Jun 7, 2012

د ننګ یوسفزي د مړینې له امله د استاد اصف صمیم د خواخوږۍ پیغام


د ژوند او مرګ د بښاند په نامه
مرګ پر څاکښ او ژوي پور دى
ان الله وان الله راجعون
د پښتو د لوى ليکوال، شاعر، د ننداريز هنر او ډرامه ليکنې د ډګر د وتلې اتل او ملې څټې ښاغلې ننګ يوسفزي د ويرمنې مړينې له امله د ارواښاد ويرمنې کورنۍ او روڼداندو زامنو( ډاکټر عبدالعزيز، انجينر عبدالولي يوسفزي او نازکخيال شاعر او وتلې ليکوال ډاکټر محمد اکبر اکبر) ته خپله ژوره ډاډګيرنه او غمشريکې وړاندې کوم.
او د ستر رب د رحمت په غيږ کې د ارواښاد ننګ يوسفزي د سپڅلې اروا د ارام او سکون لپاره لاسونه لپه کوم، الهي پيزوينې يې نصيب شه. امين
محمد آصف صميم
١٧/٠٣/١٣٩١

No comments: