Jul 23, 2014

د ننګ یوسفزي ډرامه: نومورکی شهید یانامتو تورکښ په یو نظر کې------------------- کره کتونکی: رحیم الله بشارت

د ننګ یوسفزي ډرامه: نومورکی شهید یانامتو تورکښ په یو نظر کې
کره کتونکی: رحیم الله بشارت

  زمالیکنه دځانګو په لومړۍ ډرامه «نوم ورکي شهید یا نامتو تورکښ» باندې ده. دا اوږده ډرامه ده ، دا به سمه لټ په لټ کول ددې لیکنې له برداشت نه وتلې وي خو په ځینو شیانو به یې سرسري بحث وکړو. لومړی د ډرامې پیل دی. ماچې لومړی ځل د نامتو تورکښ کلیمه واورېده ،
سمدواره مې په ذهن کې دسپینوتورو شرنګ اودسره  غمي غوندی دخوی سور اس شڼار جوړشو. زماهیله همداوه اوس به په سره جنګ کې ودرېږم، خو دې ته مې فکر نه و چې دجنګ له سور او تودمیدانه وروسته بل میدان ته  هم ورتلل طبعي خبره ده  او هغه دهدیرې خاموشه او ویر لړلی میدان دی. زه دلته له دوهم حالت سره مخ شوم. لیکل شوي وو
 (دیوې عمومي مقبرې په پس منظر کې دمرغیوچغار)
 خو په همدې پیل کې به یې لږ تم شو. دډرامې د پیل په اړه انګریزي ژبي وايي چې The beginning is everything[i] د ډرامې همدا برخه ده چې اورېدونکي پرې پرېکړه کوي چې د راډیو پېچ پسې تاوکړي که نه ګوتې ترې لیرې او غوږونه څک کړي. مخکې یاده شوه چې ډرامه  دیوې عمومي مقبرې په پس منظر کې د مرغیو په چغار پیل کېږي.
یانې ډرامه په غږیز اغېز یا sound effect پیل کېږي. او له لږې شېبې وروسته کرکټر راپیداکېږي. چې:

شاعر :       (په لیارې روان دی د ځانه سره وايي)
یانې دلته بیاهم افکټ دی خو،دپښو افکټ چې لاموپسې متوجې کوي او دکرکټر حالت راپېژني. لا تر اوسه یې دپښو غږ اورو خونه پوهېږو چې څوک دی. نو هغه بیاله ځان سره وايي
 (دا زړه مې غواړي چې چېرته یخ سوري ته کښینم او یو ښه شعر ولیکم ... خو چېرته به کښینم ...؟؟)
 دلته یوخو له ځان سره لګیادی مانایواځې دی، دا یواځیتوب یې دې ارمان نورهم ځواکمن کړی دی چې وايي، دا زړه مې غواړي چې چېرته یخ سیوري ته کېنم، یانې ټکنه غرمه ده، خو چې کله وايي چې شعر ولیکم نو سړی پوهېږي چې سم روغ نه دی، د غني خان په وینا، ټکنه غرمه دلېونو دګرځېدو دی وخت...ورپسې وايي:
(ځه خو په هاغه ګورستان کې به د هاغه دنګ چنارد لاندې یوه شیبه دمه وکړم ... که وشوه څه به ولیکم ... که نه، نو لږ دمه خو به شم. )
 دلته راته ډیالوګ دکرکټر چاپیریال او دهغه ذهني حالت راښيي. ورپسې سټوډیو ته د افکټونو د ځای پرځای کولو لپاره لارښوونه ورکړل شوې ده. وايي:

              (د پښو اواز، او د مرغیو چغار سره یو بل ته نیږدې کیږي ...)  په ډرامه کې افکټ هغه څه کوي لکه په انځور جوړولوکې چې یې رنګ کوي، دانځور بېلابېلې برخې سره جلاکوي او خدوخال یې جوتوي.، او یایې سره نږدې کوي، دلته هم دوه بېلابېل چاپیریالونه دافکټ په مټ یو له بل سره نږدې کېږي. شاعر بیاوايي:

شاعر:        (هم دا ځای ښه دی ... دلته به کښینم ... څه ښه سوری دی ... دا خوږه هوا ...  او دا دچرچوڼو سندرې، ډېرې ښې لږي ... مخامخ دا لوړ غر ... څومره لوی ښکاري ...) دلته پوهېږو چې کرکټر له ځان سره خبرې کوي ، خو داسې خبرې چې لیکوال غواړي مونږ پرې له ځان سره وساتي، له یوې خوا دکرکټر ځای ځیږې راپېژني ، اوداسې یې راپېژني چې له ځان سره مو ګرځوي.تخیل مو راپاروي.دې ته د اورېدونکي تخیلي ملګرتیا یا imaginative participation  وايي. زه چې خپله دې ځای ته راورسېدم، ماته یې ، دمهاجرت دمهال د مردان ،دجلاله دکیمپ هدیره رایاده کړه چې دجلاله دمشهورګودر نه پاس په یوه داسې خټ یاپاڼ  پرته وه چې مونږ به ورته کله دقبر جوړولولپاره له لاندې بهېدونکي خوړ نه اوبه یاکاڼي راوړل نو سم ،دم سالنډی به یې راباندې لګوو ، لمر ته مخامخ وه ، خو ښه پکې داوه چې د شوو، او کیکرو لویې ونې پکې ولاړې وې.، ماخپله دا شاعر دشوې د یوې ونې لاندې کېناوه.کېدای شي همداسې ترې هر اورېدونکي ا ولوستونکی دخپلې تجربې سره سم یوه چاپېریال ته ورشي. کله چې ډرامه داسې انځوریزه شي نوبیا ترې دوه تمې بې ځایه نه وي، یوه داچې د اورېدونکي واڼي دومره سستوي چې دراډیو موج نشي تاو ولی او بل داچې په مغزو کې داسې یو اغېز پرېږدي لکه په کاڼي کې راښکلشوې کرښه. په راډیو ډرامه کې کره کتونکي،داورېدونکي تخیلي ملګرتیاته  د ډرامې fifth dimension[ii]  یاپنځم بعد وايي. او فکر کوي چې دا پنځم بعد یا د اورېدونکو تخیلي ملګرتیا د هغوی دماورالطبیعه ادراک  یاcognitive metaphysic  اوهمدارنګه د لاشعوري یاsubconscious   تجربو مرکز دی. دوی فکر کوي چې کومه ډرامه دا زور ولری نو اورېدونکي دخپلو خیالونو د عدن په باغ ګرځوي او تخیل یې روزي. او راډیو ورته دسېنما او تیټر نه ښکلې کولی شي. خوکومه ډرامه چې د اورېدونکي تخیل نشي راپارولی ،مانا یې داده چې له پنځوو یوه ستن نه لري. ماچې ددې ډرامې نه پرته هم دې ټاټۍ ته څومره ټالۍ ورکړې په دې پوه شوم چې مراندې راښکوونکی یې دې پنځم بعد ته ښه متوجې و او ښه په برلاسۍ سره یې د اورېدونکو تخیلي ملګرتیایا imaginative participation یقیني کړی دی. ورپسې ډایلاګ وايي:
(د قدرت هر څه ډېر ښایسته دي ... په رښتیا چې د کائناتو په هر موجود کې، د قدرت د لویۍ او عظمت راز پروت دی ...)
داخبرې هم دکرکټر دښو راپېژندو لپاره شوې دي لومړی دځای دناستې خبره کوي چې اورېدونکي ته خپل حالت ور وپېژني.خپل چاپېریال ورپېژني او بیاروحانیت ته ځي. دکایناتو دښکلا او دقدرت دعضمتونوخبره کوي، ددې لامل دادی زمونږ په ادب کې هغه چاته درناوي کېږي چې له روحانیت سره تړون او تړاو لري او په لویه کې مونږ له روحانینو تمه لروچې دوی به دځان پرځای دجهان په غم کې وي... دلته روحانیت ته دتللوموخه د کرکټر داسې روزل دي  چې دستروکارونواو د بل لپاره دفکر او هڅې هیله او تمه ترې وشي او کله چې  سترکارته لاس وراچوي نو چې اورېدونکي ته پیکه ښکاره نشي او شک پرې ونه لري.
 بیاله یوڅو ډایلاګونو وروسته وايي:
(دلته په اکثرو قبرونو سره بیرغونه ولاړ دي ... ګمان کوم چې اکثره یې شهیدان وي ... مګر کوم شهیدان ... هاغه شهیدان چې بې ګناه د خپلو وروڼو عزیزانو د بې رحمیو او ظلمونو ښکار شوي وي او په یوه لویشت خاوره او وړه خبره وژل شوي وي ...)
دلته دوه شیان وینو، په قبرونو ولاړ سره بېرغونه چې زمونږ په شهیدپاله ځمکه کې دشهیدانو نښه ده. خو ددې نه علاوه هم درنګونو داسې پرځای کارول هم له صحنې سره د اورېدونکو اشنايي زیاتوي ، هم یې خیال راپاروي، او هم یې له یاده نه وځي چې د اوږده وخت لپاره دپیغام له ساتلو سره مرسته کوي. ماخپله یوه په یوه ډرامه کې د یوه کرکټر لاسونه د هغې د وړې لور لخوا په سره ټوټه وتړل، کلونه وروسته راته چاوویل چې ستاډرامې به مې اورېدلې  او چې ماترې دبېلګې پوښتنه وکړه نو راته وې ویل : یوکس له یې چې لور لاسونه په سره ټوټه تړلي وو.
بله خبره یو څنګزن پیغام دی چې وايي: هغه شهیدان چې بې ګناه دخپلو وروڼو غزیزانو...داسې پیغامونه هم د ولس دویښېدو کارورکوي او هم مودکرکټر د زړه او فکر له کیفیته خبروي. همدارنګه شاعر له دې وروسته وايي:
(او که هغه شهیدان چې د قام، او وطن له عزت نه یې ځانونه قربان کړي وي ... او د ازادۍ په مقدسه شمعه ایرې شوي وي ... )

شین خالۍ     (پدې منځ کې له لرې نه ورو ورو د شین خالۍ د ژړا اواز راځي پر له پسې سلګۍ).

شاعر:        (ټکان خوري) لکه چې د چا د ژړا اواز دی ... (خاموشي) ...
 دلته لومړی شاعر ټکان خوري بیاله ځان سره وايي:
 لکه چې دچا دژړا اوازدی ...دلته چې شاعر دژړاکوم غږ اوري اورېدونکي یې هم اوري، خولیکوال له دې امله دشاعر له خولې هم دا راویستل غواړي چې دوه دندې پرې ترسره کړي یوداچې اورېدونکي ته احساس ورکړي چې کرکټر شته او ستاغوندې یې دژړا غږ ته غوږونه څک دي او له بل لوري غواړي چې خاموشي اوږده نشي او د اورېدونکي فکر بل خوا ونه زغلي.

شین خالۍ:    (ژړا لږه  په زوره کوي – د مرغیو اواز او ژړا ګډېږي)

شاعر:        (په تعجب) هو ژړا ده خو پدې ژړا کې یو خوږ درد پروت دی ... ته ودرېږه زه غوږ ونیسم ...
دلته بیاهماغه لار کارېدلې لکه مخکې چې موپرې تبصره وکړه.کله چې دی وايي چې ته ودرېږه چې زه غوږ ونیسم نو اورېدونکی هم ورسره غوږنیسي او ددوی دواړو دغوږنیولو سره سندره ورو،ورو را اوچتېږي. خوپه ژړغوني غږ:
(غلی کېږي او بیا یې په ژړغونې اواز کې ورو ورو دا سندره را پورته کېږي).

              د قام وطن په ننګ شهیده           
سترګې که پورته شین خالۍ راغلې ده نه
 وه زما شرینه، زما شرینه
د زړه سره له تورو خاورو سر را پورته که چې مرمه
 زما شرینه ...
              د کوڅو تور ویښتان مې سپین شو
د سترګو تور مې په ژړا سپین شومینه
 وه زما شرینه، زما شرینه
د زړه سره ... له تورو خاورو سر را پورته که چې مرمه
.
دسندرې له ختمېدو وروسته وايي:
شاعر:        (چې ورو ورو وړاندې ورځي نو د پښو کښار یې سات تر ساته زیاتیږي)
داټکی ماته ډېر په زړه پورې وچې شاعر وړاندې ورځي نو دپښوکښار یې زیاتېږي... که عام لیکوال وای نو یقیناچې دپښو دکښار ساونډ افکټ به یې کارولی واي...خود صحنې مرکز به یې نه بدلوو. خو وکیل صیب عام لیکوال نه و، دی په دې پوهېده چې دپښو غږ خو له شاعر سره روان دی ، بیابه شین خالۍ چې د نوم ورکي شهید سرې جنډې او خړو خاورو ته ناسته څنګه خبروم. همدا افکټ یادپښو غږ چې هغې ته ورنږدې کېږي هغه رابیداروي، زماپه فکر دا هغه نازکي او باریکي ده چې یواځې دځیرکو لیکوالو ورپام کېدای شي اوبس،شین خالۍ چې رابیداره شي نو:

شین خالۍ:    (په دې وخت کې یې سندره ختمه کړې وي، او چې د شاعر د پښو اواز اوري نو یو دم غورځي) څوک یې؟؟
راځئ دلته یوڅو ډایلاګونو ته هم ځیرشو.خولومړی به ترې یوڅو خبرو ته تم شو.
د ډایلاګ په هکله د ډرامې کره کتونکي وايي چې، ډایلاګ یواځې خبرې په تارکې پیل نه دي بلکې پکارده چې د ډایلاګ هره کلمه پلاټ ته یولوری ورکړي.پرمخ یې بوځي،او اورېدونکی بوخت وساتي، وايي دهرې صحنې او هرډایلاګ په هکله له ځانه پوښتنه وکړئ چې په دې کې څه پېښېږي که نه پېښېدل نو داستونزه ده. همدارنګه ډایلاګ بایددکرکټر داخلي حالت راته دهغه دخبرو د ډول او لحن پرمټ روښانه کړي.
مرسي کاهن[iii] دانګلیسي ژبې یو تکړه ډرامه لیکواله ده ، چې پروسږکال یې دبي بي سي لخوا د ډرامو نړیواله مقابله ګټلې ده. او اوس له بي بي سي سره کارکوي، دا وايي :ډایلاګونه دې یواځې یو دبل پوښتنې نه ځوابوي بلکې دوی دې نور څه ته هم ټوپونه ووهي، لوري دې بدل کړي ، خلک دې حیران کړي،او کرکټر دې راته ښه انځور کړي ، دا ټول شیان دکیسې له  حرکت سره مرسته کوي.
راځئ دهمدې دوه ټکو په رڼاکې د نامتوتورکښ څوډایلاګونو نه واورو.
شاعر:        (په ملایم غږ) زه یم خورې!
شین خالۍ:    ته څوک یې؟؟
شاعر:        زه، زه یو ولسي شاعر ...

شین خالۍ:    ستا کور چېرته دی؟

شاعر:        د ستورو او سپوږمۍ په دنیا کې!!

شین خالۍ:    لیونی خو نه یې؟

شاعر:        د ډېرو په نېز د هم داسې یم!!

شین خالۍ:    چېرته درومې؟؟

شاعر:        د مینې دنیا ته !!

شین خالۍ:    په څه پسې؟؟

شاعر:        په خپله ورکه پسې !!

شین خالۍ:    څه درنه ورک دي؟؟

شاعر:        یو سپیڅلی زړه ... چې د قام مینه د وطن پت، او د بې وسو وګړو سره، د خواخوږۍ ملغلرې په کې خوندي وي!!

شین خالۍ:    ګمان کووم، لکه چې په سد نه یې؟؟

شاعر:        سرګردانه هم ځکه یم ...
ددې ډایلاګونو پیل دسوال او ځواب په ډول شوی خو، د ډایلاګ هغه هدفونه چې مخکې موبیان کړل ترسره کوي، پلاټ ته یو لوری او ډایرکشن ورکوي،دکرکټر داخلي حالت راته انځوروي،اورېدونکي حیرانوي او یایې مینه او همدردي راپاروي، خو وروستی ډایلاګ یې هماغه څه کوي چې دښه ډایلاګ غوښتنه ده لکه:
شین خالۍ: ګومان کوم ،لکه چې په سد نه
 شاعر:سرګردانه هم ځکه یم...
که نوی لیکوال وي دې ډایلاګ ته چې: ګومان کوم، لکه چې په سد نه یې:
بله کرښه داسې لیکي چې: ګومان دې سم دي، رښتیاهم په سد نه یم.
خو هغه خبره چې داډایلاګ یې راته کوي دا بل یې نه شي کولی. لامل یې دادی چې دلته یواځې دانه چې په غیرمستقیمه توګه دشین خالۍ دخبرې تایید وینو بلکې کرکټر راته خپله سرګرداني هم راښکاره کوي او له دې لارې غواړي دا راباندې ومني چې په ټکنه غرمه کې ولې په هدیرو ګرځي. داټکی مونږ اړکوي چې له کرکټر سره خواخوږي ولرو.پېژندګلوي مو ورسره زیاته شي او مینه مو راوپاروي .
کرکټر د ډرامې بل عنصر دی،دکرکټر په هکله کره کتونکي وايي: لیکوال بایدد کرکټر په پوټکي ورننوځي، سم یې وپېژني، هریودې دخبرو ځانګړی سبک او ټون  ولري. ټول دې دلیکوال په ټون خبرې نه کوي.، په دې کې یوه دکاڼي کرښه داده چې وايي اورېدونکی او لوستونکی باید دیوې جملې له اورېدو او لوستلو سره سم وپوهېږي چې دا دچایانې دکوم کرکټر خبره ده. او که نوم ورکي شهیدیانامتوتورکښ ته وګورو نو کرکټرونه یې یو له بله جلا دي او اورېدونکي یې په اسانۍ سره  بېلولی شي.
په پای کې به راشو ژبې ته، دځانګو لیکوال چې په څه ترټولوبرلاسی ښکاري هغه ژبه ده.، دلته به یې یوڅومثالونه راوړو(لکه دګل ګاونډ له اغزو سره وي) په دې جمله کې په ګل او ګاونډ دواړوکې دګ شتون یوه موسیقي پیداکوي.
زما په سترګو کې سترګې واچوه ... دلته هم دسترګو تکرار موسیقي زېږوي.
دلته زما مینه، او د چا ښکلې ځواني، دواړه غبرګ تر خاورو لاندې شوي دي، په دې جمله کې دغبرګ کلیمې عیني او ذهني انځورونه سره یوځای کړې دي او همدې کار جملې ته ښکلا ورکړې ده.
همداسې ځینې ښایسته تشبې ګانې لکه: زړه له وري سره تشبې کول چې دیوه شپونکي لپاره ښه تشبې هم ده او که دمینې په بڼ کې دعاشق د زړه غورزو ،پرزو او په شنه ورشوکې د وري مستۍ ته وګورو نو مناسبه هم  ده. خو دلته به څوپرله پسې ډایلاګونو ته تم شو چې داسې ګڼې بېلګې پکې شته لکه:
شین خالۍ ... چې تا ووینم دا زړه مې  لکه د مست وري ... داسې وتریږي، او په ټوپونو سر شي ... 
شین خالۍ:    ولې ... زه څه لیوه ګۍ یم چې ستا د زړه وری رانه تور خوري؟

ځمرک:       نه ګلې ... هسې دا سترګې دې کله کله راته روې او سړی خورې غوندې ښکاره شي ... وایم لکه چې ما خوري؟

شین خالۍ:    نو ولې زه شیشکه یم؟
دلته له تشبېحاتو پرته داهم وینوچې لیکوال په ظرافت کې هم برلاسی دی، د الفاضو کمی ورسره نشته په څلورو ډایلاګونوکې پنځه نومونه اخلي :لېوګۍ، روې ،سړې خورې او شیشکې،
 همدارنګه یوځل وايي «وترېږي» بل ځل وايي «تورخوري» دا ټولې  په ژبه دلیکوال دبرلاسۍ بېلګې دي.
زما دخبرو مانا دا نده چې په ځانګو به بېخي دګوتې دایښودو ځای نه وي دبل هرهنري اثر غوندې به دلته هم ځینې نیمګړتیاوې وي او بیالا په داسې حال کې چې مونږ یې څلوېښت ،پنځوس کاله وروسته ارزوو اود علم او هنر ډګرونه ورځ په ورځ بدلېږي. خو په لویه کې داسې ځواکمنې خواوې لري چې کمزورې هغه یې سترګې نه نیسي. په ژبه کې کله ناکله دمترادفوکلیمو کارول ددې اثر یوه ستونزه ده. چې په ډرامه کې کله ډېری وختونه دمترادفوکلیمو کارول ژبه له ګړنۍ هغې نه لیکنۍ هغې ته ور اړوي. دبېلګې په ډول: د نامتوتورکښ یوډایلاګ دی:

شین خالۍ:    مه خپه کېږه خیر دی تر تامې  ځار کړې، که خپه ... شوې ... بیا به دې من او پخلا کړم ...
زه فکر کوم دلته یواځې دمن کلیمه بس وه. په من پسې دپخلاراتللو ددې ډایلاګ هغه زور او ښکلاکمه کړې ده. ځکه چې په منولو کې کوم ناز پروت دی هغه په پخلاینه کې نشته. او بیالا اوس خو دپخلاینې کلیمه بېخي سیاسي شوې ده. خو ماچې دا اثر ولوست ، او په ژبه دلیکوال برلاسي راته جوته شوه ،دې پایلې ته ورسېدم چې لیکوال په دې ښه پوهېده چې له من سره دپخلایوځای کول دخبرې زور او خوند راکموي خو له دې مجبوریته به یې راوړي وي چې فکر یې کړی دپښتو خوارې په ویلو خلک شرمېږي او له دې امله یې ډېرو خلکو ته ډېر کلیمې نااشناشوې دي نوکه یواځې دمن کلیمه راوړم ، څوک ترې د اووه کیلو مانا وانخلي.
په خدای موسپارم




[i] Principles of writing radio drama by Tim Crook (www.irdp.co.uk)
[ii] Radio drama: theory and practice by Tim Crook Page: 162
[iii] www.bbc.co.uk

No comments: