May 19, 2010

د ځانګو په ډرامو کې د ډرامه ليکنې د عناصرو انځورونه

د ځانګو په ډرامو کې د ډرامه ليکنې د عناصرو انځورونه

لیکوال: پوهنیار عبدالقیوم کریم
د کابل پوهنتون استاذ
کابل – د ۱۳۸۹ لمریز کال وری
یادونه:
دا لیکنه د ۱۳۸۹ لمریز کال د وری د میاشتې په ۱۳ مه نیټه په کابل کې د مډیوټیک په دفتر کې د ښاغلی ننګ یوسفزی د ځانګو د ډرامو د ټولګې د مخکتنې په غونډه کې ولستل شوه.





په پنځوسمه لسیزه کې د راډیو افغانستان د جمعو د شپو د راډیوييزو ډرامو او د اوونۍ د پرله پسې راډیو داستانونو اوریدل او منظم تعقیبول په ډرامه لیکنه کې زما له لومړنیو مشوقینو څخه دي. کله مې چې د ښاغلی ننګ یوسفزي د ځانګو ډرامه ولوستله او په تیره بیا د ډرامې په لومړي مخ کې مې د راډیو افغانستان د وتلو لوبغاړو سایمه مقصودي، تورپیکۍ خادم، زیبا خادم او فضل محمد فضلي نومونه ولوستل نو د هغوی له ځانګړو اغیزو ډکو غږونو زما په غوږونو کې آ د چا خبره انګازې جوړې کړې، او تیر وختونه او د هغه مهال د راډیوييزو ډرامو د اوریدو د شپو یادونه یې راته په ذهن کې تازه کړل.

راډیویيزه ډرامه لیکنه د کلیمو او لفظونو په واسطه د یو رسم یا یوې رسامي شوې منظرې د رنګه کولو سره مترادفه ده. د راډیويي ډرامې لیکوال په خپله ډرامه کې دې ته اړتیا لري چې له اوریدونکو او یا لوستونکو سره مرسته وکړي چې د هغه د ډرامې عناصر په هره لاره او وسیله چې وي ، وپیژني څو ترې خوند واخلي او د ډرامې پیغام درک کړي. دا کار د ډرامې د لیکوال د قلم په توان پورې اړه لري، ښاغلی ننګ یوسفزی په خپلو ډرامو کې داکار په بري سره سرته رسولی دی.

د راډیوییزو ډرامو اوریدونکي:
د راډیویيزو ډرامو په لیکلو کې د ارزښت وړ لومړۍ خبره د ډرامې د اوریدونکو پیژندنه ده. ښاغلی ننګ یوسفزی په خپلو ډرامو کې خپلو خلکو او هیوادوالو ته لیکي، ځوانانو او مشرانو ته لیکي، میندې او پلرونو ته لیکي او دا کار یې ډیرښه، په مینه او بري سره ترسره کړی دی. که د بیلګې په توګه ښاغلی ننګ یوسفزی په خپله د (( نوم ورکی شپون یا نامتو تورکښ شهید)) په ډرامه کې د خپل وطن خلکو، ځوانانو، خان او غریب اولس ته یوه تاریخي کیسه کوي، د وطن د یرغلګرو په وړاندې دهیواد د ازادۍ په لاره کې د زړورو ځلمیانو د سرښندنو یادونه تازه کوي او هیوادوالو لوستونکو او اوریدونکو ته دا پیغام ورکوي چې د هیواد د ازادۍ په جګړه کې ډیر سرونه پریوتل،ډیرو په کې میړانه او زړورتوب وښود، د ډیرو نومونه په لویو دروازو وښکل شول چې وروسته تر مرګه د ژوند په اسمان وځلیدل، اوځینو بیا د شین خالۍ د زړور مین ځمرک په شان تر تورو خاورو لاندې شوې چې نه یې بیا چا نوم په خوله واخیست او نه یې چا میړانه وستایله، خو ښاغلی ننګ یوسفزی لکه چې په خپله لیکي، هغه د هیواد د قهرمانانو د تاریخ د اسمان یو ځلانده ستوری کړ چې تر ابده به یې رڼا روښانه پاتې شي. ننګ یوسفزی دا هرڅه د خلکو په ژبه لیکي، د ژبې ګړنیزې محاورې کاروي او په دې توګه خپلو لوستونکو ته د مفاهیمو او پیغامونو درک کول اسانه کوي.

کله چې دیوې ډرامې لیکوال د خپلې ډرامې اوریدونکي تشخیص کړي او ویې پیژني نو بیا د خپلې ډرامې د سکرپټ د پاره د اړتیا وړ مواد یا د ډرامې عناصر چې لاندې راوړل شوي دي، ډیرښه پلان کولی شي.
۱. د ډرامې کرکټرونه یا لوبغاړي
۲. د ډرامې پیښې
۳. د ډرامې د پیښو وختونه
۴. د ډرامې د پیښو د پیښیدو ځایونه
۵. د ډرامې تشنج یا د ډرامې د کرکټرونو او دهغوی د چاپیریال ترمنځ شخړه (Conflict)
۶. د ډرامې د پاملرنې وړ موضوع

۱. د ځانګو د ټولګې د ډرامو کرکټرونه یا لوبغاړي:
راډیویيزې ډرامې د سټیج ډرامو په پرتله محدود کرکټرونه لري دا ځکه چې اوریدونکو ته د کرکټرونو په یاد ساتل اسانه شي. د کرکټرونو دشمیر محدودیت د کرکټرونو د ډیالوګونو د شمیر سره معکوسه اړیکه لري. په دې مانا چې که په یوه ډرامه کې چې موده یې ټاکل شوې ده، د کرکټرونو شمیر لږ وي، نو هر کرکټر د زیاتو خبرو او ډیالوګونو د ترسره کولو وخت تر لاسه کوي چې داکار له یوې خوا لیکوال ته وخت ورکوي چې کرکټرونه خپلو ارویدونکو ته د هغوی د خپلو جملو په واسطه ښه معرفي او له اوریدونکو سره د کرکټرونو په پیژندنه کې مرسته وکړي. ښاغلی ننګ یوسفزی په خپله (( نوم ورکی شپون )) ډرامه کې د شاعر، شین خالۍ او ځمرک شپون یوازې درې کرکټرونه دومره ښه وړاندي کړي دي چې اوریدونکي به یې کلونه کلونه له یاده ونه باسي. ښاغلی ننګ یوسفزی د دغې ډرامې د شاعر او شین خالۍ ترمنځ خبرې اترې داسې راوړي دي:

شین خالۍ: چیرته درومې؟؟
شاعر: د مینې دنیا ته !!
شین خالۍ: په څه پسې؟
شاعر: په خپله ورکه پسې!
شین خالۍ: څه درنه ورک شوي دي؟!
شاعر: یو سپیڅلی زړه چې د قام مینه، د وطن پت، او د بې وسو وګړو سره د خواخوږۍ ملغلرې په کې خوندي وي!!
شین خالۍ: ګمان کوم لکه چې په سد نه یې؟!
شاعر: سرګردانه هم ځکه یم . . .
شین خالۍ: مین خو نه یې؟
شاعر: یم!
شین خالۍ: په چا؟
شاعر: د وطن په سپیرو ډاګونو، لوړو غرونو، او څپانده سیندونو، د قام په عظمت او لویي، د غریب په څیرې ګریوان، د مزدور په تودو خولو، د بزګر په ستړې ځان، د یتیم په تړمو اوښکو او د کونډو په سوو آهونو او اسویلو . . .. . .

که پاملرنه وکړئ نو له پورتنیو ډیالوګونو نه د شاعرانځور څه چې ان د هغه دذهن انځور هم په ډاکه معلومیږي. د شین خالۍ خبرې اترې او پوښتنې له شاعر سره مرسته کوي چې په خپلو خبرو کې اوریدونکو ته د ځان په باب معلومات ورکړي. له بلې خوا په ځانګړي توګه پښتني او په ټوله کې د افغاني منفرد چاپیریال او کرکټرونو په غوره کولو سره ښاغلی ننګ یوسفزی د خپلې دغې ډرامې او د هغې د اوریدونکو سره ډیره نږدې اړیکه ټینګوي چې ځان په کې ومومي. دده دا کار د ستاینې وړ بریښي.

د کرکټرونو غږ اوریدونکو ته د کرکټرونو د نورو ځانګړتیاوو لکه د هغوی دعمر، قومیت، ټولنیز پس منظر او د ډرامې د پیښو په اړه د هغوی د احساساتو او تفکر په باب هم ډیر معلومات ورکوي . خو څرنګه چې دا موضوع د ډرامې په لیکلو پورې نه بلکې د هغه په جوړولو پورې اړه لري، نو ځکه خو زمونږ د غې لیکنې له بحث نه بهر دی.

۲ - ۴: دځانګو د ټولګې د ډرامو پیښې ، د هغو وختونه، او د پیښیدو ځایونه:
ډیالوګونه او د کرکټرونو ترمنځ خبرې اترې اوریدونکو ته د پیښو د پیښیدو وختونه او ځایونه بیانوي ، اوریدونکي د ډرامې له بهیر سره ملګری کوي او دا خبره څرګندوي چې د ډرامې کرکټرونه چیرته موقعیت لري، څه کوي او د هغوی په چاپیریال کې څه پیښیږي. ښاغلی ننګ یوسفزی د ډرامو د کرکټرونو ترمنځ خبرې اترې هم همداسېې کوي. د بیلګې په توګه بیاهم د ده د (( نوم ورکی شپون)) یادونه کوم چې په یوه برخه کې یې د شاعر مونولوګونه د پیښو د پیښیدو وختونه او ځایونه ډیر ښه انځوروي.

(دیوې عمومي مقبرې په پس منظر کې د مرغیو چغار)

شاعر: (په لاره روان دی،له ځانه سره وایي) دا زړه مې غواړي چې چیرته یخ سوري ته کښینم او یو ښه شعر ولیکم، خو چیرته کښینم! ځه خو په هاغه ګورستان کې به دهاغه دنګ چنار د لاندې یوه شیبه دمه وکړم . . . که وشو، څه به ولیکم . . .که نه ، نو لږ دمه خو به شم . .

( د پښو اواز، او د مرغیو چغارسره یو بل ته نږدې کیږي)

شاعر: هم داځای ښه دی. دلته به کښینم . . څه ښه سوری دی، داخوږه هوا، او دا د چوڼو سندرې، ډیرې ښې لګي . مخامخ دا لوړ غر، څومره لوی ښکاري . . د قدرت هر څه ډیر ښایسته دي . . په رښتیا چې د کایناتو په هر موجود کې د قدرت دلویۍ او عظمت راز پروت دی. . . . .

وینو چې ښاغلی ننګ یوسفزی د دغې ډرامې د یو کرکټر (شاعر) د مونولوګونوپه کارولو سره د شاعر د موقعیت او چاپیریال ، ان تر دې چې د ورځې وخت او دکال فصل څومره روښانه انځورونه وړاندې کوي. نه یوازې همدا، بلکې د دغو مونو لوګونو په واسطه یې هغه غږونه چې په چاپیریال کې اوریدل کیږي ، هم معرفي کړي دي چې دا کار په ډرامه لیکنه کې یوه ښیګڼه او د ډرامې د لیکوال له مسوولیتونو څخه ګڼل کیږي او په دې کار کې بری موندل د لیکوال د مهارت ښکارندوی وی.

په راډیوييزو ډرامو کې پیښې ژر ژر واقع کیږي او دهغو صحنې یا برخې د سټیج ډرامو په پرتله ډیرې لنډې وي. دا ځکه چې د راډیویيزو ډرامو د صحنو د ډیالوګونو ترمنځ زیاتې وقفې یا دمې موجودې نه وي ، حال داچې په سټیج ډرامو کې ډیالوګونه د اکټ او عمل سره یوځای ترسره کیږي نو ځکه خو د ډیالوګونو ترمنځ وقفې رامنځ ته کیږي. په یوه راډیوييزه ډرامه کې د ډرامې بهیر ته د لنډو او اوږدو صحنو په لیکلو، په اسانی سره بدلون ورکولی شو چې دا کار د ډرامې د اوج یا Climax په رامنځ ته کولو او د اوریدونکو د مینې او علاقې په ساتلو کې زیاته مرسته کوي. اوږدې صحنې د ډرامې په پیل کې د کرکټرونو او چاپیریال په پیژندنه کې ګټورې دي خو د پیښو د پیښیدو د بهیر په چټکتیا سره د صحنو اوږدوالي کمیږي . که د ځانګو د ډرامو د ټولګې د (( کمیس او ژولۍ )) ډرامه چې ښاغلی ننګ یوسفزی ورته لنډه کۍ ډرامه ویلې ، ولولو، وینو چې د هغې صحنې هم ډیرې لنډې لیکلې شوې او د موسیقۍ په راوستلو سره یو له بله جلا شوي دي. دا کار د ډرامه لیکنې په فن کې هغه هم زیات او کم څلویښت کاله پخواچې د ښوونځي او مطالعې نه به خلکو تیښته کوله، ، د لیکوال د برلاسی ثبوت دی. په ډرامه لیکنه کې معمولآ صحنې د زمان او مکان په بدلون سره بدلون مومي او د ښاغلی ننګ یوسفزی په خپلو ډرامو کې دې ټکي ته پام و .

۵. د ډرامې تشنج یا د ډرامې د کرکټرونو او دهغوی د چاپیریال ترمنځ اختلاف :

تناو ، شخړه، تشنج یا تنشن (Tension) د ډرامې ډراماتیک اغیز زیاتوي . په ډرامه کې د تنشن یا تناو د زیږولو لارې په ډارمه کې د چوپتیا رامنځ ته کول، د صحنو یا برخو د مودې اوږدوالواو ځایونو او هم پیښوته بدلون ورکول، د خبرواتر یا ډیالوګونو د لوستلو د بهیر چټکتیا او ورووالی، او همدارنګه د ډرامې په جوړولو کې د موسیقۍ څخه کار اخیستل او نور دي. ښاغلی ننګ یوسفزی د ځانګو د ټولګې د برګ لالا، تربګني، رښتونې مینه ، اختر او نورو ډرامو کې د تشنج د رامنځ ته کولو د پاره د موسیقۍ د ځایولو سربیره د ډیالوګونو د اداکولو د بڼې له بدلون څخه هم کار خیستی دی . که د دوی د ډرامو ډیالوګونه ولولئ ، دوی د ځینو ډیالوګونو په پیل کې د قوسونو په منځ کې د ډیالوګونو د ادا کولو د بڼې په باب ځینې لارښوونې لري چې کرکټر یا لوبغاړي ته د لیکوال د سپارښتنې حیثیت لري. د موضوع د روښانولو د پاره زه د ځانګو د ډرامې یوه کوچنۍ بیلګه وړاندې کوم . د ځانګو ډرامه ، یا هغه ډرامه چې د هغه ځانګو په باب لیکل شوې ده چې د افغانستان د ستر ملي قهرمان او ملي مشر میرویس خان ځانګو وه، له ډراماییزوتشنجونو څخه یوه ډکه ډرامه ده. په ډرامه کې داسې راځي:

نازو انا: (ویده ده او خوب ویني) بسم الله، بسم الله، ( او په ویریدلي او ستړي اواز غږ کوي) . . . .
سمسورې، سمسورې !
سمسور: قربان بي بي!
نازوانا: (په ستړی او ویریدلی غږ) هله ژر، ژر لږې اوبه راوړه . . .
سمسور: په سترګو
نازوانا: خدایه، خدایه ، خدایه ته لوی یې، لویي تالره ده . . داما ډیر عجیب خوب ولیده . . ډیر عجیب . .
سمسور: ها بي بي، دادی اوبه واخله . .
نازوانا: (په ستړی غږ) اوبه . . . رایې کړه !
سمسور: هو بي بي ، قربان دې شم . . . دادی سړې اوبه !
نازوانا: (په سااخیستلو سره) بسم الله . . . (په ستړیا سره د اوبو څښلو افیکټ او په میز باندې د ګیلاس د کیښودلو افیکټ ) شکر الحمد لله !
سمسور: (په وارخطایۍ) ولې بي بي؟ قربان دې شم بي بي . . دا رنګ دې ولې زیړ تښتیدلی ؟ . . . .

دا ډیالوګونه ټول له اندیښنو او تشنجونو ډک دي چې د ډرامې ډراماييز اغیز زیاتوي. دا کار یوازې کارپوه ډرامه لیکونکي ترسره کولی شي او بس چې ښاغلی ننګ یوسفزی هم د پښتو ژبې د داسې مخکښو ډرامه لیکونکو څخه یونومیالی لیکوال دی.

۶. د ډرامې د پاملرنې وړ موضوع:
د ډرامې د موضوع غوره کول هم د ډرامې د ارزښت په ټاکلواو د لیکوال په پیژندنه کې بنسټیز رول لري.
که د ځانګو د ټولګې د ضمير ډرامه ولولو نو موضوع يې د ډرامې له ډيالوګونو څخه ډيرښه روښانه کيږي. په دې ډرامه کې ليکوال په فلسفي انداز د خپل ضمير سره په خبرو اترو کې له مينې، غم، غمجنتيا، درد، د ژوند د کړاوونو، او اوښکو يادونه کوي او په خپله ليکنه کې خپلو لوستونکو ته د نورو د دردونو د ويشلو، د نورو په غمونو د غمجن کيدلو، د بل په وير د ژړلو او د چا د اسويلو د تسل او ډاډ ګيرنې پيغام ورکوي، لوستونکي د نورو د سر او د انساني کرامت درناوی ته رابولي دا ځکه چې ليکوال په دې عقيده دی چې (( بې پښو ژوند کيږي ولې بې سره ناممکن دی.)). همدارنګه ليکوال هغوی دې ته هڅوي چې د زړه خبره ونه مني او د خپل ضمير غږ دې واوري چې ليکوال ورته د انسانيت ، اخلاقو او شرافت او خلاصون لار يې بوللی دی. او دا هرڅه ځکه ضروري بولي، د امن او انساني ورورګلوي سپارښتنه کوي، د ماديت په ځای د معنوي خوند خبره کوي او دا خوند د خلکو په خدمت، محبت ، خواخوږۍ او د نورو د پاره په قربانۍ کې بولي ، چې د انساني شرف پت وساتل شي، د اشرف المخلوقاتو د لوړ وياړ حق پر ځای شي څو انسان په ژوند کې د ندامت د احساس له ځور او روحي اضطراب څخه په امان کې پاتې شي.

لیکوال د بې رحمیو، ظلمونو، شهیدونو ، د قام او وطن د عزت او د ازادۍ په مقدسه شمعه د ایرې کیدو، د قام دمینې، دوطن د پت، د بې وسو وګړو سره د خواخوږۍ، د مینې، د وطن په سپیرو ډاګونو، لوړو غرونوو، او څپانده سیندونو، د قام د عظمت او لویی، د غریپ د څیرې ګریوان، د مزدور د تودو خولو، د بزګر د ستړې ځان، د یتیم د تړمو اوښکو او د کونډو د سوو آهونو او اسویلو، د مین د مینې خبرې کوي چې همدا هرڅه د ښاغلی ننګ يوسفزی د ډرامو له وياړه ډک موضوع او منځپانګه جوړوي.

زه د يو کشر په توګه د ښاغلي فاتح الملک ننګ يوسفزي د ډرامو د ځانګو ټولګه د تاريخي ارزښت لرونکو ډرامو يو کتاب بولم او لوستل يې د ډرامې ليکوالانو، ټولنپوهانو او محققينو ته د افغاني ټولنې په پيژندنه او ډرامه لیکنه کې ګټور ارزوم .

په مينه او درناوې
پوهنيار عبدالقيوم کريم

No comments: