Sep 17, 2012

پښتون لیکوال، شاعر او ډرامه لیکونکی ننګ یوسفزی مړ شو

(له خبریال ویبپاڼې نه په مننې )
په ډېره خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړو چې دپښتو ژبي ،خوږ شاعر ،لیکوال او وتلی ډرامه لیکونکی ښاغلی ننګ یوسفزی له دې نړۍ وکوچېد(روح دي ښاد وي) . دغه درانه لیکوال د(۸۲) کلنۍ په عمر دا نړۍ دخیبر پښتونخوا په پېښور کې دچهار شنبې په ورځ پرېښوه . نوموړی دخیبر پښتونخوا په غرنۍ او ښکلي سیمه سوات کې زې.ېدلی وو. هغه لوړي زدکړي نه وې کړې خو لوی خدای ورته لوی فکر او له خپلي خاورې او هیواد سره دمیني لپاره لوی زړه ورکړی وو.
هغه دسوات نه کابل ته لاړو او دخپل ځغلنده قلم په مټ یې په لږ وخت کې لوی نوم وګاټه .په کابل کې، د قبایلو د مستقل ریاست د تبلیغاتو عضو، او د کابل راډیو او د مطبوعاتو د مستقل ریاست قلمي ملګری پاتې شوی دی.په ۱۹۷۵ ع کې د مطبوعاتو د مستقل ریاست، له خوا د ال انډیا راډیو د پښتو څانګې د پاره د نطاق او ادبي سپروایزر وټاکل شو، له هغه وروسته هند ته لاړ او هلته څلور کاله په ډلي کې د پاتې کیدو نه وروسته په ۱۹۶۱ کېد ال انډیا راډیوته استعفا ورکړه او هم داوه چې بېرته خپل هیواد ته راستون شو. یوه ورځ دانګلستان په په کینټ کې دهغه په کور کې خدای بخښلي ننګ یوسف زي دخبریال ویبپانې ته وویل چې که هم څو میاشتې وروسته بیاد هند حکومت د ال انډیا راډیو د پښتو پروګرام د پاره بېرته او دوباره زما خدمات د افغانستان له حکومت نه وغوښتل خو ما هند ته له بېرته تللو نه انکار وکړ …
تر اوسه به د هیواد او له هیواده دباندي په ورځپاڼو، او مجلو کې او ځینو ویبپانو کې ،او هم دا ډول له کابل راډیو، او ال انډیا راډیو نه، دهغه په سونو، مضامین، اشعار، افسانې، فیچرونه او ډرامې خپاره شوي دي‌.
د ډرامو يوه ټولگه د ” زانگو” په نامۀ څو کاله وړاندې په څو سوو مخونو کې چاپ شوه.
تور زړونه سپين مخونه د دوى د يوۀ بل چاپ شوي اثر نوم دی چې سیاسي کتاب دی . .
نوموړي په سیاسي چارو کې هم په افغانستان او پښتونخوا کې ښه نوم تر لاسه کړی دی . هغه دظاهر شاه دواکمني پر مهال له کندز نه دولسي جرګې لپاره دخلکو استازی (وکیل) هم پاتې شوی دی .
ښاغلی ننګ یوسفزي دنورو سیاسي‌فعالیتونو سره سره په خپله شاعري کې هم له سیاست نه لاس نه دی اخیستی . هغه په خپله شاعري کې هم سیاسي هڅي کړي دي او دخپلو خلکو او هیواد لپاره یې دسوکالۍ دراوړلو او تر لاسه کولو لپاره له هیڅ ډول جدو جهد نه لاس نه دی اخیستی . دهغه خوله دعمر ترپایه له خندا ډکه او تل یې پر ځوانانو دا غږ کاوه چې دهیواد دسولي او پر مختک او همداراز دخپل ولس دښېرزۍ لپاره کار وکړي .
د شعرونو نمونې:
څوک او څه یم؟
د تاریخ له سوی زړه نه، راوتلی واویلایم
یا د لوړو لوړو غرونو، غریو نیولې تمنا یم
یا مړ ژواندی شانله هیله د مات زړه په دردانه کې
یا ساماتي حوصله شي دلیارورکی په سینه کې
لوغړن للو په اه شيو تسنس شوې په فضا کې
یا دیاس ډکه نداشی لالهنده په سحرا کې
یا ارزو شي ژړغونې ګبیړنۍ ارادې شي
یا چې پورته وهوا ته په خاښو کې پس بادی شي
یا هاغه د یتیم اوښکې چې په خپل ګریوان وچیږي
با د کونډې بې اسرې اه چې ایله تروره رسیږي
یا د تېر کاروان جرس چې ازانګه وي په بیدیا کې
یا نامراد شان صدا وي زنګوله شي په هوا کې
یا اټکنه سا نیولې چې نعمه شي په پړدو کې
یا ژوند ریزه خوږه تپڼه چې ړنده شي په ګردو کې
یا بهیر د هیلو هڅو تالا کړی زمانې وي
یا ناکامه محبت شي بیا عنوان د افسانې وي
یا بې ربطه زیروبم شي درباب په تش ګوګل کې
یا رقیقه الوداع شي، په سلګو د نیم بسمل کې
یا هاغه د سردرو بار چې یې دام تر غاړې ورشي
هر اندام یې شي بې ژواکه مړڅپن یې هر نظر شي
یا دروند پایه سمندر چې پښه نیولې شي پخپله
خپل ډېر ژواک ورته بلا شي، زړه یې شین شي له ساحله
یا طوفان وي پورته شوی له بیدیا و بیابان نه
بې هدفه الوګړ شي، ځان یې ورک شي له خپل ځان نه
زه چې څه یم هم دغه یم هــــــــم دغه زمــــا ژونــــــــدن دی
دا چې نوم مې د پښتون دی دا چې نوم مې د پښتون دی
*****
سره او شنه
څوک تخیل د بوډۍ ټال ته خیژۍ
د ماشوممانو ځنګول غواړي
څوک د ارزو د تقدس په شمع
تاندې ځوانۍ لوګۍ کول غواړي
څوک د ساقي په یوه موسکه خندا
د اسمان ستوري نڅول غواړي
څوک د مظلوم د سوی اه په خاطر
غرونه رغونه لړزول غواړي
څوک د پسرلي د رنګ و بو په اوږو
زنګینې هیلې بارول غواړي
څوک د زیار کښ د اوږو بار کوزوی
د غریب پیټي سپکول غواړي
څوک په سپید ګرځي کوکۍ ټولوي
د چا وربل سینګارول غواړي
څوک د نیمزالی له اغزنو حڼو
په بار خو غنی اڼول غواړي
څوک د پاولو د شرنګا شرونګ لیونی
ځان پدې لوبو غولول غواړي
څوک په جیلونو کې د قام د پاره
د ځنځیرونو ماتول غواړي
څوک د اغزن فکر په کر کر ونده
د اولس لیارې شاړول غواړي
څوک د پلار مړی ځوی تنکو پاپو له
په بڼو لار جارو کول غواړي
څوک د رحمان په ځمکه اور بلوي
سمسورې دښتې سوزول غواړي
څوک د رحمت د اباسین په اوبو
وچې میرې خړوبول غواړي
څوک بو الوهوس د شګو پړی غړی
ځان کهکشان ته رسول غواړي
څوک مټور د لوړو غرو شاه زلمی
د غلامۍ کړۍ شلول غواړي
څوک تشتور خان راته اوس خان خان کېږي
زما د سر سودا کول غواړي
څوک په رښتونې خان زما له سره
خپل سر و مال قربانول غواړي
څوک خو د غرض اوبه په ډانګ بیلوي
نوک له اورۍ جدا کول غواړي
څوک ببر څڼۍ په یو والی مین
څیرې ګریوان پیوندول غواړي
څوک د مجهول تقدیر په لومو ښکیل ته
نوی دامونه جوړول غواړي
څوک ننګیالی د ”ننګ“ سندرې وايي
ویده پښتون راویښول غواړي
*****
ژړا
د ماشوم په لاس کې پریوته پښتو مې
ملغلره د ړندې د غاړې هار شوه
شین پسرلی مې په خزان باندې بدل شو
سپیر کوټې وه چې په برخه د مالیاره شوه
د ژوندون هیلې د زړه له کوره لیږدې
ډیوګۍ مې د طوفان د سترګو ښکار شوه
هره څړیکه د هر رګ مې د زړه څوب شوه
تنسته د ژوندانه مې تار په تار شوه
نو – ما به کومه ګرمه کړي وي څیښتنه!
چې غوټۍ په غوړیدو کې راته خار شوه
*****
د نثر نمونه:
ضمیر
راډیو فیچر
”د نیمې شپې ماحول د ۱۲ بجو ډګریال پرله پسې اواز“
اسلم – (په کټ کې اوړي او د ځان سره وايي) اوف …دولس بجې شوې خدای خبر چې نن ولې خوب له مانه لیرې ګرځي … دا پسته تلتکه جوړ راته بیخي د زوزانو پوړ او پولۍ شوه نه پوهېږم چې دا نن په ما څه شوي دي.کومه نامعلومه تلوسه ده چې په مخه مې سکونډي … (بیا په ډډه اوړي).
اخ څنګه وکم … هسی مې سترګې مرغۍ مرغۍ کیږي، خو سترګه را باندې متره شوی دی. دا په څه روحی اضطراب اخته شوی یم ”له کټه پورته کیږي“ ځم چې لږ د باندې وګرځم ګوندې یوه سترګه خوب راشي.
”په مخه ګرځي او د ځان سره وايي“ اسمان نن څومره ښکلی ښکاري … کاینات څنګه په غزیدلو پښو ویده دي … دا دنیا لا ډیر دردیلي زړونه ډېر سوي اسویلي … ډېرې لندې سترګې، پړسیدلي پښې، یتیمې اوښکې نیمزالېارزوګانې …کونډې هیلې او بې وزلې لوږې تندې لري … چې خوب به یې عنقا شوی وي … خدای خبر اوس به څومره نور زما غوندې د خوب په لټه کې د ستورو بهیرونه څاري او د پښو ښکالو به یې د شپې په چپه چپتیاچکونه لګوي … څومره به دب یلتانه په ځور کې شپې روڼوي او د تللو په یاد به زاړي رښتیا چې ژوند د مسلسلو ځورونو یو نه شلیدونکی ځینځیر دی.
”لږه سکته“ ای تروری او سرایله سپوږمۍ ته په دې توره شپه په چاپسې لالهنده ګرځي … د چا مینه دې ځوروي او څه درنه ورک شوي … اخلی …ستا په دې سپین زړه دا تور سوی داغونه چا ایښي … ایا دا د بیلتانه بیلګېدي که د چا د مظلومو اهونو سوی نقشونه …؟
… خدای (ج) پوهېږي چې ته به د چا په غم غمجنه او درد، دردیدلې یې … د کوم مین په لوغړنه مینه کې د بې وزلو په تړمو اوښکو …
”د لرې نه د شپیلۍ اواز پورته کېږي چې ورو ورو نژدې کیږي، او هم په دې پس منظر کې اسلم ګرځي او د ځان سره وايي“
اسلم – اوه … دا د کراری شومې شپیلۍ څومره خوږ درد لري … داسې بریښي چې بین مار د خپل موږمن زړه دردونه، نور د فضا په امواجو څټه کول او د خپل دروند بارسپکول غواړي … (سکته) ای بین ماره … لږرانژدې شه چې ستا شونډې ښکل کړم … ستا د شپیلۍ هر سر زما د احساس ژورو ته کوژیږي او زما د زړه خوبولی څوب په څړیکو او ټوپونو راولي … راځه چې خپل دردونه سره ګډ کړو او په ګډه سره د ژوند کړاونو تهاوږده ورکړو … راشه را نژدې … زر رانژدې شه، د شپې لښکرې اوس په ماتیدودي … او د تیارې لمن ټولیدونکې ده … اه … دغه دی چې د سبا ستوری د اسمان په لمنو کې وځلیده او اوس به د رنګ ساعت له د رڼا دکاروان سرولګی … لمر به په خپلو زرینو وړانګو له کایناتو د تیارې توربخن تپی او داغونه ووینځي …
”د سپیدو چاود وخت، د چرګانو بانګونه“
ای … زما دشپې د ناکرارۍ خوږو ملګرو ستورو، تاسو هم ولاړی او زه مو یوازې پریښودلم … ستاسو زړونه هم را باندې ونه سول … ځکه چې زه درد لرم او ستاسو څخه مې غوښتل چې زما سره دردونه شریک کړی…
دا ځکه چې ما د نورو سره د هغوی دردونه، نه دي وېشلي، د نورو په غم نه یم غمجن شوی د بل په ویرمې نه دی ژړلي … او د چا د اسویلو تسل او ډاډګیرنه مې نه ده کړې، د چا اوښکې مې نهدي وچې کړي … په رښتیاکه ما د نورو سره د هغوی غمومه وېشلي وای نو نن به ولې د اسمان ستورو هم له مانه تیښته کولای او زه به یې د بې خوبۍ او روحي تلوسو دې دروند بار ته یوازې پریښودلی … هم دا پرون مې د خپل سر نابالغه خبرېواوریدلې او له خپلې دروازې مې د سرې میاشتې غړی په بدرنګ وشړل … هغوی خو زما دښمنان نه وو … له مانه یې څه غوښتل … بس یو څو روپۍ او هغه هم د وطن د مصیبت ځپلو او بې وزلو خویندو وروڼو د پارهولې ما هغوی ودګل، ومې رټل، ومې شړل خپله دروازه مې سپکه کړه … خپل ضمیر ته مې سر تیټ کړ، د خپل انساني کرامت سره مې لوبې وکړې او دا هر څه د دې د پاره چې زما له جیبه یو څو روپۍ ونه وځي او زماپه قارونی پانګه کې کمی رانه شي … اوف … لکه چې د ندامت هم دغه احساس ما تراوسه ځوروي او لکه چې هم دې احساس په روحی اضطراب اخته کړی یم چې ځمکه له سره ځای نه راکوي.
”یو مهیج موزیک چې د ده د جذباتو طوفاني حالت ترسیموي“
اسلم – ”په وارخطايي او ریږدیدونکي غږ“
نانا … هر ګز نا … اوس به زه خپل حق ادا کړم، د خپل ویښ ضمیر سترګو ته به نورې خاورې ایرې نه نولم څه به وشي که ما د پنځو زرو روپو قالین له پښو لاندې نه کړ … که زما دوه پښې نارامې شي … مګر د دې پرځای به زما د سوونو وروڼو سرونه پټ شي … تر پښو سر ډېر قیمت لري … بې پښو ژوند کیږي ولې بې سره ناممکن دی.
”روانیږي“ ځم چې پنځه زره افغانۍ دا اوس له صندوقه راوباسم او په سوړ ګهیځ یې د سرې میاشتې ټولنې ته وسپارم.
”د کلیانو شرنګار د پښو اواز“ ”له پس منظر نه په دروند، ولې ملایم غږ“ دا نیکه او غوره اراده دې مبارک شه … زه تا ته په دې ښه کار شاباسی وایم … زه ستا زړه یم … زړه او په داسې کولو زښت خوښېږم هله زرکوه، داپنځه زره افغانۍ یوسه … هم په دې کې ستا سعادت دی هم دا ستا شان لوړوی او عزت دې زیاتوي.
سر: ”په دروند مهیب غږ“ زه ستا سر یم، د عقل او شعور کور … زه ستا رهنمایم پام خبردار … روپۍ ورنکړې … که لغړ وي … وي دې، که مری، مری به تاله یې څه ستا کوم د ابۍ ورنکړې دادار اوړی دی … دا دومرهخلک نور لږ دي …هیڅوک هم ورته څه نه ورکوي یوازې تا دا توده تبۍ په سر ایښې ده … ته له کومه د خاتم طایی د تره زوی یا د زیدی سخی ارسلاخان یې … پام چې روپۍ ورنکړې … پنځه زره افغانۍ کم شی نه دی،په خوله بادیږي.
زړه: ”په خپل زوړ انداز“ ګوره چې د سر خبره وانه وری … دماغ انسان ته چل … فریب چالاکی او خود غرضی ښیی او زه د مینی محبت او هم دردۍ کور یم زه ستا غوره رهنمایی کولای شم …
هم دا د انسانیت اخلاقو او شرافت لار ده … دا روپۍ په بیړه سرې میاشتې ته وسپاره چې ستا د مصیبت ځپلو وروڼو د پاره یې په خیر ښیګڼه کړي.
سر: هر ګز نه زه ستا عقل او پوهه یم … زه ستا د ممیزې قوت او د ښو بدو د تمیز طاقت یم …
زه تاله ګړنګونو روغ جوړ اړوم او په سمو لارو دې سموم … زما خبره واوره د زړه خبره مه اوره زړه صرف جذبات لري … تش جذبات بې د سر د لارښوونې جذبات یوشان اس وی چې سړی له ګړنګونو غورځوي …پام چې د زړه خبره ونه منې لاس راکاږه دا روپۍ بېرته خوندي که یوه نه یوه ورځ به دې ضرور پکار شي.
زړه: ”په زوړ انداز“ دا ستا د امتحان وخت دی، د انساني ضمیر د امتحان وخت، ګوره چې پاتې رانشې ستا څخه دولت دی … شته دي … خدای ډېر څه درکړي … ولې ستا دغه مصیبت ځپلي وروڼه نن هیڅ هم نه لري که همداحال ستا وي نو تا به له نورو وروڼو څومره توقع درلودله زرشه په ښه کار کې بیړه کوه … بیړه دې په خیر او ځنډ دې په شر تمامیږي … شاباس هله.
سر: پام کوه د زړه خبره ونه منې … د ده بنګلو خبرې چې چا منلي … د چړ او خیرات کنډولي ته ناست دی او زما پیروان … د ښکلو موټرو او ډېرو ډېرو شتو خاوندان دي … پام کوه چې ونه ښویږې ګنی بیا به ارمان کوې… وخت به درنه تېر وي.
زړه: ”په زړه انداز“ دا هوسناک سر د مادیت ایجنټ او بړیڅی دی … د ده د پیروانو ژوند ډېر لنډ وي او ما د حاتم طایی … د زیدی د سخی ارسلاخان او د سوات د شاهپور د سخي سرورخان او سخي بازیرخان نومونه لاتراوسه ژوندي، درانه او خوندي ساتلي دي … د ده له خبرو د سرمایه دارانه ذهنیت بوی خیژي او زما د ترحم جذبې او د روادارۍ احساس انسان ته د مساواتو عظیم نعمت وربخښلی دی … ګوره چې د مغزو خبرې وانهوری دی تاله نیکۍ اوخیر نه لرې باسي.
سر: ‍”په زوړ انداز“ زړه په هیڅ هم نه پوهېږي او زما په غیږ کې جمال الدین افغان، اقبال او حمید، حمزه، رحمان، خوشحال، الفت، حافظ، ارستو، سقراط، ګویتی، شیکسپیر،شیدا خټک، ټیګور لوی شوي دي … او هم زه … ددوی د فلسفې او اشعارو روح روان یم … ولې د نړۍ تباه کوونکی خونړی او وحشتناک قوتونه هم د دې زړه د لاس غونډاری پاته شوی دی …
زړه: ”په زوړ انداز“ تر څو چې زه د فلسفې د لارې لیټ او د شاعر د احساس څوب یم تر هغې دا دواړه د انسان د عظمت او لویۍ ترانې وایی خو چې زما له لاسه ووځي او یوازې د سر پر سترګو روان شي … نو بیا (قهقه)عقل د سالار د جنګ نقشه او شعر د سپاهی په شونډو د وحتش یوه خونړۍ ترانه شي …
”د عسکري مهماتو او عسکرو حرکت“
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
وینې تویول غواړو سور اوربلول غواړو خونې ورانول غواړو
نور تباه کول غواړو
مونږ زړوریو زاړه څه چې ماشومان وژنو کونډې یتمان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
مونږه جنګیالي ځوانان مونږه توریالي ځوانان تل یو بریالي ځوانان
مونږ یو د میدان زمریان
سترګې موسرې شوي د پردو سره خپلوان وژنو مونږ زاړه ځوانان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
ځو د غلیم کور لوټو دغه کور په زور لوټو کور لاڅه چې ګور لوټو
اوس یې پسې نور لوټو
مونږ د وحشت په نشته مست یو انسانان وژنو وروڼه عزیزان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
”د جنګ ترانه، یوه دقیقه د جنګ د منظر ډزې او په مخه زګیوری اول په زوره او بیا ورو وروو چې په همدې پس منظر کې سر په وارخطايي ډول خپلې خبرې جاري ساتي“
سر: ”د ډزو د اواز په پس منظر کې په وارخطايي“ د زړه خبرې یوه تشه جذباتي پروپاګنده ده … دی لکه دچندخ د ګوګل په څا کې لوی شوی دی…
دی ړوند دی د جذباتو ړوند … چې زه ورسره نه یم نو یو پل تګ هم ورته د همالیه او هندوکش سرکول ښکاري … او زه د جزلایتجزا د کلیی جوړونکی او هم زه یې ماتوونکی یم ما انسان ته د سیانسی نعمتونو بې بهاسوغات وربخښلی دی او هم زه د ایټم او هایدروجن د عظیم طاقت کشاف او خالق یم …پام کوه چې د زړه خبرې وانه ورې … دی په ګټلو نه پوهېږي ولې څټلو ته یې شین زمری دی … د ده پرې څه ځي … که ځوریږم خوزه ځوریږم … ده له یې څه … دی خو لکه د ټاکری د شیخانو د پردو سنډاګانو خیرات کولو ته تیار ناست دی – اوری که نه … په خلاصو غوږونو واوره …پام کوه .. خبردار … چې د خپلو وینو خولو محصول او ګټه د نوروله سره لوګی نه کړې …
زړه: ”په دروند غږ“ دا په خپله اواره ګردۍ او ایله ګشتۍ نازیدونکی دا چې په اټوم او هایدروجن ویاړي … دا د ساینس کشاف او د ګټی خاوند سر، زما په عظمت او لوی سترګې پټوي … دی لکه د ښاپیرک د حقیقت لمر همنه ویني…
زه زړه یم … د انسانی شرف او فضلیت کور … زه د انسان د پاره مینه محبت او درد پالم … زه د قربانۍ جذبی او د عزت النفس احساس ته پرورش او وده ورکوم … هم زما له ژورو نه د امن پیغام راوځی، هم زه یم چې یوانسان د انسانیت د خیر د پاره سر ښندلو ته اماده کوم … او هم زه د امن او انسانی ښیګڼې بنیادي عناصر رحم او عاطفه پالم … زه منم چې دی د ساینس کشاف او د توپ، ټانک او وسلو موجددیو ولی که زه نه وای نو تراوسهبه د جنګ لمبې همداسې پسې بلې او ژب غړاندی پاتی وای.
”د بمبارۍ ریکارډ په پس منظر کې“
زړه: ودی لیدې د سر، کارنامې او … دا یې لاڅه کوې دا د اټم مخترع دا د مادې هوس په نیلی سپور سر چې د اټم په ایجاد دومره ویاړی او فخر کوی … هم ده په تېر لوی جنګ کې د ۲۲ ملیونو انسانانو ۷۵ ملیونو کیلو وینېتوی کړې او که چیرې ماد ده واګي نه وای راټینګې کړې نو نن به دنیا ذرې ذرې لکه د هیروشیما او ناګساکی د حال په ژبه د خپلې بربادۍ داسې ویر ژړلی … (د اتوم بم د اواز او د خلکو د چیغو او فریادونو په پس منظرکې)
زړه: ولې دا زمه ومه … چې زه د انسان په رګ رګ کې له جنګ نه ویره او کرکه شوم هم دا زه وم چې د انسانی وحشت د حوصلې تانګونه مې پرې کړل … او یو ځل بیا د انسانیت په شونډو د مینې او امن یوه خوږه ترانهشوم.
د امن ترانه.
”ترانه د مارش د ترانې په پس منظر کې په جګ اواز باندې زړه خپله وینا جاری ساتی“
جوړه ورورولی زمونږ مونږه انسانان یو

No comments: