Jun 7, 2012

د ارواښاد ننګ یوسفزي په مړینه د سیدجان کارواني د خواخوږۍ پیغام


بسم الله الحمن الرحيم !
د ډېر ګران دوست د فاتح الملک ننګ یوسفزي د وفات په مناسبت
د غمشريکۍ او تسليت پــيـــغــــام
چې پيداشوې تا ژړل خـلکو خندا کړه،  داسـی مړ ( شوې ) چې ته خاندې خلک ژاړي
د ګران ملګري، خواږه او مهربان دوست، مرحوماتح الملک ننګ یوسفزي مړينی ، که له يوې خوا، د تنور ، شعر او ادب د لارويانو او پالونکو انګړونه د وير او ماتم غولي کړل، بل پلو ته يې د کندوز د هوښيارو او درنو مشرانو صف سخت زيانمن او نيمګړی کړ.
 
د خدای بښلي ورور او همځولي دوست مغفور فاتح الملک ننګ یوسفزي د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه مرحوم پّه ستریِ او درنیِ کورنۍ کې محدود نه دی ، دلته موږ او نور بې شمېره دوستان او ملګري يې دنه شتون د درانه غم او درد پر ټغر ناست يو .
 
موږ ددې درانه غم او ستریِ ضايعې په مناسبت د ارواښاد فاتح الملک ننګ یوسفزي معززیِ کورنۍ ، خپلوانو او بېشمېره ملګرو او دوستانو ته د زړه له تله تسليت او جميل صبر او خپل خواږه دارالبقاء ته تللي ملګري ته د رب العلمين له درباره فردوس جنت غواړو.
 
لوی څښتن دې ددې وروستيو څو لسيزو د لويو زيانونو په بدل کې د افغانيت د تاريخي سياسي قوام ته، د کندوز ولایت په ‍‍‍‍‍نوي نسل کښی داسی مشران ور په برخه کړي چې، هم په خپله سيمه کې د ارامۍ او فروغ او هم په ټول افغانستان کې، يو ځل بيا، د دوامداریِ سولیِ، قوي او کلک سياسي مرکزيت او محکم سرتاسري ملي وحدت په مخته پراته ستر رسالت کې مناسب مرکزي نقش ترسره کړَی شي .

امين يا رب العلمين

 سيدجان کارواني

No comments: