Apr 13, 2010

په ((ځانګو)) کې کوم فکر زانګي؟ پوهندوی محمد اسماعیل یون


په ((ځانګو)) کې کوم فکر زانګي؟

که موږ ټول پښتو ادبيات په تېره بيا شاعري له مانيز پلوه ډلبندي کړو، نو د ملي فکر برخه به په کې خورا درنه راڅرګنده شي. د ملي اند دايره پراخه ده، د ټولنيزو ناخوالو انعکاس، ژبپالنه، ملتپالنه، د ولسي ولولو پارونه، پر تېرو تورو وياړنه او د سترو اتلانو ځلونه ټول د ملي فکر په دايره کې شاملېږي.
په پښتو کې به داسې ليکوال او يا شاعر د ګوتو په شمار پيدا شي، چې له دې دايرې بهر وي، نور اکثره ليکوال د همدې دايرې په داخل کې د خپل فکر او تخيل وزرونه غوړوي. دا چې ولې دا دايره دومره پراخه ده، دا يوه اساسي پوښتنه ده چې کېدى شي له څو ليدلوريو ځواب شي، زما په نظر يې يو ځواب دادى چې زموږ په ټولنه کې ملي ارزښتونه، ملي هويت، ملي خپلواکي او ملي ارمانونه، زياتره وختونه تر تهديد لاندې وو او لا دي. شعر او شاعري او په ټوليز ډول ادبيات د محکوميت، محروميت او اختناق پر وړاندې يو ډول غبرګون او بغاوت دى، ملي احساس د ملي محکوميت په بهير کې ډېر راپارېږي. دا چې په پښتو ادبياتو کې ملي ولوله تر نورو برخو زياته ځلېږي، ددې يو علت دادى چې دلته د متواتر محکوميت لړۍ همداسې غځېدلې پاتې شوې ده. د ساري په توګه د نړۍ ډېر کم قومونه به وي چې د خپلې ژبې مظلوميت ته دې شعرونه ووايي، هغوى خپلې ژبې سره مينه لري، کار هم ورته کوي، خو شعرونه ورته ځکه نه وايي چې ژبنى محروميت او محکوميت يې لا هغه حالت ته نه دى رسېدلى چې په دوى کې د شعر ولولې راوپاروي، خو موږ پښتانه ځکه خپلې ژبې ته شعرونه ليکو چې له ورايه يې مظلومه احساسوو.
زه چې څومره د ښاغلي فاتح الملک ننګ يوسفزي له کلام او ليک سره له پخوا اشنا وم او بيا چې مې دده د فکر په (ځانګو) کې وزانګل نو لا راته څرګنده شوه چې ننګ صيب د هغو شاعرانو او ليکوالو په ډله کې دى چې زموږ د ملت همدې پرله پسې محکوميت، مظلوميت او محروميت ته په ځير سره متوجه دي. ننګ صيب همدې محروميت کړولى، ځورولى او ژړولى دى. دده اکثره ليکنې چې موږ ګورو، د همدې جبر پر وړاندې يو غبرګون دى.
که چېرې زموږ په هېواد کې يو ملي اکثريتي محکوميت او ژبنى محروميت نه واى، نو بيا خو موږ (فاتح الملک)، (ننګ) او (يوسفزي) ته دا ډول اړتيا نه احساسوله. وګورئ يو عجيب ترکيب دى:
(فاتح الملک ننګ يوسفزى). يو چا دې خاورې ته سترګې نيولې وې، چې موږ (د هېواد فاتح) ته اړتيا پيدا کړه، يوه مبارزه راپسې وه چې (ننګ) مو په کار شو، کوم مغول سره مو رقابت و چې (يوسفزي) ته مو اړتيا پيدا شوه. ظاهراً خو دا نومونه يو تصادف ښکاري، خو څوک چې ددې تصادفاتو تر شا ولاړ دى او دا ټوله نړۍ له تصادفاتو پرته کنټرولوي، هغه ته دا ډول تصادفات مانا نه لري، هغه ته (دم او قدم دواړه په حساب دي). زه چې کله د ښاغلي فاتح الملک ننګ يوسفزي دا (څلور کلمه ييز ترکيبي نوم) ته ګورم، ماته په کې تر ظاهري تصادف اخوا د يوه اوږده نري رنځ د علاج يوه نسخه ښکاري، داسې رنځ چې پېړۍ په پېړۍ مو ځوروي او ډوبوي ، خو لا يې هم موږ غوڅ علاج نه دى کړى. دا چې په (ځانګو) کې کوم فکر زانګي دېته به لږ وروسته نغوته وکړو، خو دا چې خپله ټوله ځانګو ورته ډالۍ شوې هغه کوم درد، کوم فکر او کوم سوز دى؟
هغه زړه ته چې د خداى په مينه پايي
هغې ژبې ته چې خپله ژبه وايي
هغې څړيکې ته چې زېرى د ژوندون وي
هغه رګ ته چې يې وينه د پښتون وي
نو کله چې يو څوک خپل ټول کتاب داسې يو ارمان ته ډالۍ کوي، نو هلته سړي ته ښه پته لګي چې ننګ صيب پر څه شي ننګ کړى او د څه لپاره يې قلم چلولى دى.
د ننګ صيب په خپلې وينا چې (په ژوند کې يې تر خوږو ترخه زيات دي)، د ژوند په داسې يو انډوله بهير کې ليکوال نه شي کولاى، تصنعي خواږه توليد کړي، څه شى چې په ټولنه کې وي، هغه د ليکوال ذهني دايرې ته ورداخلېږي، ننګ صيب هم د خپل ژوند په اوږدو کې (ژوند) ته ډېر کم وخت پيدا کړى دى، که هغه د ژوند ډېر خواږه ليدلي واى، ده غوښتل که نه غوښتل هغه به ترې څرګندېدل:
د خوشال خټک له عشقه ګفت و ګوى شي
چې په لوښي کې څه وي هغه ترې توى شي
زموږ يو مرحوم ليکوال مولانا سيفي صيب به ويل: پښتانه کاليو (جامو) ته ځکه کالي وايي چې په کال کې يې يو ځل کوي.
نو پښتو ادبياتو کې چې غنايي يا بزمي برخه د رزمي هغې په انډول کمه برېښي علت يې دادى چې دلته ددې قوم ليکوال ژوند ته وزګار پاتې شوى نه دى. ننګ صيب که د ولس استازى و او که د تنظيمي بهير په تاريخي جبر کې راولاړ مبارز او يا هم يو ازاد ليکوال، يو شى چې ورسره همېشه مل و هغه ملي فکر و او ملي ولوله وه. چې دده نږدې شپېته کلن سياسي-فرهنګي ژوندانه کې يې هېڅکله منکسر حرکت ونه کړ. که څوک د ننګ صيب فکري بهير له پيله بيا تر دې دمه وڅاري، نو پر يوه مستقيم خط يې عمودي حرکت کړى دى. په ټوليز ډول انسان يا وګړى د پښتو متل په مصداق (تر کاڼي کلک او تر ګل نازک دى)، ځينې کسان د زمانې ناخوالو ته ځان نه شي ټينګولاى، خو هغه کسان چې د زمانې بادونه يې د فکر ليکې کېږي نه کړي، هغه په سترو شخصيتونو کې راځي. که موږ د ننګ صيب د ژوندانه د سختيو ټولو پړاوونو ته پام وکړو، نو په هر ډول حالاتو کې يې د ملي احساس او ملي فکر مستقيم خط همداسې پسې تعقيب کړى دى. دا کار د هر انسان په وس پوره نه دى. دې خبرې ته په پام سره چې د ننګ صيب په ليکوالۍ کې د ژوند نور ډګرونه هم په ښه ډول ځلول شوي او ستر انساني پيغامونه يې ټولنې ته وړاندې کړي، خو که په ټوليز ډول له فکري پلوه دده پر اثارو غږېږو، نو د ملي فکر برخه په کې تر ټولو برخو درنه ده. دده خپل کرکټر په حقيقت کې د ملي فکر د دايرې په محور کې واقع دى. د همدې اثر (ځانګو) په (ضمير) نثري ټوټه کې د (سر) او (زړه) د دوو متضادو کرکټرونو په مکالمه کې ستر انساني پيغام پروت دى. ددې ليکنې يا راډيويي فيچر پيغام دادى، چې مينه اوعواطف په پاى کې پر زر او زور بريالي کېږي.
په (نوم ورکي شپون يا نامتو تورکښ شهيد) ډرامه کې د (شين خالۍ) او (شاعر) ډيالوګ د ژور ملي او وطني احساس څرګندونه کوي. دا ډرامه د شاعر د هغه فطري حالت او د ضمير د حقيقي درد انځورنه کوي چې په ټول وطن کې هېڅ کور نه لري، خو دى د ټول وطن دعوه کوي، نه د هغو په شان چې په هېواد کې هر څه لري خو هېڅ نه لري. دا ډرامه د شاعر هغې پانګې ته اشاره کوي چې اکثره شاعران پرې ډډه لګوي: (( د شاعر بچي د هغه شعرونه دي.))
د (کميس او ژولۍ) په ډرامه کې د پېروز په کرکټر کې د نيمه ځمکوالۍ ټولنې د يوه حريص وګړي شخصيت انځوروي او په ډېر جالبه اصطلاح د هغه ناعلاجه ناروغۍ ته د (حرص الدرهم) اصطلاح کاروي. دا ډرامه په انسان کې د بلهوسه ناروغيو د کنټرول او مهار لپاره ستر انساني پيغام لېږدوي.
(ځانګو) چې ددې ټولګې مرکزي ډرامه ده، ټوله ډرامه يوه ستره ملي او تاريخي پېښه انځوروي. ددې ډرامې د مرکزي کرکټرونو (بېټ نيکه، نازو انا او ميرويس نيکه) په ډيالوګونو کې ستر پيغامونه پراته دي. د نازو انا په دعا کې ستر ارمان پروت دى. د بېټ نيکه او نازو انا مکالمه د يوه ستر، واحد او بريمن ملت روح تمثيلوي.
د ((تربګني)) په نوم ډرامه خو له ورايه ښکاري، چې د کومې ټولنې زېږنده ده، تربګني د چا ترمنځ وي او نتيجه يې څه وي؟ ننګ صيب په دې ډرامه کې خورا کمال دا کړى چې لومړى يې د دوو کرکټرونو (تور ګل) او (انار ګل) ترمنځ د تربورولۍ داسې ډيالوګ پيل کړى چې د تربګنۍ له ناعادلانه منطق سره بشپړ انطباق لري، لوستونکى تر دې حده ځان سره کشوي چې وايي ضرور به اوس يو څه پېښېږي، خو خبره لا د ډزو پړاو ته نه رسېږي چې د (جانباز) او (سر باز) د تربګنۍ داستان چې (مرچکي) په کې د خپلې چغلګرۍ پرېمانه مرچ دوړولى، پيلېږي. ددې تربګنۍ په بهير کې سرباز او جانباز د يو بل ورونه وژني او خپله کلونه کلونه زندان ګالي، نو کله چې جانباز د خپل برخليک دا غمجنه کيسه (تور ګل) او (انارګل) ته کوي، هغوى ترې عبرت اخلي او دښمني يې پر دوستۍ بدلېږي.
د (غيرتي مېرمن) په ډرامه کې يې د احمدشاه بابا د وخت يو تاريخي روايت په ښکلې هنري ژبه بيان کړى او يو ستر ملي ارمان يې په کې ځلولى دى. د عينو نوم، د عينو کارېز له پېړيو راهيسې مشهور دى او له نېکه مرغه چې نن (عينو مېنه) په کندهار کې د نړۍ د يوه متمدن ښارګوټي په توګه نوى جوړېدونکى ښارګوټى دى.
همداسې نورې ډرامې چې د ټولو يادول دلته د وخت د کمي له امله ضروري نه بولم. په پاى کې خپلې خبرې رالنډوم او وايم: له فکري پلوه (ملي فکر) په دې ډرامو کې داسې دى، لکه په شمسي نظام کې چې (لمر) وي. له ژبني پلوه دا ډرامې په ډېره پخه، کره، تر ډېره حده په نږه او معياري ژبه ليکل شوي، ليکوال چې څه غوښتي هغه يې په ښه بڼه افاده کړي. د ډرامو پيغامونه يې مثبت دي او ښه خو لا دا چې د هندي فلمونو په شان مثبت کرکټرونه په پاى کې برى مومي او منفي هغه ماتې خوري، دا حالت د لوستونکو په ذهن کې د مثبتو شخصيتونو د روزلو روحيه روزي او لوستونکي په پاى کې د راحت احساس کوي.

No comments: