Jun 7, 2012

د ارواښاد ننګ یوسفزي د نشت تشه به ډکه نشي- قریب الرحمان سعید


بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
دمئ دمیاشتي په دریمه  مي   په یوې  بریښنا پاڼه کي  د افغانستان  د یوه نومیالي ،خوله ور ، زړه ور او  ویاړلي شخصیت ،  فاتح الملک ننګ یوسف زي ، د مړیني  خبر ولوست . د خبر دلوست سره سم مي  حافظه  د روسانو د سرو لښکرو په خلاف د هیواد  د ازادۍ دننګیالیو د جهاد لسیزې  ته  ورغله او په دي ورځو کي  مي د مرحوم اوخداې بخښلي ننګ یوسفزي هلي ځلي  تر سترګو  شوې . او په پوره فکر کي ډوب  شوم  چې  ولې به مي   لندن  ته د سفرکولو په وخت کې  دهغه  سره  یوځل نه کتل  ترڅو مي  ورسره پخواني یاد داښتونه  راسپړلې  واې  او دنوو مسایلو په برخه کي مو ترې  سلا اخستې واي .
فاتح الملک ننګ یوسفزي ، په داسي حال کي  چې د افغانستان د شاهي رژیم په وخت کي  د قندوز دولس  له اړخه د ولسي جرګي  وکیل  ټاکل شوې وو ، خو تل د ولس په  چوپړ کي د ولس  د وګړو  سره یوځاې  وو.  که څه هم به یی لکه  د نن د ځوانانو په  څیر  تعلیمي سند  دومره ستر نه  وو  خو دعقل ، پوهې او  درائت  له اړخه  دنن  ورځي  ددوکتورانو  څخه هم  مخته وو .
د هجرت په شپو کي ، یعني هغه  وخت چې د پاکستان نشنل عوامي   (دخانانو  ) ګوند  دخپلو پالیسیو له کبله د افغان مهاجرینو سخت مخالفت کاوه او  «بګوړي»  به یی ورته ویلي ، او ان  تر دي  چې  په خپلو سیموکي به یی مهاجرین   زورول ، خداې بخښلي  ننګ یوسفزي  د دي ګوند د مشرانو مقابلي ته را ودنګل  او دهغوې سره یی دهغوې په ژبه  خبره  پیل کړه  ، هغه د نواې وقت او جنګ په  خپرنیزو ورځپاڼو کي  د خپلو شننو او لیکنو یوه لړۍ  د( هم بهي مو   مین زبان رکهتی  هین) تر عنوان  لاندي     پیل کړه  چې د نیشنل  ګوند مشران یی  چغو او عذر ته راوستل .  او دې ته یی  وهڅول  ترڅو  په خپله  ناولي او  روس پلوه   پالیسۍ کي  بدلون  راوړي .
زه د خداې بخښلي ننګ  یوسفزي سره  په فرهنګي  امورو کي د کار ډیره  خوږه  تجربه لرم . او دهغه  څخه مي ډیر څه زده کړي .  په دي اساس یی مړینه   د افغان  ولس  اوپه ځانګړي توګه د پښتون توکم له پاره لویه  ضایعه ګڼم .
دالله تعالي نه  خداې بخښلي ته دهغه د تیروتنو  په اړه د عفوي اوبخښني ارزو  لرم ، او دهغه  درني کورنۍ  او دوستانو ته دزړه  له کومي  اجر ، صبر او زغم  غواړم  .
په دې کې شک نه شته چې دداسي  شخصیتونو  تشه  به هیڅکله هم  ډکه نه شي ، خو په دې  پوهیږم  چې  د خدای بخښلي  دکورنۍ غړي  به دهغه  لاره  تعقیب  او دهغه میراث  به په ښه توګه  نورو  نسلونو ته ورسوي
الله تعالي دې یی روح  ښاد او خوشحاله  ولري ( امین)
په اروپاکي دحزب اسلامي  دسولي اوسیاسي امورو دجرګګۍ رئیس
۵مئ ۲۰۱۲کال
قریب الرحمن سعید   

No comments: