامې لوبولو معيارونه بولي.
ننګ صيب وايي: ”صايمه مقصودي، زيبا خادم، تورپېكۍ خادم، ښاغلى فضل محمد فضلي، طاهرستانه او ځينې نور چې نومونه يې اوس زما هېر دي ښه لوبغاړي وو.“
ننګ صيب د خپلو ډرامو لارښوونه او ډايريكشن په خپله كړى دى، ځكه له كاكامنجاني پرته په بل چا يې زړه اوبه نه څښلې، خو د هغه ستونزه دا وه چې يو خو د صحنې لوبغاړى وو او بل په پښتو نه پوهېده.
ننګ صيب وايي:” وروسته بۀ مې فضل محمدفضلي د ډايريكشن په وخت د ځان سره د څار كوټې په سټوډيوكې كېناوه او د لارښوونې موقع به مې هم وركوله، تر څو پورې چې زه په راډيوكې وم ، نو همداسې کېدل، خو كله چې زه له راډيو نه لاړم او زما په ځاى د پښتو خوږ ژبى شاعر ښاغلى نصرالله حافظ راغى، نو چې بيا به څنګه كېدل هغه د دوى كار وو.
د ښاغلي ننګ يوسفزي په وينا: ”د ډرامې لارښوونكى او ډايريكټر بايد لويه سينه او زغم ولري، ځكه كه په هره سهوه او غلطي بيا بيا په قارېږي، نو قدرتي خبره ده چې لوبغاړي وارخطا كېږي، حوصله بايلي او د يو تيندك په ځاى څلور تيندكونه خوري او غلطي كوي. ولې كه يو لارښوونكى باحوصله او مهربانه وي. لوبغاړي خپل كشران وګڼي. مينه ورسره وكړي، نو بيا يو لوبغاړى ډېر زرپه دې توانېږي چې خپلې سهوې اصلاح كړي او خپل كردار ډېر ښه ولوبوي. بله دا چې ډايريكټر بايد د ډرامې د ليكنې په روحيه او اهدافو پوه وي. د ډرامې د ژبې په ګرايمري او ادبي اړخونو مسلط وي. په هنري ، فني او ادبي نزاكتونو د سم پوهېدلو استعداد ولري او په عمومي ډول د اورېدونكو د خوښۍ ناخوښۍ خبره له پامه ونه غورځوي.“
ننګ صيب په بهرنيو او کورنيو ډرامه ليکوالو کې تولستوی، ويليم شيكسپير، لارډ برنارډ شا ،منشي پريم چند، رابندرنات ټاګور، كرشن چندر، بانو قدسيه،استاد لطيفي، سيد راحت زاخيلي، استاد اميرحمزه شينوارى، ماسټر عبدالكريم، استاد بېنوا، نثار مظلوم او پروفيسر محمداعظم اعظم د خپلې خوښې ليکوالان بولي او په دې ټولو كې ورته د ارواښاد حمزه شنيواري مقام زيات لوړ ښكاري.
ننګ صيب ټولټال پنځوس ډرامې ليكلې دي. اته څلوېښت راډيويي او دوه سټېج ډرامې. ننګ صيب په خپلو دغو ليکلو ډرامو د پښتو ډرامو ښکلا او ارزښت څو برابره لوړ کړ، خو له بده مرغه چې د دوو شعري ټولګو، يو ناول په ګډون يې څو دېرش ډرامې شوروي ښکيلاک داسې ومروړل چې نه يې نوم او نښان پاتې شو او نه يې لوری او لودن معلوم شو.
ننګ صيب د خپل پېر امکاناتو، بوختياو، ستونزو او حالاتو ته په پام د پښتو ډرامې سره ډېره زياته مينه، خلوص او پت وپاله، خو پر پښتو ډرامې د ننګ صيب د دومره پرېمانې لورينې باوجود لا هم په پښتو کې د نورو ډېرو برخو په څېر د ډرامې په برخه کې لا هم يوه ستونزه او تشه پر ځای پرته ده.
دغه تشه د ډرامه ليکنې په هکله د پښتو لارښود او تيوري نشتوالی دی. چې ښايي تر هر چا ځوان او تازه کار ډرامه ليکوال ورته زيات وځورېږي.
له نېکمرغه د ننګ صيب په څېر نور ډېر تکړه ډرامه ليکوال هم موږ لرل، خو د دغې تشې ډکولو ته د ننګ صيب په ګډون د يوه پام هم نه دی اورښتی او يا يې په دې برخه کې کار کولو ته وخت نه دی موندلی.
د ننګ صيب په ګډون دغو ټولو ښاغلو ته د هغه درناوي تر څنګ چې لرم يې همدغه وړه ګيله هم مخې ته ږدم. که دغو ښاغلو زموږ ځوانو ډرامه ليکوالو ته د خپلو تجربو او پوهې په رڼا کې د ډرامه ليکنې ګټور لارښود او تيوري ليکلې وای، نو نن به يې له برکته موږ تر دې هم نور ډېر تکړه ډرامه ليکوال او ډېرې خوندورې پښتو ډرامې لرلی. د دې ګټه به دا وه چې لږه ترلږه به د اوسمهالو، هندي، اېراني او نورو هغو ډرامو له اغېز څخه خوندي وو چې ګڼې صحنې او برخې يې زموږ له ټولنيزو کړو وړو، خويونو، ديني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
فکر کوم اوس هم ډېره ناوخته نه ده. همغه د کب د تازه والي خبره ده. که ځوان ډرامه ليکوال، مينه وال او څېړونکي د ډرامې د هرې برخې په هکله يو ډېر کره او پوره پوښتنليک برابر کړي او بيا يې د ځوابولو لپاره د درانه مشر او نوميالي ډرامه ليکوال ښاغلي ننګ صيب مخې ته کېږدي. او بيا همدغه د ننګ صيب لارښوونې او تجربې په کتابي بڼه ترتيب کړي، نو باور دی چې له ځوانو ډرامه ليکوالو سره به لويه مرسته شوې وي.

No comments: