Jun 11, 2012

د« دلته لږ زمونږ اور بل دی » یارانو ننګ یوسفزی ولمانځه ـ افضل ټکور



له بېنوا، روهي، او افغان ادبي بهیر نه په مننې سره

 د (دلته لږ زمونږ اور بل دی) یارانو اراواښاد ننګ یوسفزی ولمانځه

په لندن کی (دلته لږ زموږ اور بل دی) فرهنګی یارانودخپلو میاشتینیو غونډو په لړکی داځل خپله غونډه دجون دمیاشتی په لومړی نیټه دښاغلی سپین تڼی په کوربه توب جوړه کړه،داځل زموږ غونډه دهیواد دحقدار لیکوال او ډرامه لیکوونکی ارواښاد فاتح الملک ننګ یوسفزی ژوند او اند ته ځانګړی شوی وه،همدا ډول دپښتو ژبی دډرامی اوسنی حالت باندی هم څه نا څه بحث وشو،دغی غونډی ته دپښتو ژبی خوږژبی شاعر او لیکوال ښاغلی داکټر اکبر اکبر هم رابللی شوی و،ښاغلی اکبر اکبردارواښاد ننګ یوسفزی زوی هم دی ،اوپه خپله هم ډیر ښه لیکوال ،شاعر،اودنظر خاوند دی،
 
په پیل کی ښاغلی سپین تڼی ښاغلی اکبر اکبر ته دښه راغلاست له ویلو ورږسته وویل:موږ معمولا دلته هره میاشت یو ځل سره راغونډیږودهر ی غونډی له پاره یوه موضوع ټاکواوبیا دهماغی موضوع په اړوند دوستان غږیږی ،باید ووایم چی زموږ دغه غونډی دښاغلی سیال شینواری په مشری او بلنه جوړیږی،نو که ددوستانو خوښه وی لومړی به له تاسو نه هیله وکړوچی تاسی خپله دخپل خدای بخښلی پلار په اړه څه ووایی،
 
ښاغلی ډاکټر اکبر اکبر وویل:خلک تر څو چی ژوندی وی دخپلی کورنی وی،خو چی کله لاړ شی او یو څه یی کړی وی او ورنه څه پاتی شی،هغه بیا خلکو ته پاتی کیږی،دهغه لیکنی او اثار بیا دهغه داولس شتمنی وی،نو زما پلار هم داسی یو لیکوال،مبصر او ډرامه لیکونکی وو،چی ټول عمر به یی ویل:چی باید ډپښتو له پاره کار وشی،دافغانستان له پاره کار وشی،او دانسان له پاره کار وشی،ډیر مصلح او سوله غوښتونکی وو،او دغه مسایل دهغه په اثارو کی هم موندلی شو،دهغه د(ځانګو)اثر ما څو څوځلی لوستلی دی،اوهر وخت می په کی نوی نوی څه موندلی دی،
 
مثلاخپله دزانګو ډرامه کی کله چی په یو ماشوم باندی دګرګین سپاهی ګوزار کوی دا زما په فکر اګاهانه راغلی دی،دلته دلیکوال هدف دګرګین هغه ظالم نظام او دهغه وخت ستونزو ته اشاره شوی ده،یا دمیرویس خان ډرامه کی خپله دمیرویس خان له خوادټولنیز انصاف او ټولنیز نیاو ته اشاره شوی ده،او دا ځکه چی زموږ ټولنه کی ټولنیز انصاف نه شته،ځکه زموږ ټولنه ټولنیز نیاو ته اړتیا لری،دا او دا ډول نور ډیر داسی مسایل په دغو ډرامو کی بیان شوی دی چی اصلاحی بڼه لری،اودا اوس داولس دنده ده چی دغه اثار ولولی،زما دعا داده چی خدای دی ماهم خپلو اولادونو ته داسی پلار کړی،لکه څنګه چی زما پلار وو،
 
نظری صاحب وویل:زه دډرامی په اړه ډیر معلومات نه لرم خو په شخصی ژوند کی چی ما څه زده کړی دی هغه می له ډرامو نه زده کړی،په کندهار کی به ارواښاد جان محمد پلار ستیج ډرامی جوړولی او ډیر مینه وال یی لرل،دپښتو ډرامو په معاصرو لیکوالو کی ارواښاد ننګ یوسفزی دهغو لیکوالو څخه دی چی ډیری ډرامی یی لیکلی دی،
 
وروسته دپښتو ژبی ښه کیسه لیکونکی او لیکوال ښاغلی سوله مل شینواری دډرامی په تاریخی سیر رڼا واچوله هغه وویل:زما دمعلوماتو له مخی معاصره ډرامه دامیر امانالله خان په دوره کی ننداری ته وړاندی شوی ده چی دا له یوی ترکی ډرامی نه ژباړل شوی ډرامه ده او په پغمان کی ننداری ته ښودل شوی ده،دامانالله خان دسقوط نه وروسته ډرامی هم سقوط کړی دی،او بیا په ۱۳۲۶ لمریز کال کی یوه بله ډرامه د(عشق او دوستی)په نوم ننداری ته وړاندی شوی ده،بیا هم دڅه مودی له پاره دغی برخه کی هیڅ هم نه دی شوی،خو په ۱۳۴۴لمریز کال کی دپښتو تیاتر په کابل ننداری کی په یوه نوی بڼه راڅرګندیږی،او په دغه وخت کی یو شمیر نړیوالی ډرامی ستیج کیږی،وروسته ارواښاد منان ملګری دوه ډرامی (دوه بنی،او حویلی په مکروریانو کی)ډیر مشهوری ډرامی دی چی په څلویښتمو کلونو کی لیکل شوی دی،له ۱۳۵۷ لمریز کال نه وروسته چی کومی ډرامی لیکلی شوی دی هغه بیا په معیار پوره ډرامی دی،یوه دستیج ډرامه ده،او بله رادیویی ډرامه ده، په راډویی ډرامو کی دارواښاد ننګ یوسفزی ډرامی په ډیره لوړه سطحه ارزیابی کولی شو،دهغه ډرامی هم له روانی پلوه او هم یی مکالمی چی په ډرامه کی مهمه برخه ده ډیره ښه هماهنګی لری،دپښتو ډرامی ښه برخه راډیویی ډرامی دی چی مرحوم ننګ یوسفزی یی دلوړی سطحی لیکوال دی،
 
ښاغلی ډاکټر اکبر وویل:دمرحوم ننګ یوسفزی (سولی،اومات کنډول)دوه سټیج ډرامی دی چی په کابل کی ننداری ته ښودل شوی دی،همدا ډول هغه د(شپول) په نوم یو ناول هم لیکلی ووچی دکابل په جګړو کی له منځه تللی دی،
 
ښاغلی سیال شینواری وویل:غیرتی میرمن داسی یو راډیو ډرام دی چی همدااوس هم شاید ډیر مینه وال ولری،کوشش باید وشی چی دغه ډول ډرامی په هیواد کی دننه په ښوونځیو کی وښودل شی ځکه چی دغه ډرامی ډیری اصلاحی بڼه لری،
 
ښاغلی نظیف تکل وویل:پښتو یوازی دا نه چی دډرامی برخه یی خواره ده،بلکه هره برخه هغه که شعر دی هغه که ناوول دی او هغه که ډرامه ده نو په دغو برخو کی کار نه دی شوی،زموږ دډرامو لیکوال هم له دری څلورو نه زیات نه دی،ارواښاد ننګ یوسفزی چی کومی ډرامی لیکلی دی اوس هم دهغی خپریدل ډیر ضروری دی،
 
له ښاغلی تکل نه وروسته ښاغلی اکبر کرګر وویل:نن پر دوه خبرو خبری کوو،یودپښتو ډرامه ده اوبل دمرحوم ننګ یو سفزی یاد دی،زه یوه خاطره وایم:مرحوم ننګ زموږ ملګری وویوه شپه دښاغلی محک په کور کی هغه له موږ سره ټوله شپه تیره کړله،موږ له هغه نه هغه شپه ډیر څه زده کړل، ډیر څه مو واوریدل،زه لا ماشوم وم چی ما به کله راډیو یی ډرامی اوریدلی،له هماغه وخته زه دننګ یوسفزی له نامه اولیکنو سره اشنا شوم،دی دیو ازادی بښوونکی غور ځنګ لیکوال دی،دغه غور ځنګ دبښتون نشنلیزم غورځنګ دی،ډرامه هغه هنری ژانر دی چی داولسونو له پاره ددرک او پوهی وړ دی،زموږ دپښتنو حجره او دیره دپښتو ډرامی ستیج دی،هلته ټوکی ټکالی او داستانونه ویل کیږی،خو معاصره ډرامه یو صیقل شوی هنر دی،چی ننګ صاحب پیل کړی دی او ارواښاد منان ملګری بل هغه څوک دی چی په دی برخه کی یی ډیر کار کړی دی،زما په اند ډرامی حتی له شعر نه هم دټولنی په اصلاح کی ډیر رول لری،ددنیا ډیر مغلق اثارددی له پاره چی عام شی دډرامی په توګه وړاندی کیږی،
 
له کرګر صاحب نه وروسته ښاغلی ولی عبدالله وویل:
ما په خپله لومړنی هنری کار په درامه کی پیل کړی دی،دپښتو ډرامی په وړاندی کله کله ددولتونو له لور ی خنډونه جوړ شوی دی،دولت باید دغه هنر ته زیاته پاملرنه وکړی،زیاتره وخت زموږ ډرامی ډیر وخت ددی له پاره چی ددولت غوښتنی په کی ځای شی نو خپل هنری ارزښت له لاسه ورکوی،موږ باید دولتونه دی ته اړ کړو چی دغه هنر ته زیاته توجه وکړی،
 
ښاغلی سیال شینواری وویل:ډرامه چی څومره دانسانانو په ژوند اثر کوی وبل څه دومره موثر نه دی،زه ډیر وړوکی ووم چی له ډرامی سره می مینه لرله،بیا به زموږ په ښوونځی کی ډرامی ستیج کیدلی،په یو ډرامه کی می ښه یاد دی چی ما دیوه سرتیری رول لوبولی وو،او هغه هم ددولت پر ضد رول وو،نو زه فکر کوم چی ډرامی زموږ په ټولنه کی ډیر زیات اغیز لری،باید زموږ ډرامه لیکونکی باید دغه ډول اصلاحی ډرامی ولیکی او په ښوونځیو کی زده کوونکو ته ستیج شی،
 
له ښاغلی سیال صاحب نه وروسته ښاغلی ډاکترداود جنبش وویل:زموږ دغه مشر لیکوال مرحوم ننګ یوسفزی چی کومه پانګه موږ ته پریښی ده زموږ دغونډو له پاره هم ډیر ارزښت لری،نو ځکه موږ دغه غونډه دهغه ده یاد ته وقف کړی ده،ارواښاد ننګ یوسفزی نه یوازی دا چی دیر ښه ډرامه لیکوونکی وو،بلکه په خپله یی هم په دغو ډرامو کی رول لوبولی دی ، ډرامه زموږ دټولنی له پاره تر ټولو اغیزمن هنر دی،که موږ غواړو نړیوالو ته ځان وپیژنو،نو په ډرامو کی له بل هر څه نه ښه کولی شو،موږ چی دلته اروپا کی اوسیږو،نو باید خپل اولادونه تشویق کړو چی سینما ولولی،سناریو لیکنه ولولی او او دکامری په برخه کی زده کړی وکړی،دا ډول جنبش صاحب دروسی ډرامو په تاریخی سیر هم رڼا واچوله هغه زیاته کړله،په روسیه کی ډرامه په 1650میلادی کال کی پیل شوی ده،او چخوف ددغه هنر ډیر پیاوړی لیکوال تیر شوی دی،چخوف 40 کاله عمر کړی دی 20کاله زده کړی او 20کاله خلاقیت ،چخوف خپلی لیکنی له ډرامو پیل کړی دی،خو دهغه لنډی کیسی لکه د(الو بالوبڼ،کاکا وانیا،او دری خویندی)ډیری مشهوری دی،دچخوف په ډرامو کی خبری زیاتی او حرکات کم دی،او دا دهغه دهنر ځانګړنه بللی شو،په ایران کی تیاتر ډیر پرمختللی دی،خو زموږ په هیواد کی دغه هنر لا اوس هم ډیر کار ته اړتیا لری،موږ باید دغه هنر راژوندی کړواو کار ورته وکړو،له ښاغلی استاد جنبش نه وروسته ددی کرښو لیکوال وویل:ارواښاد ننګ یوسفزی دیوپیاوړی ډرامه لیکوال تر څنګه ښه شاعر هم وو دهغه دشعر منځپانګه هم لکه دهغه ډرامی دیو ازادی بښوونکی غورځنګ زیږنده ده او دغه غورځنګ دپښتون نشنلیزم رابیدارول دی،اودغه کار لکه څومره چی مرحوم ننګ صاحب په خپلو ډرامو کی کړی په هماغه پیمانه دهغه په شعر کی هم تر سترګو کیږی،خو موږ ته اوس په کار ده چی دخپل هیواد دغه هنر دلا ژوندی کولو په برخه کی کار وکړو،ځکه چی ډرامه دژوند اظهار دی ،که موږ غواړو چی دخپل ژوندمختلف اړخونه نړیوالو ته ور وپیژنو نو په ډرامه کی دغه کار په اسانی سره کولی شو،زما په اند زموږ په هیواد کی کومی ډرامی چی ارواښاد استاد بینوا،ارواښاد ننګ یوسفزی،ارواښاد منان ملګری او په همدغه وخت کی یو شمیر نورو لیکوالو لیکلی دی،له هنری پلوه ډیری لوړی دی،په وروستیو کی بیا دغه ارزښت په پښتو ډرامو کی ډیر نه دی ساتل شوی،
 
په لندن کی (دلته لږ زموږ اور بل دی)دغه غونډه دښاغلی سپین تڼی له خوا دمرحوم ننګ یوسفزی دیوی ډرامی په لوستلوچی (غیرتی میرمن)نومیږی پای ته ورسیدله،
 
غیرتی میر من
(
تمثیلی داستان)
راوی:ډیر وخت تیر دی...زمانی خپل ډیر پړاونه وهلی...او تاریخ په خپل زړه کی تر دی وروسته نورو زرګونو پیښو ته ځای ورکړی ...خوښی او خوږی خبری نه هیریږی...تل په یاد پاتی کیږی او دهر چا په خوله کی اوړی رااوړی،
 (
موزیک)
راوی:وایی چی دلوی افغانستان لوی امپراطور اعلیحضرت احمد شاه ابدالی چی دوطن دتاریخ یو ستر هیرو...او دافتخاراتوشمله ده له ډیر لری سفر نه...فاتح او بر یالی راستون شوی وو...دده فاتح لښکرپه ډیر ویاړ...دګران هیواد په لور روان وو...د شازلمو دغرور شملی جګی وی...او زړونو په سینو کی له خوښی نه اتڼونه اچولی وو...دلوی افغانستان لوی واړه دخپل نومیالی پاچا راتګ ته سترګی په لیاره وو...خلک له خوښی نه په کالو کی نه ځایدل او دهر چا په تندی هم داڅرګندی نښی بریښیدلی...
 
بریالی به بیرته راشی دوطن زلمی میړونه
دوی ګټلی قام وطن ته په دلو افتخارونه
(
دعسکرودحرکت ایفکټ)
(
حرکت دوام کوی او هم ددی په پس منظر کی)
راوی:دافغان بریالی اردو...په ډیره مینه دیوه عالم افتخاراتو سره دهیواد په لور پړاوپه پړاورالیږدیده او دلته په هیواد کی دننه ددی قهرمان پاچا او دده دبریالی لښکر دروند هرکلی ته تودی منډی ترړی روانی وی..تر څو چی دا لښکر دلوی افغانستان پخوانی پای تخت پلازمینی کندهار ته چی دپښتنی کهول دزوړ کلچر او ثقافت یو لوی ټاټوبی پاتی شوی را نږدی شو...
 (
ومزیک)
راوی:دغه وخت لمر په وروستیو غرغړووو...او دتیاری دکاروان سر په ځمکه لږیدونکی وو. وخت لږ پاتی وواو لیاره ډیره...دفاتح پاچا بریالی لښکر نه شو کولی...چی په رڼا دغه تاریخی او مرکزی ښارته راننوزی او دخپلو وطنوالوتاوده احساسات او دروند هر کلی په رڼا کی وګوریاو هم ددی له پاره...
 (
دعسکرو حرکت دوام لری)
لوی احمدشاه:(په دروند غږ)سپه سالارا...
سپه سالار:دلوی درشل ستر واکمنه
لوی احمدشاه:ددی له پاره چی وخت لږ پاتی دی...هر پلو دتیاری لمن خوره شوی او ښار لا څو فرلانګه نور هم لری دی...موږ نه شو کولی چی په رڼا کی په ښار ورننوزو...او دخپلو ورونو سره ښه وګورو...او دهغوی له مینی نه ډک هرکلی ته ښه ځواب ورکړو...ددی له پاره لښکر ته امر ورکړه چی هم دلته پړاوواچوی او ګهیځ له سبه ناری وروسته دښار په لور روان شی،تر څو دلمرپه تنکی څیره...په ښار ور دننه شی،
 
سپه سالار:دلوی درشل-دستر واکمن امر په سر سترګو...
(
بیګل چی دتوقف بیګل وهی...لښکر ودریږی)
(
دخلکو دخبرو ایفکټ بیا موزیک/پرده بدلوی)
عینو:(دځان سره) که خدای کول...رابه شی...بریالی له خیره سره ولی به بریالی نه وی...ننګیالی به وی او بریالی نه...دا نو څنګه کیدای شی...ننګیالی...او توریالی هم داسی وی ....تل بریالی...
 
او نو( چی توره نه کړی نو به څه کړی
چی یی شیدی دپښتنی رودلی وینه(خندا)
زما لالی...زما دسترګوتور....زما دزړه سر زما ساه...زما ژوند،په رښتیا چی ننګیالی دی...په رښتیا چی زړور او ګلالی دی...ددغسی ښکلی او غړانګی ځوانی سره...هم دغسی میړانه خوند کوی...دغسی میړانه....چی دوطن دسر لوړی او افتخاراتو شمله شی مګر سبا به یی زه په دومره لوی لښکر کی څنګه وپیژنم...چی کوم دی...نا...نا...هاغه چی په زرګونو کی روان دی...جګ بریښی...دهغه داچنار ځوانی دپټیدو نه ده....زه به یی لری نه وپیژنم...په زرګونو خلکو کی به یی وپیژنم او موټی موټی غوښه به له خوښی ورته واخلم....ځکه چی مسافر یار به می راغلی وی...دی به راشی او زه به ورته په ډیرخوندخوند همدا ووایم چی دوطن دلیاری مساپره یاره په خیر راغلی!
 
زلمی:(دروازه وهی)
عینو:(ناڅاپی سندره قطع کوی په تعجب) چی دا به څوک یی...
زلمی:(بیا دروازه وهی)
عینو:(ورو ورو روانیږی) څوک یی...؟
زلمی:(نسبتا ورو)زه یم...زلمی...
عینو :( په تعجب) کوم زلمی....
زلمی:بل زلمی هم شته...
عینو اخر څوک يی...؟
زلمی :زه زلمی...ستا دژوند ملګری...ستا څښتن...
عینو مګر زما دژوند ملګری...خو دلوی احمد شاه دلښکر تور کښ دی...او دلښکر سره دی...
 
زلمی:لښکر ښار ته نژدی پړاو اچولی...سبا سهار راځی ولی زما زړه طاقت ونه کړ که هر څو می په ځان زور واچوه خو ونه شوه....ستا یاد وزورولم او دغه دی چی له لښکر نه پټ راووتلم او راغلم....چی تا په مړو ستر ګو ووینم زړه به می صبر شی....بیا به شپه په شپه بیرته ولاړ شم....
 
عینو: مګر زه هیڅ باور نه شم کولی چی ته دی زما میړه یی ځکه چی زما میړه...ډیر ننګیالی زلمی دی....هاغه هر ګز له لښکر نه پخوا او پټ نه راځی....دا ته لکه چی بل څوک یی....
 
زلمی :ولی ته زما اواز نه پیژنی...؟
عینو:اواز دی هم پیژنم او خوی خصلت دی هم....اواز خو دی خپل دی...خو خوی دی دبل....
 
زلمی: په قسم زه زلمی یم....
عینو:(لږ په جدی لهجه)زلمیه...واوره....ښه می پیژندلی يي...مګر په رب چی نن شپه خوزما مخ په سترګو ونه وینی...نن ستا کتل په ما حرام دی...تا دخپل پاچا له امر نه سرکښی کړی...ته له لښکره پټ راغلی یی...ته زما په نظر کی هاغه زلمی نه یی چی وی...ستا حیثت دیوه بریالی تورکښ نه...بلکی دیوه تښتیدونکی سپاهی دی اودپښتونولی په قانون داسی ځوانان په پښتنو جونو حرام دی...حیا دی په دی کی ده چی بیرته ستون شی او سهار دبریالی پاچا دفاتح لښکرسره سر لوړی په ښار راننوزی-هاغه وخت ته زما یی او زه ستا...(موزیک)
 (
خوږه دموزیک په پس منظر کی)
راوی: تورکښ ـزلمی ...په ډیر مات زړه چار نا چار شپه په شپه بیرته ستون شواو څنګه چی دلښکرپه پړاو ورننوت...یوه پهره دارداسی ورته وویل:
 
پهره دار:څوک یی؟
زلمی غلی کیږی
پهره دار:(لا په زوره)څوک یی؟
زلمی: زه یم...
پهره دار:ته څوک یی...؟
زلمی:(په لړزه)زه...زلمی...تورکښ...
پهره دار:ودره....
زلمی: ولاړ یم....
پهره دار:رامخ کی شه اولاسونه پورته که...
زلمی:(څوقدمه اخلی)
پهره دار:(په غضب) چیرته تللی وی...؟
زلمی:ښار ته....
پهره دار:دچا په اجازه او امر؟
زلمی :پټ...
پهره دار: دیوه سپاهی دپاره له لښکر نه پټ وتل څومره جرم دی....
زلمی: پوهیږم خو له ورخه تیری اوبه بیرته نه راځی....
پهره دار: ښه نو دلته تر سهاره کښینه....تر څو چی سلسله په سلسله دلوی درشل ستر واکمن ته وړاندی کړی شی...او دجرم سزا ومومی....
 (
دخواشینی موسیقی)
راوی:داچی شپه په تورکښ څنګه تیره شوه او په زړه یی دغم او خفګان څومره څپی واوښتی...په دی پسی به نه ګرځومګر سهار چی لمر پلوشه وهله....نوزلمی بیا له وخته سلسله په سلسله دلوی درشل ستر واکمن ته مخامخ شوی وو....لوی احمد شاه له تورکښ نه پوښتنه وکړه....او تور کښ دیوه زړور او ریښتونی افغان په صفت ورته دا ټوله کیسه رښتیا رښتیا وکړه.اولوی او ننګیالی احمد شاه ددی خبری په اوریدلو ډیر خوښ شواو امر یی وکړ...چی کندهار ته په رسیدلو دی دغه غیرتی میرمن عینو زما حضور ته راوغوښتلی شی...
 (
موزیک)
لوی احمدشاه:عینو ته یی...
عینو:هو دملت نامتو پلاره هم زه عینو او دزلمی دژوند ملګری یم....
لوی احمد شاه:زلمی چی څه وایی دا رښتیا دی...
عینو: پاچا دقوم پلار وی...او پلار نه به سړی څه پټ کړی....
احمد شاه:شاباش....په رښتیا چی غیرتمنه پښتنه یی....ته حق لری چی ځان ته پښتنه بی بی ووایی...عینو لوری زه ستا دی خبرو ډیر خوشحاله کړی یم...زه چی هر څه کوم ستاسو له پاره یی کووم....او هر قدم دقام او دوطن دعزت او سرلوړی دپاره اخلم...عینو...
 
عینو:ستر واکمنه امر وکړه!
احمد شاه:ته زما لور یی...او تاته می یو کاریزځمکه در وبخښله چی ته پری ښه او ارام ژوند تیر کړی...
 
ګڼ خلک:دلوی افغانستان لوی او ستر واکمن،ژوند ،ژوند،ژوند
راوی:زمانی تیری شوی-پیړی واوښتی خو نن هم دپښتنی بی بی عینو نوم ژوندی او دروند دی...
 
اوس هم دغه کاریز دعینو په نوم یادیږی،
(
موزیک)
اواز:(له لری نه)نومیالی مړه شی او نومونه یی ژوندی پاتی شی-دتوریالو دتورو نخښی ابدی پاتی شی،
 (
خوږ موزیک)
پای
  افضل ټکور   

No comments: